په بایسکل ځغلونه کې ۳ افغان لوبغاړو بهرنیو سیالیو ته لار وموندله

۸ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۵۰ ق.ظ -

 

17

د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د بایسکل ځغلونې په جوړو شویو سیالیو کې خالد سلطاني لومړی، قیس حیدري دوهم او فضل خدا درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې د فدراسیون رئیس صادق صادقي تیره ورځ رسنیو ته وویل چې دغه سیالۍ په دوو پړاونو کې له کابل څخه تر پروان او له پروان څخه تر پنجشیر ولایته اوړمه ورځ ترسره شوې.

د دغو سیالیو لپاره ۱۳۰ کېلو متره واټن ټاکل شوی و او ۲۰ نارینه بایسکل ځغلوونکو په‌کې ګډون کړی و.

صادقي وايي چې د دغو سیالیو لومړنیو درېیو مخکښو بایسکل ځغلوونکو بهرنیو سیالیو ته هم لار پیدا کړه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .