په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۴۶ وسله وال طالبان ووژل شول 

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۲۹ ب.ظ -
  ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د تروریستي ډلو د لمنځه وړلو په موخه د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ۴۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول .   خبرپاڼه وړاندې ليکي، چې وژل شوو وسله والو طالبانو یو شمیر جسدونه، وسلې او مهمات هم د عملیاتو په سیمه کې پاتي شوي او د امنیتي ځواکونو له لورې ۸ شکمن کسان هم ژوندي نیول شوي دي. د خبرپاڼې په قول ترسره شوو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی او اوس هم عملیات جریان لري په دغه ګډوعملیاتو کی دملی اردوځواکونو سربیره ،ملی اوسیمه ایز پولیس ، ملی امنیت او سرحدی ځواکونه برخه لری.   په ورته وخت کی – دنازیانو ولسوالی بیدارو پولیسودسروبی په ساحه کی دګزمی پر مهال یو کړی دوسایطو ضد ماین چی دهیواد اوخلکوددښمنانو له لوری دتخریبی کړنوپه موخه ځای پرځای کړی شوی ومخکی دچاودنی کشف ، خنثی او له منځه وړی . طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. بټي کوټ

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .