په خوست کې ۱۱ فرعي روغتیایي مرکزونه پرانستل شول.

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۱۳ ب.ظ -

په خوست کې د OHPM موسسې لخوا د عامې روغتیا په چوکاټ کې ۱۱ فرعي روغتیایي مرکزونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شول.

FB_IMG_1526485073369

په دې اړه نیول شویو، مراسمو کې خوست والي  پوهندوی حکم خان حبیبي په خپله وینا کې وویل چې د روغتیايي خدماتو د پراخولو او متوازن انکشاف له لارې به دا ۱۱ فرعي روغتیایي مرکزونه چې ۱۶۳۱۵۳۶۵ افغانۍ پرې لګول شوي په ۷ ولسوالیو کې به فعالیت ولري. ښاغلي حبیبي ددې روغتیایي مرکزونو پرانسته د عامې روغتیا په برخه کې د لرې پرتو سیمو د اوسیدونکو لپاره مهمه وبلل او ویې ویل چې لومړنیو روغتیايي خدماتو ستونزه به تر ډېره ورسره هواره شي. ښاغلي حبیبي په خپلو خبرو کې له عامې روغتیا وزارت وغوښتل چې د ولسونو له غوښتنې سره سم  د ملکي روغتون تشکیل او ظرفیت لوړونې  ته دې پام وشي او دا روغتون دې ۳۰۰ بسترو ته لوړ کړي. خوست والي ښاغلي حبیبي د عامې روغتیا په سکتور کې اصلاحات مهم وبلل او له اړونده سکتور یې غوښتنه وکړه، چې د معیاري خدماتو په وړاندې کولو کې خپل ټول خنډونه لرې او د ولس غوښتنو ته رسیده ګي وکړي. ښاغلي حبیبي وویل چې لرې پرتو سیمو کې د روغتیا برخه کې هڅې زیاتې شوي او غواړي چې د متوازن انکشاف له مخې لرې سیمو ته پاملرنه وکړي، چې دا لړۍ پیل شوي. په ناسته کې د عامې روغتیا ریس او د OHPM موسسې مسولینو خوست والي ته ډاډ ورکړ، چې له پرانستل شویو مرکزونو څخه به څارنه کوي او د خدماتو په برخه کې به له خپلو ټولو امکاناتو سمه ګټه پورته کړي. همداشان د ولایتي شورا منشي قمر علي لکڼوال او قومي مشر منډایر منګل په خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ولس به د عامې روغتیا له ټولو پروژو او خدماتو ملاتړ کوي او خپله همکاري به ترې ونه سپموي. د OHPM موسسه په خوست کې د مور او ماشوم د روغتیا ساتنې، واکسین، درملو، ټي بي، ساري ناروغیو، تعذیه او نورو برخو کې خدمات وړاندې کوي، چې په بېلابېلو سیمو کې روغتیايي مرکزونه لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .