په زور واکو را الوتی طوفان

۲۱ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۵۴ ق.ظ -
 
لیکوال: فهیم همت
د مخیکني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په حکومت کې زور واکي د نړیوالو په مرستو دومره وپړسېدل چې اوس یې په اسانه راپرځول دومره سخت دي چې مبارزه ورسره یو بله جګړه غواړي. د زور واکۍ پړسېدلی میراث د مضرو مصلتونو له امله دومره په اوج کې دی چې نور د افغانستان کړېدلی ولس نه د باج لپاره څه لري او نه هم د زغم او صبر لپاره څه پاتې دي چې هرې ناروا ته غاړه کېږدي. د قانون په نه پلي کېدو سره ډېر فرصتونه له لاسه وتلي دي چې اوس د دې فرصتونو د جبران لپاره ولسمشر محمد اشرف غني د زور واکو غاړې ته لاس اوږد کړ چې د ټولو خلکو اساسي غوښتنه وه. لومړی خو هېچا فکر نه کاوه چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم دې څوک محکمه کړي او یا هغه ته دې د دوسې د پرانستې جرت ولري خو دا کار ټولو ولیده چې جنرال دوستم له ټول زور سره سره اوس هم هېواد ته نه شي راتلی او له هېواد بهر ترکیه کې تبعید دی. د هغه لس ساتونکي چې د جنرال دوستم د قضې شریکان دي اوس په زندان کې د پلټنو لاندې دي چې په ځینو یې قید ختلی دی. دویم : د بلخ پخواني والی عطامحمد نور چې یوه نیمه لسیزه په بلخ واکمن وه هېچا پرې زور بر نه وه چې له دندې یې ګوښه کړي او د بلخ عواید ملي بودیبحې ته شامل شي خو ولسمشر غني دا طلسم مات کړ. عطامحمد نور پخوانی زور چې ځان یې د بلخ دیکتاتور باله اوس په کور ناست دی او څوک یې په خوله پیاز هم نه سپینوي. له دې ور اخوا د فساد په برخه کې په لومړي ځل محکمې ته لوړ پوړي چارواکي ور وپېژندل شول چې په دې کې جنرالان، وزیران، والیان او قومندنان شامل دي داسې کسان چې ځانونه یې د قانون پورته بلل خو نن ورځ په زندان کې دي او ډېر نور له دندو ګوښه شوي دي. یوه تازه بېلګه یې د مخابراتو مخکینی وزیر عبدالرزاق وحیدي ده چې تېره اونۍ محکمې ته را وغوښتل شو او دوسیه یې اوس هم د څېړلو لپاره د سترې محکمې پرمېز پرته ده او تحقیقات ترې روان دي. دا اوس لوی څارنوالۍ سره د نږدې ۶۱ وکیلانو دوسې شته چې د قانون څخه یې سرغړونې کړي دي. په شمال کې د ازبک زور واکي قیصاري نیونه چې دغلته په بشري سرغړونو تور نه دی او په خلکو یې ظلمونه کړي دي اوس د افغان حکومت په ولکه کې دی چې حساب او کتاب لپاره ترې څېړنې کېږي. په ولسي جرګه کې د فوزې کوفي ورور چې په ناقانونه قاچاق کې ښکیل دی په لومړي ځل د پلټونو لاندې راغی . له دې وروسته باور لرم چې په ارزګان کې د حکیم شجاعي په اړه هم یوه پرېکړه وشي چې کابل ته یې لاس نیولی را ولي. له دې وروسته ښایي، د هغو سیاسي څېرو په اړه هم اقدامات وشي چې د اصلاحاتو په پلمه ملي ګټې له ننګونو سره مخ کوي. دا ټول اوچت شوي ګامونه ټول هیله بښوونکي دي چې افغانان په کې خپله راتلونکې ښه لیدی شي. اوس چې په زور واکو او مافیایي کړۍ ولکه راتنګه شوې او حکومت د ولس د پراخ ملاتړ څخه برخمن شوی په نسبي توګه امن احساس کېږي، لاقل خلک پوه شوي چې د هر کار لپاره له دې وروسته حساب شته. دا په تېرو ۱۷ کلونو کې افغانانو ته د خوښۍ ښه زیري وه چې حکومت د زور واکو نیونه او له هغوی سره حساب خپل لومړیتوب ګرځولی دی. له حکومت تمه  داده چې د زور واکو شاه پرې نه ږدي او هغه کسان چې نیول شوي په بشري سرغړونو کې ښکیل دي تر کلک فشار لاندې را ولي او د کلونو حساب کتاب ور سره وکړي. دا لار د قانون حاکمیت لپاره په ګټه ده او بله لور ته به د حکومت باور په خلکو کې پراخ شي.   خو دا کار هغه وخت لا شونی دی چې خلک د حکومت په خوا کې ودریږي او حکومت د ولس غوښتنو ته غاړه کېږدي. دا پرمختګونه په داسې حال کې را روان دي چې له یو اړخه اوس نړیوالې ټولنې درک کړې د دوی میلونونه پیسې په افغانستان کې سمې نه دي لګول شوي او له دې وروسته له حکومت پرته په اشخاصو او ډلو باور نه کوي. نړیوالو هیله او تمه داده چې د زور واکو د نیونې په برخه کې د غني له حکومت سره  خپل سیاسي ملاتړ ډېر کړي. یو خوبه یې د قانوني له ټینګښت سره مرسته کړې وي او بل پلوه به یې خپله دا ادعا‌ء عملي ثابته کړې وې چې دوی افغانستان ته د ثبات او قانون حاکمیت لپاره د افغانانو سره مرسته کوي. په همدې هیله . لیکوال ۱  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .