په روژه کي د خوراکي توکيو بیي ولي لوړېږي؟

۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۱۱ ب.ظ -

 نورآغا نوراني – د کابل برشنا اخبار مسؤل مدیر

نورآغا نوراني

د نورو اسلامي هیوادونو برعکس، په افغانسان کي د روژې په مبارکه میاشت کي د خوراکي توکيو بيي لوړېږي. زما په نظر، د روژې په مبارکه میاشت کي د خوراکي توکیو تقاضا په بازارونو کي ډېرېږي او عرضه د پخوا په شان وي، ځکه چي هره کورنۍ لږ تر لږه څو ډوله خواړه رانیسي او د روژه ماتي لپاره یې پخوي. افغان سوداګر د روژې د مبارکي میاشتي د رارسېدو لپاره کوم ځانګړی پلان نه لري، چي په ډېره کچه خوراکي توکي راوارد کړي. دوی په دغه میاشت کي هم په عادي ډول خپل توکي راواردوي. دا چي په دې میاشت کي د خوراکي توکیو بیي ولي دومره لوړېږي، دوه لاملونه لري: یو دا چي که چېري سوداګر بازار ته په ډېره کچه خوراکي توکي راوارد کړي، نو د عامو خلکو ګټه پکي ډېرېږي، خو سوداګر پکي په کمه اندازه ګټه ترلاسه کوي. بل دا که چېري سوداګر لږ توکي راوارد کړي، نو کمه مالیه او ټکس پرې راځي. خو که په یو ځل ډېر خوراکي توکي راوارد کړي، بیا پرې ډېره مالیه او ټکس راځي، نو د همدې لپاره په کمه اندازه خوراکي توکي راواردوي. يوه بله خبره دا هم کېدای شي، چي په روژه کي هټيوال ټوله ورځ کار نه کوي، د سهار نه اکثره هټۍ بندي وي، یواځي له غرمې څخه خپلي هټۍ خلاصوي، نو هغه ګټه چي نوموړي هټيوال د سهار نه نه وي ترلاسه کړې، ماپښین یا مازدیګر يې له پېرېدونکو څخه اخلي او خپل توکي په لوړه بیه پر خلکو پلوري او خلک هم اړ وي، چي رایې نیسي.

 

سباؤن ځواک – د ځوان ټولنیز بنسټ غړی

سباوون ځواک

دا چي د روژې مبارکه مياشت کي بايد د خوراکي توکيو په نرخونو کي ټيټوالی راشي، تر څو بېوزله او غريب خلک هم ځانته ښه ماښامنۍ تياره کړي، خو برعکس زموږ ټولنه چي اسلامي ده په دې مبارکه مياشت کي د خوراکي توکيو نرخونه لوړېږي. د لوړېدو له لاملونو څخه يو يې د ښاروالۍ له لوري پر نرخو باندې نه کنټرول دی. په دې مياشت کي د توکيو مصرف زيات وي، دوکانداران کوښښ کوي، چي ډېره ګټه لاس ته راوړي. بازار کي تقاضا لوړېږي او عرضه کوونکي د دې موقعې څخه په استفادې د خلکو د مجبوريت نه فايده اخلي او نرخونه لوړوي. بله دا چي د توکيو مارکېټ انحصاري او د څو افرادو په لاس کي دی، د حکومت د بې توجيې او نه کنټرول له وجهي تجاران نرخونه لوړوي.

 

نويد بشردوست – د ښار يو تن اوسېدونکى

بشردوست

هر کال د روژې د مبارکي میاشتي په رارسېدو سره د خوراکي شیانو نرخونه زیاتېږي، چي دا يو غټ مشکل دي، چي هر کال زموږ ښاريان ورسره مخ وي او حکومت هم هیڅ پام ورته نه کوي. سږ کال هم د نورو کلونو په څېر د خوراکي او غیرخوراکي شیانو دواړو نرخونه لوړ سوي دي. مخکي چي به یو شی په پنځوس افغانۍ و، هغه اوس اتیا یا سلو افغانیو ته رسېدلی دی. په ښارونو کي حکومت هم سته، ښاروالۍ هم سته، خو دغه مشکل لا پر خپل ځای پاته دی. روژه د رحمت او برکت میاشت ده، ټول خلک باید د غریبانو او بېوزلو خلکو حالت ته پاملرنه وکړي، خو زموږ دوکانداران انصاف نه لري، دوی په روژه کي د خپلي ګټي په غم کي وي او د شیانو نرخونه لوړوي، چي دا د اسلام د مبارک دین له نظره، غټه بې انصافي ده. په نوره دنیا کي په روژه کي شیان ارزانه کېږي، خو دلته ګرانېږي، چي حکومت او په خاص ډول ښاروالۍ باید دغه مشکل جدي وبولي. دوی نرخنامې لري، خو تطبیقوي یې نه، پوښتنه نه کوي، چي دوکانداران د دوی په نرخ شیان ورکوي، که په خپل زړه نرخ ټاکي، موږ دا هیله کوو چي حکومت لږ خپله توجه زیات کړي، پر دوکاندارانو وګرځي او هغه څوک چي په لوړ نرخ شیان خرڅوي، هغه مجازات کړي، دوکان یې وربند کړي، تر څو نور خلک د دوی نرخنامه مراعت کړي. دا چي د افغانستان اکثره خلک غریب او بېوزله دي، نو مو له ټولو شتمنو هیوادوالو هیله ده، چي په دغه روژه کي له غریبانو سره مرسته وکړي، تر څو هغوی د ځان او کورنۍ لپاره روژه ماتي واخلي او دوکانداران هم باید رحم وکړي او شیان ګران خرڅ نه کړي.

 

محمدانور افغان فعاله ځوان

افغان

دا چي ولي په روژه کي قيمتونه لوړېږي ډېره مهمه پوښتنه ده، چي د عامه ميډيا فهم يې ځان ته رااړولی، د کال په ټولو برخو کي يواځينی وخت روژه ده، چي په کي قيمتونه ډېر زيات لوړېږي، د دې مشکل هم دا دی، چي په دې وخت کي عرضه ډېره لوړېږي، هر شخص که هغه غريب وي، يا شتمن، په روژه کي د ځان لپاره هغه څه چي د کال په اوږدو کي يې ګټلي، په همدې روژه کي يې مصرفوي، نو دوکانداران هم داسي فکر لري، چي همدا د دوی د موقع وخت دی، نو ځکه قيمتونه د ځمکي نه اسمان ته خېژوي، خو اصلاً داسي نه ده او نه دا د موقع وخت دی، ځکه چي روژه هغه مياشت ده، چي په کي بايد هر مسلمان د خپل ناتوان ورور سره مرسته وکړي، نه دا چي هغه ته تاوان واړوي، الله ج هم په دې مبارکه مياست کي مسلمانان مکلف ګرځولي دي، چي د بل مسلمان ورور سره همکاري وکړي، لاسنيوی يې وکړي، نه يوازي دا چي مسلمانان په روژه کي بايد يو د بل لاسنيوی وکړي، بلکي پر مسلمان لازمه ده، چي هر وخت د خپل مسلمان ورور لاسنيوی وکړي، خو اما دوکانداران نور وختونه خو يې پرېږده، په روژه کي د خپل مسلمان ورور د اولاد وينه زبېښي، چي دا د انسانيت له نظره، د بشريت له نظره، ناروا عمل دی، چي يو څوک د دې پاکي مياشتي په رارسېدو باندي، چي هر شخص په دې مبارکه مياشت کي اړتياوي زياتي لري او تقاضا زياته وي، نو دی دا موقع د ځان لپاره غنيمت وګڼي او قيمتونه لوړ وخېژوي، روژه د فيض او برکت هغه مياشت ده، چي هر مسلمان ته الله ج په کي د رزق دروازې خلاصي کړي دي او په دې مياشت کي د هر څه تله د انصاف په لاس کي ورکول د رزق د پراختيا سبب ګرځي. که يو شخص هر څومره قيمتونه جګ کړي، خو الله ج د نوموړي په رزق کي بيا هم پراخي نه اچوي، بلکي نور يې هم کموي، خو که له چا پوښتنه وکړې، چي په دې وخت کي دا قيمتونه ولي دومره لوړ خېژوې، نو د نوموړي جواب به دا وي، چي دا خو نو زموږ د کال د سېزن وخت دی، دا وخت نو موږ د دوکان کرايه هم برابروو، نو دا ډول اشخاص يې د الله ج د دربار څخ نه، بلکي د بنده د دربار څخه غواړي، په روژه کي د قيمتونو د لوړېدو د موضوع علتونه ډېر زيات دي، خو عمده علت يې د تقاضا لوړوالی دی، چي خلک اړتيا زياته لري او مقابل طرف ورنه استفاده کوي.

 

صفت الله ساروان – د لښکرګاه اوسېدونکی

ساروان

په روژه کي د خوراکي توکيو د بیي لوړوالی بېلابېل علتونه لري: په غربي نړۍ کي غیرمسلمانان د روژې د احترام په خاطر، د مسلمانانو لپاره د خوراکي توکيو بیي نیم قیمت ته راټیټوي، خو په اسلامي نړۍ کي برعکس، د روژې مبارکه میاشت د مارکېټینګ میاشت ده. افغانستان او بیا په هلمند کي د روژې په مبارک میاشت کي د خوراکي او غیرخوراکي توکيو بیي په بې ساري ډول لوړېږي. زه فکر کوم، یو لامل یې د ښاروالۍ له لوري د نرخونو او بازار پر وخت نه کنټرولول دی. دوهم لامل یې دا دی، چي د روژې په میاشت کي هر څوک، که شتمن وي، یا غریب هڅه کوي، چي په ټول توان ښه روژه ماتی جوړ کړي، یاني تقاضا ډېره وي، بل علت یې د پانګوالو او دهقانانو ناانصافي ده، چي په دې میاشت کي هر شی درې برابره ګران پلوري. خو له بده مرغه زموږ نږدې ۹۰ سلنه خلک د اقتصادي انزوا سره مخ دي او ۸۵ سلنه خلک مو د فقر تر چړې لاندي ژوند کوي، چي دوی ته د دې لګښتونو پرې کول ډېر ستونزمن دي. په کار دا ده، چي لومړی خلک له انصافه کارواخلي او دوهم ښاروالي بازار کنټرول کړي.

محمود ابراهيمي – د هلمند اوسېدونکی

ابراهیمي

دا هر څه په هغه سیمو کي کېږي، چي هلته جنګونه وي، ناامني وي، د تجارت سره نابلدتیا وي او یواځي د تجارانو پر پیسو تکیه وي. نو د روژې مبارکي میاشت، چي کله راسي د توکیو قیمت زیات سي. بل د روژې په میاشت کي تقاضا زیاته سي، نو دوکانداران قیمت لوړ کړي. کله چي تقاضا زیاته سي او عرضه کمه سي، نو بیه لوړېږي. خو بعضي وخت نه عرضه زیاته وي او نه تقاضا، خو بیا هم بیه لوړه وي، دا هغه حالت دی، چي د دوکاندار یا تجار یواځي د خپل جېب په غم کي وي، نه د ولس، نه د اسلام او نه هم د انسانیت احترام لري، دا هغه حالت وي، چي الله ج له خپلو بنده ګانو څخه ناراضه وي. دغه راز دي ښاروالۍ هم په دې برخه کي خپل مسؤليت ادا کړي، که ښاروالي په سمه توګه نظارت وکړي او هټيوالو ته خپل نرخونه ورکړي، بيا بيا يې وڅاري، نو دا ستونزه به هواره سي. الله ج دي زموږ ټولو مسلمانانو څخه راضي اوسي او الله ج دي زموږ تجارانو ته انصاف ور وښیي، چي د روژې مبارکي میاشتي په خاطر، مناسبه ګټه وکړي.

(2)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .