په روژه کې د ام د جوس ګټې

۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۰۹ ق.ظ -

حميدالله حميدي

ام د ټولو مېوو پاچا بلل کېږي. ام د تودو او استوایي سیمو مېوه ده چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي. ام د بتاکاروټن، وېټامین اې، وېټامین سي او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. نیم ام د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دی چې ۷۰ کالوري انرژي لري.

د ام یو ګیلاس یخ جوس څښل په روژه ماتي کې په طبيعي ډول ستاسو بدن د انرژۍ له اړخه پر ځان بسیا کوي چې عمده علت یې هم په ام کې  په ډېره پیمانه د فرکتوز شتون دی. دا چې ام په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فرکتوز لري، نو پر دې اساس د هغه غوړینو او کلکو غذایي موادو په هضم کې هم ډېره مرسته کوي، کوم چې د فایبر د نه شتون له امله په معده او هاضمي سیستم کې د ډېرو خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

PineappleMango-main-860x380

له روژه ماتي وروسته د ام د جوسو څښل د خېټې درد، د معدې پړسوب او دغه راز په لویو کولمو کې د ګازو د تولید مخه نیسي.

پاملرنه: هغه کسان چې ګرم طبيعته دي، په زیاته اندازه د ام کارول ورته مضر دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .