په روغتيايي برخه کي کندهار څومره پر ځان متقي دى؟

۱۳ حمل , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۱۶ ب.ظ -

ډاکټر آمیر سعید هاشمي، د داخله او اطفالو ناروغیو معالج

که چېري وکتل سي، نو اوس مهال الحمدالله په ښار او ولسوالیو کي د دولتي او خصوصي روغتونونو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او د روغتیا په برخه کي تقریبا ٨٠ سلنه ستونزي حل سوي دي، خو 20 سلنه ناروغانو چي انزار یې ډېر وخیم وي او معیاري لابراتواري معاینې ته ضرورت لري، چي متاسفانه هغه پرمختللي لابراتواري معاینات زموږ به هیواد کي نه ترسره کېږي او ناروغان و ګاونډیو هیوادونو ته سفر کوي. زما په نظر، که چېري د عامي روغتیا وزارت پر اوسرنیو روغتیایي مراکزو او د درملو پر کیفیت باندي غور وکړي او طبي برخه یې مجهزه کړي، نو دغه شل سلنه ناروغان چي اوس مهال ګاونډیو هیوادونو ته ځي هغه به هم نور په خپل هیواد کي تداوي کېږي.

ډاکټر آمیر سعید هاشمي

ډاکټر آمیر سعید هاشمي

د کندهار د درملو په بازار کي د ټيټ کیفیت لرونکو درملو شتون ګڼ شمېر ښاریان اندېښمن کړي دي. دغه بې کیفیته درمل چي زیاتره برخه یې د ګاونډیو هیوادونو پاکستان، هندوستان او ایران څخه په قاچاقي بڼه هیواد ته راواردېږي او د هیڅ نوعه لابراتوار څخه نه تېرېږي، چي د دې نوعه درملو شتون د درملو په بازار کي د باکیفیته درملو بازار هم خرابوي، بلکي ناروغ د بې کیفیته درملو په استعمال سره نور هم مقاومت پیداکوي او جانبي عوارض یې د ناروغ د بدن په یو شمېر حیاتي اعضاوو باندي زهري تاثیر لري.  د دې نوعه درملو د مخنیوي لپاره باید یو مجهز لابرتوار شتون ولري، تر څو بازار ته تر تولید مخکي یو ځلي ارزیابي کړل سي.

عبدالغفور پېروز، ليکوال

سره له دې چي معیاري روغتیايي خدمات د بشر له اساسي حقونو څخه دي او د دولتونو په ملي ستراتیژیو کي لومړیتوب لري، خو له بده مرغه موږ لا هم د ټول هیواد په کچه پراخ، معیاري او د اسانه لاسرسي وړ خدمات نه لرو چي په دې برخه کي د پاته راتلو لویه پړه لومړی د ترهګرو، مافیايي ډلو او مفسدو کړیو پر غاړه ده او په عین حال کي د دولت پالیسي جوړونکې او تطبیقوونکې ادارې هم ګرمې دي. په تېره په کندهار کي د روغتیايي اساسي او معیاري خدماتو د وړاندي کولو ستونزه نوره هم جدي ده. له یوې خوا د اړتیا وړ اصولي روغتیايي مرکزونه نه سته او له بلې خوا د روغتیايي خدماتو دولتي او خصوصي مرکزونه نه کنټرولېږي چي له همدې امله زموږ خلکو د خپل هیواد او خپلې سیمې پر ډاکټرانو او روغتیايي خدماتو باور له لاسه ورکړی او د ډېرو وړو ناروغیو د تداوي لپاره پاکستان، هند او نورو بهرنیو هیوادونو ته ځي چي پر همدې اساس زموږ په هیواد کي پر روغتیايي سکټور پانګونه کمه سوې او هر کال په میلونونو ډالره نورو هیوادونو ته لېږدول کېږي.

عبدالغفور پېروز

عبدالغفور پېروز

په روغتیايي برخه کي کندهار څه چي زموږ ټول هیواد هم پر ځان متکي نه دی، خو د کندهار ستونزه دا ده چي له یوې خوا مرکزي اداره د اړتیا په اندازه روغتیايي امکانات نه ورکوي او له بلې خوا شته روغتیايي خدمات هم د اختلافونو او لاسوهنو له کبله ټکني سوي دي. ځايي ادارې ته په کار ده چي د موجودو دولتي امکاناتو د اغېزمنتیا لپاره د روغتیا په سکټور کي سلیقوي چلند، فساد، رشوتونه، د واسطو په مټ د نااهله کسانو ګومارنه، وظیفوي غفلت او د خصوصي روغتیايي سکټور خپل سری چلند، له قانونه سرغړونه، د بي کیفیته درملو ستونزه او لوړ قیمتونه پای ته ورسوي. که دې چارې ته پاملرنه ونه سي او دولتي وخصوصي روغتیايي سکټور د پخوا په څېر د فساد، غفلت، سلیقوي پرېکړو، قانون ماتونې، رشوت او لاسوهنو ښکار وګرزي؛ نو حالت به مو ورځ تر بلي خراب سي. د روغتیا په برخه کي د بي کیفیته درملو کارونه، د خصوصوي سکټور نه کڼټرول او لوړه بیه نوري هغه ستونزي دي چي زموږ خلکو ته یې لوی سر خوږی جوړ کړی دی. زه په دې باور یم چي که مرکزي او سیمه ییزه اداره د روغتیا برخې ته پاملرنه ډېره کړي، شته نیمګړتیاوي وپېژني او د مخنیوي لپاره یې لاس پر کار سي؛ نو دومره بریا به تر لاسه کړي چي په تاریخ کي به یې نوم په زرینو کرښو ولیکل سي، له بده مرغه زموږ چارواکي د خدمت ناري وهي خو تر اوسه یې د خپلو هیوادولو د اساسي خدماتو په برخه کي هغسي ګامونه نه دي اخیستي څومره چی اړتیا ده. په مجموع کي ویلای سو چي د کندهار روغتیايي سکټور د پخوا په پرتله ښه سوی، مګر دلته چي په تېرو ۱۶ کلونو کي څومره امکانات راغلي د هغو په پرتله هم کم دي او هم غیر معیاري. دا مهال تر ټولو لویه اړتیا د کیفیت سمولو ته ده، ځکه بي کیفیته روغتیايي خدمات پخپله د روغتیايي ستونزو د ډېرېدو لامل ګرزي چي په دې ډول به روغتیايي مشکلات د کمېدو پر ځای نور ډېر سي. همدا اوس داسی ډېري بیلګي سته چي ګڼ کسان د بي کیفیته درملو د کارونې او نااهله ډاکټرانو د تداوي له کبله شدید ناروغان سوي او ان له مرګ سره مخ سوي دي. سمه ده چي دلته به د ډاکټرانو او روغتیايي خدماتو شمېر په ښار کي ډېر سوی وي، خو کیفیت یې ډېر ټیټ دی او په لیرو پرتو سیمو کي یې هم کیفیت خراب دی او هم کمیت. اوسمهال باید پر کیفیت او کمیت یو ځای کار وسي.

عبدالوارث احمدزى، مدني فعال

درمل هغه څه دي چي موږ ټول يي د ناروغیو پر مهال ضرورت ورته لرو یا یې پخپله اخلو او یا یې هم ډاکټران راته د ناروغۍ مطابق درمل اخیستلو توصیه راته کوي. درمل کندهار ته تر ډېري اندازې پوري د پاکستان ، ایران او هند هیوادونو څخه واردېږي او تر ډېري اندازې پوري درمل د کندهار ولایت څخه نورو ولایتونو ته هم استول کېږی. هیوادوال مو د ناروغۍ په وخت کي ډېر درمل استعمالوي، یو خو اکثره خلک مو د ډاکټر د توصیې پرته هم درمل استعمالوي، په ځانګړي ډول د مکروب ضد درمل، ځیني ډاکټران چي د درملو د کمپنیو سره اړیکي لري کله چه ناروغ مراجعه ورته وکړي په نسخې کي دوه درې ډوله د مکروب ضد درمل ورته لیکلي وي چي هغه ناروغان نسي کولای چي ځان ته یې معلومه کړي چي کوم درمل واخلي هغوى ټوله درمل اخلي او بیا وروسته که چېري د یوې کمپنۍ درمل لږ ښه کیفیت ولري، لږ ښه تاثیر به ورباندي وکړي، خو د بلي کمپنۍ درمل چه بې کیفیته وي هغه ډېر بد تاثیر ورباندي وکړي چي په پای کي یې ناروغي نوره هم ډېره سي.

عبدالوارث احمدزى

عبدالوارث احمدزى

خراب او بې کیفیته درمل انسان له مرګه سره مخ کوي، ځیني وختونه ناروغانو ته ځیني ډاکټران د خپلو درملو په خاطر چي د کومي کمپنۍ سره تماس لري ناروغانو ته د لږ درملو پر ځای ډېر درمل هم ورکوي چي له یوې خوا عمومًا د انسان لپاره ډېر درمل ډېر سخت تاوانونه لري او له بل پلوه د بې کیفیته درملو اغیز هم د ناروغۍ په مخنیوي کې لږ وي بې کیفیته درمل د ناروغه انسان لپار زهر دي . دلته په کندهار کې عمومي ستونزه همدا ده چه کیفیت لرونکی درمل ډیر لږ دي تر ډیره اندازه پوری ناروغان کله چه ډاکټرانو ته مراجعه کوي اکثره یې چه د درملو په خوړلو سره نه روغیږی علت یې همدا دی چه درمل بې کیفیته دي . په دا وروستیو کې ډیر افغانان خصوصا کندهاریان کله چه په کندهار کې د ډیرو ډاکټرانو نسخې ورته کومه نتیجه ور نه کړي نو همسایه هیواد هندوستان ته د تداوي لپاره ولاړ شي هلته یې ډیره ښه تداوي وسي ځکه هلته د هغوى د درملو کیفیت ښه وي په څو پاکټه درملو مریض روغ رمټ شي.کله چي درمل بې کیفیته وي، درمل بې اغېزې وي او د ناروغیو د اوږدېدو او حتا د مړیني سبب کېږي، مکروبونه د درملو په ړاندي مقاومت پیدا کوي او مکروبونه نور هم ډېرېږي، په ډاکټرانو د خلګو اعتماد له منځه ځي. که چېري په عمومي توګه ټول ډاکټران مو ناروغانو ته د هغو کمپنیو درمل په نسخه کي ورته ولیکي کوم چي ښه کیفیت لري، نو د دا ستونزو کچه به ټیټه سي او زموږ د خلګو به پر ډاکټرانو اعتماد هم ډېر شي او نورو هیوادونو ته د تګ څخه به هم خلاص وي .

ګل احمد کمين، مدني فعال

قریب څلور لسیزي مخکي په کندهار کي د میرویس روغتون چي په چینایي شفاخانه مشهور دئ صرف د کندهار ولایت لپاره داسي جوړ سو چي د اوس په پرتله پکښي ډېر کم خلګ استوګن وو، د ۴۰ کلو په تېرېدو سره د کندهار ښار نفوس د پخوا په پرتله څو چنده ډېر سوی دئ، خو روغتون پر هم هغه حالت پاته دئ، د دې تر څنګ د نوموړي روغتون څخه زابل، هلمند او ارزګان هم کار اخلي، چي په هیڅ صورت بسنه نه کوي. د همدې مهم او مرکزي روغتون سره د سره صلیب نړیواله اداره صحي مرستي کوي، خو مرکزي دولت يې د خدماتو د پراختیا په اړه هیڅ پلان نلري. په کلو او لیرو پرتو سیمو کي صحي خدمات یا نسته او یا په دمره ټیټه سطحه دي چي ورڅخه استفاده نسي کیدای.

ګل احمد کمين

ګل احمد کمين

ددې ترڅنګ یوه لویه ستونزه د بې کیفیته درملو ده، په ډیر تاسف سره زموږ یوه لویه برخه سوداګر زهر د درملو په پوښ کي خپل هیواد او خپلو خلګو ته راوړي، او په دې کار کي ځني ډاکتران چي موخه یې سوداګري ده مرسته کوي، تجاران کوښښ کوي سوداګر ډاکتران وهڅوي چي په لنډ وخت کي زیاته اندازه درمل وپلوري او په بدل کي ورته یوه اندازه پېسي ورکوي. په کندهار کي ډیر کم داسي د ادویې شرکتونه سته چي په لوړ کیفیت او سټنډرډ شکر درمل وارد وي، او تر څنګ يې د لوړ احساس لرونکي ډاکتران چي شمیر یې محدود دئ، کوښښ کوي په ښه ډول درملنه وکړي خو د معیاري لابراتوار نه شتون د هغوۍ خدمات هم محدود کړي دئ. ددې ستویزو ښه حل لاره داسي کیدای سي چي د کندهار ولس ، ځوانان ، سیاستوال او د صحي برخي کارکونکي په ګډه سره کار وکړي، که چیري ځوانان د خلګو د عامه پوهاوي په برخه کي کار وکړي ډیر به ښه وي تر څو خلګ د ناروغه کیدو څخه مخکي موتوجه کړي او خپل نظافت او چاپیریال ته ځیر سي، د کندهار سیاسي مشران کولای سي چي د مرکزي دولت توجه دې ستونزي ته را واړوي تر څو په لوی کندهار کي په هر ښار ( زابل، هلمند او ارزګان ) کي لوي او معیاري روغتونونه جوړ کړي تر څو د لوی کندهار ټول ولس د صحي خدماتو څخه برخمن سي تر څنګ به يې د کندهار پر میرویس روغتون کاري بوج را کم سي او کیفیت به یې ښه سي.

رازمل زمان، ليکوال او ژورنالیست

د مرګ سوداګر، مخکي کلونه به مو د ځينو شنونکو له دې نظريې سره خورا سخت اختلاف درلود، چي ویل به یې د امپریالیزم اقتصادي نظام کي د آزاد بازار ډالۍ د ولس ژوند ته ګواښوونکې ده. خو اوس چي د آزاد بازار په نوم د مرګ سوداګر په پراخ مټ سوداوې کوي، نو پر خپل اختلاف یو ډول پښېماني راځي. په دولت کي د اداري فساد له پراخ شتون او د خصوصي سکتور چي له دا آزاد بازار له نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې، د دې بې دفاع ولس له ژوند سره لوبي کوي او خورا د اندېښنې وړ خبره ده. د دې لپاره چي خبره مي بل لوري ته نه وي کش کړې اصلي موضوع ته راځم:

رازمل زمان

رازمل زمان

د کندهار او د هيواد د پلازمېني په ګډون د هيواد په نورو ګڼو ولایتونو کي د درملو د شرکتونو له له لوري له ډاکټرانو او درمل پلورونکو سره په ټاکلي وخت کي له ټاکلي کچي د ډېر درملو د پلورلو په بدل کي د ځانګړي امتیازاتو منل اوس کومه پټه خبره نه ده. د ډاکټرانو او د درملو بهرنیو بېلابېلو شرکتونو تر منځ اړیکي او عمل د مافیايي کړیو ته ورته او یا هم تر دې ګواښوونکی دی، ځکه ډېری ډاکټران د پیسو پیدا کولو لپاره د یو ناروغ بد حالت ته نه ګوري او زړه نه پرې سوځوي؛ بلکي د دې پر ځای چي یې د اړتیا وړ درمل ورليکلي وي له اړتیا پرته پلنډي ور پر څټ کړي. داسي راپورونه خورا ډېر خپاره شوي، چي د درملو د شرکتونو له لوري یو شمېر ډاکټرانو او درمل پلورونکو ته د زیاتو درملو پلورلو په موخه بېلابېل سهولتونه او امتیازات ورکول کېږي. په دې وروستیو کي مو په ځينو رسنيو کي آن داسي راپورونه هم اورېدلي او لوستي، چي د د رملو شرکتونو له لوري ځيني ډاکټران او درمل پلورونکي له غوښتني سره سم د دوبۍ، سینګاپور او تاجکستان د سیاحتي او عیاشۍ په سفر بیايي او ټولي زمینې ورته برابروي او یا یې د حج او عمرې لپاره سعودي عربستان ته پرته له کومو منډو ترړو بیايي. رسنیو خو آن داسي راپورونه هم خپاره کړي وه، چي د دغو سیاحتي امتیازاتو تر څنګ د ډاکټرانو لپاره د بزنس کارتونو، لوحو، د نخسه لیکلو ځانګړو کتابچو د وړیا چاپ او د ډاکټر یا کلینیک د مشهورتیا لپاره په رسنیو کي د تبلیغاتي اعلانونو خپرول هم د شرکتونو له لوري ورته منل کېږي. د د رملو شرکتونه خپل زهر پر بې وسه او بې کسه افغان ولس باندي مصرفوي او بیا دا ډول ډاکټران د خپل مسلک پر سپېڅلتیا ویاړي هم او د ډاکټرۍ مسلک ورته د ملا تر امامت، د ښوونکي او امنیتي ساتونکي تر دندي هم سپېڅلی ښکاري. په دوی کي یو شمېر یې داسي هم دي، چي تر دغسي ګناهونو وروسته غواړي خپل وجدان د آرامښت لپاره له همدې شرکتونو څخه د حج او عمرې د اسانتیاوو غوښتنه هم کوي. دوی چي کله د دوبۍ، هند او تاجکستان په سفرونو کي له عیاشیو ستړي شي، بیا نو غواړي، چي خپل وجدان د حج یا کربلا په سجدو آرام کړي. جالبه خو دا چي د درملو شرکتونو ډېری استازي (نماینده ګان) په عصري اصطلاح ویزیټوران شیخان ډوله، طالب مزاجه او یو شمېر یې کېدای شي قاريان او حافظان هم وي او په دولت کي دنده ورته حرامه او کفر ښکاري، خو دا ملموسه او په څرګنده حرامه دنده ورته جایزه او ترینه لاسته راتلونکې ګټه ورته د مور د شیدو په څېر حلاله ښکاري، چي د درملو د ډېر خرڅلاو برخه کي دوی هم د ډاکټرانو په څېر مادي او سفري امتیازات لري. البته د خپلي ليکني په وروستۍ برخه کي دا یادونه هم کوم، چي ټول ډاکټران هم د دې ډاکټرانو په څېر نه دي؛ بلکي یو شمېر داسي ډاکټران هم شته، چي خپل سپېڅلي مسلک ته د خپل ایمان په څېر ژمن دي. دا ډول ډاکټرانو بیا خپل وجدانونه نه دي پلورلي او تر ټولو ښه او له سهولتونو ډک ژوند لري، چي عمل او شخصیت ته یې احترام او درناوی په کار دی. په پای کي په دې ټینګار کوم چي د یو شمېر ډاکټرانو دا ډول ناروا مافیايي کړنو څخه مسؤل چارواکي؛ خو یا خبر نه دي او یا د دوی هم په لویه کي له یادو شرکتونو او ډاکټرانو سره لاس دی، چي په دې برخه کي باید تر ټولو مخکي د اوسني نظام په سر ناست ستړی سرکار چي له هر لوري پرې فشار دی جدي پاملرنه وکړي او د دې شومي پدیدې له منځه وړلو برخه کي دي کوټلي ګامونه پورته کړي او دولتي او خصوصي سکتور ته دي جدي پاملرنه وکړي او دواړه دي تر جدي نظارت لاندي راولي. د یو سوکاله، صحتمند او د بشپړي سولي له نعمت څخه برخمن افغانستان په هیله!

احمدنبي نوري، د طب پوهنځۍ محصل

په کندهار کی د روغتیا په اړه ډېر مشکلات سته، خو د پخوا په پرتله اوس ځیني مشکلات حل سوي دي، تقریبا لس کاله مخکي په کندهار کي ډېر لږ متخصصین وو، اوس په سلګونو متخصصین د مختلفو رشتو شتون لري، خو بیا هم هغه اسانتیاوي نسته لکه په نورو هیوادونو کي چي سته او هیوادوال مو د تداوي لپاره نورو بهرنیو ملکونو ته روان وي. په کندهار کي د اعصابو، زړه او داسي نورو مغلقو مریضيو تداوي نه سي کېدلاى، نه تر اوسه د اعصابي جراحي او د قلب جراحي متخصصین شتون لري، که وي هم خو د ګوتو په شمار به وي. په روغتونو کي مو سمه مجهزه ماشینري نسته لکه سیټي سکېن، mriالتراساونډ، جراحي او ارتوپیدي چي ماشینري ته موږ سخت ضرورت لرو، که دا ماشینري دلې په کندهار کي وي، خو هغه رقم نسته لکه نړیوال چي یې استعمالوي، ځيني داسي معاینات په کندهار کي کېږي چي نتیجه یې لاهور یا اسلام آباد ته استول کېږي،

احمدنبي نوري

احمدنبي نوري

د هغه ځاى ډاکټران یې تشخیص کوي بیرته یې کندهار ته رااستوي، نو ضروري دا ده چي اول زموږ دولت داسي ډاکټران وروزي چي د هغو کمی په کندهار کي احساسېږي او روغتونو والا مجهز سامان الات وخپلو روغتونو ته راوړي ترڅنګ یې مسلکي خلګ هم ورسره راوستل سي یا په نورو هیواودنو کي وروزل سي . د درملو کیفیت مو دونده ټیټ دي چي دنورو هیوادونو په یوه پاکټ ګولیو دانسان مشکل حلیږي خو دلته په لسو پاکټونو هم نه حلیږي اساسي مشکل زموږ دتجارانو او دولت بې غوري ده دهغو پاکستاني کمپنیو څخه درمل واردوي چي هغه کمپني هیڅ راجسټر او هیڅ مسلکي نه وي کم درمل چي دپاکستان څخه راځي پاکټ په شل افغانۍ ورکوي خو هغه درمل چي دبل هیواد څخه راځي پاکټ په ۳۰۰ سوه افغانۍ ورکوي نو معلومداره خبره ده چي شل افغانۍ والا درمل هیڅ تاثیر نه کوي ځيني وختونه په کندهار کي مریض ته نسخه ورکوي خو درمل هیڅ تاثیر نه پرکوي کله چي هغه نسخه دبل هیواد څخه ورته راوغواړي سم دستې مثبت تاثیر پرکوي. دولت او تجاران باید دهغو پرمختلوو هیوادونو سره ددرملو قرار داد وکړي چي درمل یې نتیجه ورکړي که درمل نور هم همداسي وه ډېر ژر به داغه درمل دکندهار په خلګو کي خطرناکه جانبي عوارض پیداکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .