په بغلان کې د کابل د برېښنا پرې شوي مزي بېرته وصل شول

۲۶ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۴۰ ب.ظ -

د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا په بمونو الوځول شوې برېښنا پايې پرې شوي مزي بېرته وصل شول.

په بغلان کې د برېښنا شرکت رئیس سلطان احمد عزیزی د وویل: ((نن له غرمې وروسته وتوانېدل چې کارکوونکي یې د چپه شوې برېښنا قطع شويو مزو د بېرته وصل کار پیل کړي.))

ده زياته کړه، کابل ته یې د چپه شوې برېښنا پايې یواځې یو سرکټ مزي په ٥:٤٠ بجو وصل کړل، چې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا یې کابل ته ولېږدوله او د یوه بل سرکټ مزي د نښلولو لپاره کارکوونکي پر کار بوخت دي چې تر سبا ورځې به ټول مزي ونښلول شي.

د هغه په وينا، د چپه شوې ستنې د غورځېدو له امله په خوا کې يې بله د برېښنا پايه هم اغېزمنه شوې او امکان شته چې هغه هم چپه شي، خو اوسمهال یې د برېښنا مزي په موقت ډول تړلي او د پايې د درېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا شته چې په راتلونکو څو ورځو کې به تر سره شي.

 له تېرې یوې ورځې راهیسې پر چپه کړل شوې برېښنا پايې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې وشوې چې بالاخره د قومي مشرانو پر منځګړیتوب یې د بیارغولو او برېښنا نښلولو چارې پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه مياشت کې دا درېيم ځل دى چې وسله وال طالبان د بغلان په مربوطاتو کې پر کابل د برېښنا مزي پرې کوي.

برېښنا

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .