په درې دقیقې کې مو غاښونه سپین کړئ

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۱۴ ق.ظ -

ژباړه؛ اصف مشال

ډېری خلک د خپلو ژېړو غاښونو په خاطر خجالت کېږي او حتی نه شي کولای چې د خلکو په منځ کې خبرې وکړي.

د غاښونو د ژېړوالي علت یوازې د خولې او غاښونو د حفظ الصحې کمزورتیا نه ده؛ سګرېټ څکول، ډول ډول درمل، ځینې څښاکونه، رنګه غذایي مواد، ناروغي، زیات عمر او د ژوند چاپېریال؛ هغه لاملونه دي چې د غاښونو د رنګ د بدلون سبب کېږي.

څېړنو ښودلې ده، چې سپین غاښونه او موسکې شونډې پر ځان د باور او د خپل ځان په اړه د مثبت لید د ځواک په ډېرېدو کې مرسته کوي. زیاتره وخت د خلکو پام هغه چا ته وراوړي، چې سپین او منظم غاښونه ولري. د غاښونو پرېمینځل او د غاښونو له سپينوونکو درملو څخه استفاده کول، هر وخت اسانه او ارزانه نه دي، د دې کار لپاره باید یو څه لګښت ورکړئ.

دلته به پر یوه حیرانوونکې او ساده لاره خبرې وکړو، چې د هغې په واسطه به په درې دقیقې کې ستاسې غاښونه تک سپین او بشپړ طبیعي ښکاره شي. د اړتیا وړ مواد سودیم بای کاربونیټ(NaHCo3) او تروش لېمو دی. یوه کاچوغه سودیم بای کاربونیټ په یوه لوښي کې واچوئ او لېمو څاڅکی څاڅکی پرې وڅڅوئ، وروسته یې ښه سره ګډ کړئ، په لومړي سر کې به مخلوط ځګ وکړي؛ بیا یې هم ښه سره ولړئ، چې یو بې رنګه مایع مخلوط ترې جوړ شي. کله چې ترکیب تیار شي، د ګوتې په سر یې راواخلئ او پر غاښونو یې ومښئ. په دې طریقه سره به مو غاښونه سپین او ښکلي شي

2

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .