په اوسنیو شرایطو کي د لويي جرګې رابلل څنګه ارزوئ؟

۲۲ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۷ ق.ظ -

شيرين آغا جهانګير – ليکوال او شنونکی

د تاریخ په اوږدو کي چي کله هم هیواد د داسي سترو ناورینونو سره مخامخ شوی، چي د حکومت له کنټروله بهر او حکومت يې په اړه له پرېکړي ځان عاجز ګڼلی، لویه عنعنوي جرګه يې رابللې ده. افغانانو تل د لويي جرګې له لاري خپلي ستري ستونزي حل کړي او کارنده پرېکړي يې کړي دي. د افغانستان د اساسي قانون د یو سلو لسمي مادې د صراحت له مخي لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دی او اساسي قانون یې د دايرېدو جزئیات مشخص کړي دي. که څه هم اوس مهال د افغانستان سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت تر هر بل وخت بهراني حالت ته دننه شوی، حکومت، نړیوال قوتونه او حتی نړیواله ټولنه يې په کنټرولولو کي پاتي راغلی، خو دا به په دې مانا نه وي چي هر څوک دي  راپورته شي او د لويي جرګې د رابللو لپاره دي تیاری ونیسي. په دې وروستیو کي ځني ډلي، مدني ټولني او سیاسي پېژندل شوي څېرې د هیواد په ځینو برخو کي غونډي کوي  او دا اعلانوي چي ګویا لویه جرګه به راوغواړي، خو دا پروسه د افغنستان د نافذه قوانینو سره مطابقت نه لري.

شيرين آغا جهانګير - ليکوال او شنونکی

شيرين آغا جهانګير – ليکوال او شنونکی

د دې افرادو په واسطه د لويي جرګې رابلنه نه یواځي دا چي قانوني نه ده، بلکي که د دې افرادو تېر سیاسي شالید ولیدل شي، نو ډېرى دا افراد د تېر حکومت چارواکي ول او دې کي هیڅ شک نشته چي ننني حکومت یا اوسني حکومت ته راپاتي ستونزي د دوى زېږنده دي. دا افراد، مدني ټولني، سیاسي حزبونه او سیاستوال که په رښتیا هم د افغانستان روان ناورین ته اندېښمن وي، په خپل سري توګه د لويي جرګې د رابللو پر ځای دي د حکومت پر وړاندي یو واحد او قوي اپوزیسیون ایجاد کړي او د دې اپوزیسیون له لاري دي پر حکومت فشار راوړي، تر څو په امنیتي ارګانونو، قضاء او څارنوالي، ګمرکاتو، د چارو په اداره او نورو مستقلو ریاستونو کي د رغنده بدلونونو په راوستلو سره هیواد له روان ناروین څخه بهر کړي. موږ وینو چي د لويي جرګې د دایرېدو لپاره هلي ځلي څوک کوي. بې له شکه چي د تېر حکومت ناکام او فاسد چارواکي. لکه څنګه چي له رسنیو اورېدل شوي، د دې شعارونو او غوښتنو تر شا یو بل ستر هدف دا پروت دی، تر څو د دې لويي جرګې له لاري اوسني نظام ته د پای ټکی کښېښودل شي، موقت حکومت ایجاد او تر وخت وړاندي انتخاباتو ته زمینه برابره شي. خو دا باید په یاد ولرو چي که اوسنى حکومت سقوط کوي او یا سقوط ورکول کېږي، د تېرو ۱۶ کالو لاسته راوړنو باندي به خاوري واړول شي او هیواد به یوې ستري کورنۍ جګړې ته سوق شي. که لویه جرګه دایرېږي، نو دا به د ځینو مشخصو افرادو او ډلو له طرفه وي، نه به د ټول ملت استازیتوب کولای شي او نه به ورسره د حکومت ملاتړ وي، هره پرېکړه چي جرګه کوي، نه به يې حکومت مني او نه به د جرګې بلونکي له خپلي پرېکړي تېرېږي، ښکاره ده چي دا به د یو بل ټولنیز ناورین او کورنۍ جګړې پیل وي. په پای کي د یوه افغان په توګه زما وړاندیز دا دی چي تر لويي جرګې وړاندي دي یو قوي سیاسي اپوزیسیون ایجاد شي. داسي اپوزیسیون چي په رآس کي يې ملت او ټولني ته منلي سیاسي افراد قرار ولري او په بشپړه مانا د هیواد د سوکالۍ اراده ولري.  دا سیاسي اپوزیسیون دي پر حکومت او نړیوالي ټولني فشار راوړي، تر څو د سولي پروسه په رښتیني مانا چټکه او بریالۍ شي، په امنیتي او کشفي ارګانونو ، قضاء او څارنوالي کي دي رښتیني بدلونونه راشي او له فساد سره مبارزه دي د کاغذ له مخي د عمل صحنې ته وړاندي شي.

فضل ربي شينواری – ژورناليست

که څوک لویه جرګه غواړي، دلیل او شرایط دي هم ورته وړاندي کړي. د لویي جرګې رابللو په تړاو پورته شوی او پورته کېدونکی ږغ د ولس ږغ نه دی، ځکه افغانان په وېر او ماتم ناست دي، بې واکه دي، ولس نیم ژونده دی او هغوی چي د لویي جرګې ږغ پورته کړی، تل يې ولس ته ستونزي جوړي کړي. زه لویي جرګې ته درناوی لرم، پوهېږم چي د لویو جرګو تاریخ سپېڅلی دی او د افغانانو ستونزي يې حل کړي، خو په اوس کي يې مخالف ځکه یم چي شرایط ورته برابره نه دي. لویه جرګه هغوی غواړي چي ګټي یې له ګواښ سره مخ دي.

فضل ربي شينواری - ژورناليست

فضل ربي شينواری – ژورناليست

هيواد مو په يو نازک وضعیت کي دی، په یوې تېروتني سره ټولي لاسته راوړني ننګېږي، چي جبران به یې بيا ناشونی وي. د لویي جرګې د رابلونکو د کتار په سر کي هغه کسان دي چي د ولس په وینو یې تجارت کړی او بیا غواړي د خپلي دې ناولي سوداګرۍ غوړېدا لپاره حکومت له ماتي ګوتي ونیسي او امتیاز ترې واخلي. د لویي جرګې رابلونکو ته زه دا وایم! راشئ هغه انرژي چي په دې لاره لګوئ، حکومت سره په اوږه په اوږه شئ او شته ستونزي د خبرو او له چارواکو سره د مشورو له لاري حل کړئ. د لویي جرګې په رابلونکو کي هغه کسان دي چي تل يې پر دې خبرو ټینګار کړی چي د افغانستان ستونزي نړیوالي ريښې لري، خو چي نړیوالي ريښې لري، نو ته ولي د ولس په سترګو کي خاوري شیندې او له همدې لاري د پردیو د خوشحاله کېدو لپاره د حکومت د کمزوري کېدو هڅه کوې؟ زه د یو ځوان خبریال په توګه چي د ورځي له سلګونو عامو افغانانو سره مخ کېږم، ټول د دې جرګې مخالف دي او د ډار په سترګه ورته ګوري. افغانانو له پېړیو وروسته په دې وروستیو کي نسبي ارام ژوند خپل کړی دی، دوی نه غواړي مشران یې بیا پر وینو تجارت وکړي او خپل نیمه آرامه ژوند یې له ګواښ سره مخ کړي. نظام مو د بې شمېره ترهګریزو ډلو له ګواښ سره مخ دی، سرتېري مو راوژني، جومات مو نړوي، علمي مرکزونه مو په نښه کوي، خو له بده مرغه د لویي جرګې رابلونکو تر اوسه د دې ستونزو حل او مخنیوي لپاره هيڅ ګام نه دی پورته کړی. زما سربېره ټول افغانان باوري دي چي لویه جرګه د پردیو په اشاره جوړېږي، هغه پردیان چي له دې وړاندي يې راسره د نظام د چپه کېدو په موخه مخامخه جګړه کوله، خو بیا هم وایم چي له بده مرغه اوس یې د شته وزیرانو، وکیلانو او سیاسیونو پر مټ د چپه کېدو هڅي پیل کړي، چي زه یې خپل استازي نه ګڼم. د لویي جرګې په ننګه جوړو شویو او جوړېدونکو ناستو کي هغه کسان ګډون کوي چي ولس ترې کرکه لري او تل یې ورته د خاین او وطن پلور نوم ورکړی دی.

نظر محمد رودي – د هلمند مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مرستيال

لويه جرګه په اساسي قانون کي واضح شوې ده، چي څه وخت کي او د څه ډول موضوعاتو لپاره راغوښتل کېږي. په اوسنيو شرايطو کي که لويه جرګه راوغوښتل شي، نو ډول ډول ستونزي به رامنځ ته شي، اوس د لويي جرګې رابلل د خلکو په خير نه ده، په زيان يې ده. اوس شرايط نه دي اماده، که لويه جرګه رابلل کېږي د دې پر ځای بايد خلک راټول شي او د اوسني نظام ملاتړ دي وکړي او هغه ستونزي چي حکومت کي موجودي دي د اصلاح ږغ دې پورته کړي، د فساد سره د مبارزې يو اواز دي وکړي. که لويه جرګه وغوښتل شي نو بد عواقب به ولري، ځکه د دوی غوښتنه به دا وي چي موقت حکومت دي جوړ شي، له حکومت وروسته بيا ټاکني کېږي، نو اړتيا څه ده چي ټاکني وشي، ځکه ټاکنو ته وخت لږ پاتي دی.

نظر محمد رودي – د هلمند مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مرستيال

نظر محمد رودي – د هلمند مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مرستيال

ويل کېږي د لويي جرګې غوښتونکي ډېری د پخواني حکومت مامورين دي، چي اوس دوی دندي نه لري او د جرګې د راغوښتلو خبره کوي. بل زيان يې دا دی چي خلک به پر ډلو ټپلو ووېشل شي، ګوندونه به جوړشي او هيواد به له لوی بحران سره مخ شي.

نويده خوشبو ليکواله او ژورناليسته

افغانستان د کرزي او غني په تقابل کي ((له ولسمشرۍ وروسته به د یوه عادي افغان په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکړم)) زه له نوي حکومت سره د همکارۍ ژمنه کوم او پر خلکو هم ږغ کوم چي، د خپل هیواد د آبادۍ لپاره د نوي حکومت ملاتړ وکړي….» دا په ارګ کي د پخواني ولسمشر کرزي د وروستۍ کاري ورځي د وروستۍ وینا یوه برخه ده.

نويده خوشبو ليکواله او ژورناليسته

نويده خوشبو ليکواله او ژورناليسته

خو پخواني ولسمشر له پاکستان سره د افغان حکومت د استخباراتي تړون له لاسلیک وروسته خپله ژمنه هېره او له افغان حکومت څخه خپله لار جلا کړه او د افغان حکومت پر سیاستونو یې ډېر ژر نیوکي پیل کړې. هند، چین بریټانیا، المان او روسیې ته یې بهرني سفرونه پیل کړل او له بهرنیو رسنیو سره یې د حکومت غیبتونه هم شروع کړل. تاسي په جریان کي ياست چي په دې وروستیو کي د لويي جرګې د جوړېدو یا نه جوړېدو په سر بحثونه د حامد کرزي له مرکو او خبرو وروسته پیل شول. په داسي حال کي چي لویه جرګه د افغانانو یوه دودیزه ستره غونډه ده، چي پر مهمو مسایلو پکي بحث او خبري کېږي، خو له بده مرغه اوس مهال په افغانستان کي د لويي جرګې د جوړېدو زمینه او قانوني شرايط برابر نه دي. په نوم ولسي استازو، د محدودو ډلو، د واکدارانو او بادارنو پر ګټه پرېکړي ولس ته د منلو وړ نه دي، په اوسني حالت کي دریښتني لويي جرګې د جوړېدو اراده هم نه شته. په هر صورت! پوښتنه دا پیدا کېږي چي کرزی ظاهراً ولي او څه لپاره د لويي جرګې د را بللو غوښتنه کوي او اصلي موخه یې څه ده؟ که څه هم کرزی د افغانستان لپاره د امریکا د نوي تګلاري په اړه نیوکي کوي او د افغانستان په زیان یې ګڼي او غواړي چي د روان کړکېچ د حل لپاره دي لویه جرګه را وبلل شي او بهرنیان دي له هیواده وایستل شي، خو ما د افغانستان لپاره د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما تګلاري وڅېړلې او له نوي تګلاري سره مي پرتله هم کړې. ما ته په دې درېيو تګلارو کي کوم ښکاره بدلون او نوی والی ښکاره نه شو. د نورو تګلارو په پرتله راته د ټرمپ په پالیسۍ کي یو نوی مثبت مورد د ترهګرو د ملاتړ کوونکي هیواد په توګه د پاکستان د نوم یادېدل و. پخوانیو امریکايي ستراتیژیو کي په افغانستان کي د ترهګرو د له منځه وړلو، له افغان حکومت سره د همکارۍ، د افغان سرتېرو د روزني او ملاتړ او د مخالفینو په وړاندي د ځمکنیو او هوايي عملیاتو یادونه شوې ده او په نوي تګلاري کي هم همدا موارد راغلي دي. نو ټینګار کولای شم چي، د تګلارو څرنګوالی نه یوازي نومونه یې بدل شوي دي. پخواني امریکايي ولسمشر اوباما هم د افغانستان په وړاندي پخوانې تګلاره تعقیب کړې وه، د سرتېرو د ایستلو د لړۍ تر څنګ یې تازه دمي سرتېري افغانستان ته لېږلي، د ځمکنیو عملیاتو مسؤلیت که څه هم افغان ځواکونو ته سپارل شوی، خو په هوايي عملیاتو کي بهرني ځواکونه ونډه لري. که یوازي د افغانستان د امنیت خبره وي، نو د امنیت لېږد د بهیر له پای ته رسېدو وروسته د بارک اوباما په ګډون د دې هيواد پخوانيو جنرالانو طالبان د امریکا د دښمن له ليسته ویستلي وو. خو د هیواد په امنیتي حالت کي دومره بدوالی راغی چي د ځینو مهمو ولسوالیو او ښارونو په ګډون ولایتونو سقوط وکړ او د مخالفینو مخامخ جګړې تر کابله را ورسېدې. سربېره پر دې پر جوماتونو، مهمو ادارو، روغتونو او پوهنتونو کي ځانمرګي بریدونه نور هم ډېر وشول. د سولي په برخه کي هیڅ پرمختګ رانه غی او د مخالفینو له خوا سولي ته هیڅ ډول لېوالتیا ونه ښودل شوه. زما په نظر، تضمین نه شته که چيرته بهرنیان نه وي، نو په افغانستان کي به امن وي. په جګړو او ناخوالو کي د افغانستان د ښکېلتیا پلانونه له وړاندي جوړ دي، که د طالب، داعش یا پاکستان په وسیله وي او یا که د بهرنیو سرتېرو په ګډون او شتون سره وي او که یا هم د مجاهد او طالب په نوم وي. که دقت وکړو، نو د امریکا حضور ته ولسمشر اشرف غني زمینه نه ده مساعده کړې او نه هم غني دوی را بللي دي، نه یې هم له راتګه یو دوه کاله کېږي، څو اوس یې لويه جرګه په اړه پرېکړه وکړي. دا حامد کرزی او د ده ډله وه چي امریکايانو ته یې هر کلی وکړ او واک ته ورسېدل. که جورج بوش د افغانستان په ګوډ – ګوډ کي په خپل سر سرتېري ځای کړل، شپني عملیاتونه یې وکړل، اډې، زندانونه او مرکزونه یې جوړ کړل، د واده پر مراسمو، کورنو او کلیو کي بمبارۍ وکړې، ډېر ظلمونه او پر خپل سر جنایتونه یې وکړل، خو پخوانی ولسمشر یې واک ته رسولی و، یار او انډیوال یې و، پروا نه کوي! خو اوس یې باید پر ضد جرګه راوبلل شي، ځکه اوس دی ورڅخه مرورو دی. که کرزی په دې تمه دی چي د ۲۰۰۲ کال لویه جرګه به تکرار شي او بهرنیو ملګرو یې ورسره ژمنه کړې وي، نو څه ویلای نه شم. ټولو ته جوته ده چي که د لویي جرګې پرېکړي د کرزي د تمي خلاف او په ګټه نه وي، نو نه یې مني. ۲۰۱۳ میلادي کال مشورتي لویه جرګه او د دغي جرګې جریان به ټولو ته په یاد وي. هغه مهال چي پرېکړه د ده په خوښه نه وه، نو د جرګې پرېکړه یې ونه منله. د خپلو ګټو لپاره له ولس څخه د ګټي اخیستني میتود ته باید بدلون ورکړئ، حامد کرزي په ناوړه شرایطو کي د ولسمشر چاري پر مخ یووړې، د منلو ده چي د افغانستان لپاره دی تر ځینو نورو غوره او ښه و او لکه څنګه چي ولسمشر اشرف غني ورته د ملي مشر خطاب ورکړی؛ د یوه ریښتني مشر په توګه دي عمل وکړي؛ که څه هم د ولسمشرۍ پر مهال د کورنیو او بهرنیو کړیو له خوا یې پر وړاندي خنډونه وو او د ولس پر ګټه په ډېرو چارو کي پاتي راغلی و؛ اوس دي له فرصته ګټه واخلي، خپلي ژمني دي په یاد کړي، واقعاً دي د یوه عادي کس په توګه ژوند وکړي، که همکاري نه غواړي، په کړکېچن او ګډ -وډ حکومت کي دي نورو ستونزو ته هم لمن نه وهي او لانجې دي نه جوړوي، ځکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اوسني ولسمشر اشرف غني په وړاندي د خنډونو، محدودیتونو ستونزو او د ګډ – وډیو لاملونه تر هر چا ښه درک کولای او ملاتړ یې کولای شي.

شاه آغا اکرمي – سياسي فعال _ کندهار

اول خو دا بايد واضح سي چي د لويي جرګې رابلل په کوم مانا او په کوم هدف باندي بايد را وبلل سي، ځکه چي د افغانستان اوسني شرايط خورا اساس او نازک برېښي. هغه دا چي مختلفي ډلي-ټپلي او احزاب دا کوښښ کوي، چي د لويي جرګې رابلل د خپل حقيقي مانا او مقام څخه په بل ډول خلکو ته معرفي کړي او د ملت اذهان مشوش کړي چي ګوا کي د لويي جرګې رابلل په دې مفهوم دي، چي اوسني نظام ته بايد د پاى ټکى کښېښودل سي او يوه موقته انتقالي دوره رامنځ ته سي.

شاه آغا اکرمي - سياسي فعال _ کندهار

شاه آغا اکرمي – سياسي فعال _ کندهار

حال دا چي دا د لويي جرګې د رابللو اصلي مفهوم نه افاده کوي. البته هغه خپل خاص شرايط او واکونه لري، لويه جرګه چي د اساسي قانون له نظره ولسمشر صلب صلاحيت کوي او لنډمهاله انتقالي دوره رامنځ ته کوي، خو په اوسني شرايطو کي د لويي جرګې رابلل په دې مانا دي چي څنګه افغان حکومت کولاى سي د اوسني بحراني او کړکېچن حالت څخه راووزي او ټولو مشکلاتو او موانعو ته د حل يوه لاره ولټوي، تر څو افغانستان يو ځل بيا د تنظيمي، مذهبي او قومي شخړو په ټاټوبي باندي بدل نه سي. دا چي نن سبا د افغانستان په چارو کي خارجي مداخلې او دننه په هيواد کي د زورواکانو لخوا څخه مختلف فشارونه او تهديدات وجود لري، نو افغان حکومت ته په کار ده چي پر خپلو ژمنو باندي وفا وکړي او هغه عملا خلکو ته په اثبات ورسوي. د اوسني (ګډ حکومت) له مشرانو څخه ملت چنداني راضي او خوښ نه دى، ځکه دوى چي کومي ژمني په انتخاباتي سياليو کي کولې اکثره يې اوس هېري کړي دي، خو د ملت څخه به هيڅکله دا ژمني نه سي هېري. په اوسني شرايطو کي د لويي جرګې رابلل هغه وخت به لا ډېره په ګټه تمامه سي چي ګډون کوونکي يې هغه اشخاص نه وي چي په اوسني حکومت کي مهم پوسټونه اشغال کړي دي، ځکه چي اکثره دغه اشخاص د شخصي روابطو، پيسو او د رشوت په زور راغلي دي، چي دوى د افغانستان او د خلکو غم نه دي اخيستي، دوى صرف د خپلو شخصي منافعو لپاره کار کوي، ځکه خو دوى بايد لويي جرګې ته پرې نه ښودل سي او نه هم نظريات ځيني واخيستل سي، ځکه که چېري دوى کوم ښه نظر لرلاى او يا يې هم د افغانستان غم خوړلاى، نو اوس به حتماً څه ناڅه اصلاحات راغلي واى. پاته دي نه وي چي زما دا خبري استثناءآت لري، هغه افرادو ته بايد د ګډون حق ورکول سي چي هغه په هغه ساحه، ولايت، ولسوالي، کلي او محل کي ژوند کوي او خپل د سيمي څخه هر رنګه معلومات لري لکه، امنيت، ښوونه او روزنه، برېښنا، بېکاري او داسي نورو برخو کي د دوى نظرياتو ته بايد جدي پاملرنه وسي او د حل په برخه کښي کوټلي ګامونه پورته سي.

حاجي عبدالقاهر ثاقب – مدني فعال

هيواد په يوه بهراني حالت کي قرار لري، زموږ سرتېري هره ورځ قرباني ورکوي، داسي ورځ نسته چي د هيواد کوټ کوټ کي دي غم نه وي. که چېري موږ پر ځان متقي او پرمختللي افغانستان غواړو، نو بايد د نويو لارو چارو په تکل کي سو، هغه تکراري څېرو چي وړاندي يې ازموينه ورکړې، نور د دې اجازه ورنه کړو چي د دولت لومړي کسان مو سي، نور ورته اجازه ورنه کړو چي دا مړ ژواندي دولت نور هم تخريب کړي. اوسنيو شرايطو کي د دولت د ملاتړ څخه بغير هره بدله لار ناکامه ده. لويه جرګه که حوړه هم سي، پايلي يې د افغانانو په ګټه نه دي، ځکه موږ اوس د ځان بسيايني لورته حرکت کړى، اوس ځيني کړۍ غواړي د لويي جرګې له لاري قانون کي تعديل راولي او ځان بيرته واک ته ورسوي، چي دا يوه ناممکنه ټاکنه ده، امريکا او افغانستان کي نور متحدين يې د افغانستان په هکله خپله جنګي ستراتيژي په هيڅ ډول نه بدلوي او خپلو اهدافو ته په هرنګه ځان رسوي. نو ويلاى سو چي هيڅ کله د افغانانو په مټ جوړ سوى حرکت نتيجه نه ورکوي.

حاجي عبدالقاهر ثاقب – مدني فعال

حاجي عبدالقاهر ثاقب – مدني فعال

هغه کسان چي غواړي هيواد له بهرانه وباسي، نو له دې شته دولت سره دي همکاري وکړي. که چېري د دولت مټي قوي سي، هر څوک خپلو حقوقو ته رسېداى سي. د لويي جرګې له جوړوونکو څخه دي لومړى د بدل جنګي، اقتصادي او ټولنيزو پلانونو په هکله پوښتنه وسي چي تاسو څه لرئ، په باور سره ويلاى سم چي هغوى هيڅ هم نه لري. د پردې مخ ته يوازي تکراري څېرې چي افغانان هيڅ باور نه باندي لري، اوس ملت ويښ سوى خپل راتلونکى به خپله ټاکي او نور به څو د قدرت ټيکدارانو ته اجازه ورنه کړي چي په ملت سوداګري وکړي. لويه جرګه زموږ عنعنوي هستي ده، هيله لرم پر ناکامو لارو چارو ونه ازمويل سي. داسي نه چي دا ستر ارزښت مو هم بدنامه سي. د لويي جرګې جوړوونکي هيڅ پلان او ژغورونکى بديل نه لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .