په جلال اباد ښار کې ۵۲۱ تنو یتیمانو او بې وزله خلکو سره د اختر جامو او یوه اندازه نغدي مرسته وشوه.

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۴۹ ب.ظ -

 ځوانانو چارو امریت په هلو ځلو او د یو شمېر بډایه خلکو په مالي همکارۍ په جلال اباد ښار کې د ۱۵۰ بې وزله میرمنو په ګډون ۵۲۱ تنو یتیمانو او غریبو خلکو سره د اختر لپاره د جامو او یوه اندازه نغدي مرسته وشوه.

FB_IMG_1528708182470

ننګرهار والي حیات الله حیات د یادې مرستې د ویش پرمهال د رضاکاره ځوانانو او مرسته کوونکو خلکو څخه مننه وکړه، چې د انساني او اسلامي همدردۍ له مخې يې په سلګونه یتیمانو او بې وزله خلکو سره د روژې مبارکې میاشتې په خاطر د جامو مرسته وکړه. نوموړي په ټولو بډایه خلکو او ملي سوداګرو غږ وکړ، چې د اسلامي مسئولیت له مخې اړمنو کورنیو سره د کوچنې اختر د رارسیدو له امله بېلا بېلې مرستې وکړي څو هغوی هم د اختر په خوښیو کې شریک شي. د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي وویل یاده مرسته يې د یو شمېربااحساسه او بډایه خلکو څخه راټوله کړې اوپه ۵۲۱ بې وزله خلکو او یتیمانو يې وویشله. هغه زیاته کړه د روژې مبارکې میاشتې په لړ کې يې هره ورځ د شتمنو خلکو په مالي همکارۍ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړي او ډاډ يې ورکړ، چې دغه لړۍ به دوامداره وساتي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .