په روژه کې د بيوزلو لاس نيوى وکړئ

۲۸ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۴۹ ب.ظ -

لیکنه : زرداد شينوارى

الله تعالی په خپل لوی حکمت سره د خیر لارې يې د بشریت د سعادت او نیکمرغۍ لپاره پرانیستي دي. یو له دغو ډاليو څخه، د روژې مبارکې مياشتې روژه ده چې له شک څخه پرته په دې مياشت کې چې له ښيګڼو او برکت څخه ډکه، د نفس د تزکيې او باطنې پاکوالي سربیره د الله تعالی په وړاندې عبادت دی.

په دې میاشت کې د انسان اخلاقي، ټولنيز اړخونه او هم د هغه معنویت روزل کيږي او د مسلمانانو تر منځ د ترحم، عاطفې، همغږۍ او خواخوږۍ روحیه رامنځته کيږي.

روژه لرونکی کس، په ځانګړي توګه هغه شتمن چې د ایمان او صداقت له مخې روژه ولري؛ هغه مهال چې ولږه او تنده احساس کړي، د بيوزلو او ناتوانو کسانو حالت ته يې پام را اوړي.

د بيوزلو او ناتوانو کسانو د درد احساسول په حقیقت کې د الله تعالی او نبي کریم صلی الله علیه وسلم اوامرو ته غاړه ایښودل او له هغوی څخه اطاعت کول دي. د بيوزلو لاس نیوی او محتاجو کسانو سره مرسته ددې میاشتې د فضایلو درک کول دي، ځکه دا میاشت، بيوزلو ته د مرستې میاشت ده. همدارنګه د عبادت د قبلیدو لپاره، غوره ده ترټولو لنډې او اغيزمنې لارې ولټوو چې یو له دغو لارو څخه د خدای مخلوق ته خدمت دی. له بلې خوا؛ بیوزلو ته مرسته د اسلامي عدالت له مظاهرو څخه دي او دا عمل د اسلامي ټولنې د ستنو د ټینگښت لامل.

نن ورځ ښه فرصت دئ چي دا کار وکړو ، د خپل ورور لاس ونيسو ، د خپل ورور غم و خورو، د خپل ورور مشکل حال کوو، د خپل ورور په مشکل ځان خبر کړو او د هغه هره ستونزه د ځان ستونزه وبولو ، ځکه روژه دبرکتونو میاشت ده موږ باید هڅه وکړو ترڅو په دې میاشت کي ثوابونه خپل کوو ، په دې میاشت کي بېوزلو ، محتاجو او اړمنو کسانو او کورنيو ته صدقه یا خیرات ورکړو ، ځکه صدقه او خيرات له غوره عبادتونو څخه ګڼل کیږي او د لله د رضاء د لاسته راوړو سبب ګرځي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: په پټه خیرات کول د الله د غضب مخه نیسي.(صحیح بخاري).

په بل حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي ” الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار” ( ترمذي ) یعني خیرات کول ګناهونه داسي محوه کوي لکه اوبه چې اور .

زید بن خالد رضی الله عنه وايې رسول اللهﷺ فرمایلي دی: هغه څوک چه یو روژه دار ته روژه ماتی ورکړی ددی کس اجر هم د هغه روژه دار هومره دی بغیر د کوم کموالی نه) ترمذی

ddddddd

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .