په لومړي ځل افغان او هند کرېکټ ملي لوبډلې ټيسټ لوبه کوي

۲۰ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۱۱ ب.ظ -

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر وايي، نزدې راتلونکي کې افغان او هند کرېکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره ټيسټ لوبه کوي.

عاطف مشعل رسنيو ته ويلي دي، د لوبې ځای او وخت به د يو ګډ کنفرانس له لارې په ډاګه شي.

_99153927_gettyimages-520597088

د ښاغلي مشعل په خبره، د افغانستان کرېکټ بورډ له تېرو شاوخوا دوو میاشتو په دې لټه کې و چې د هندوستان له لوبډلې سره ټېسټ لوبه وکړي.

د نوموړي په ټکیو، له نیکه مرغه د هندوستان د کرېکټ بورډ (BCCI) په کلنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر ټېسټ لوبه هوکړه شوې ده.

د هندوستان د کرېکټ بورډ چارواکی امیتاب چودري د دوشنبې د ډيسمبر ۱۱مه په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، د کرېکټ د نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې له اسټرالیا سره د ټېسټ لوبې سیالي لري، خو د افغانستان او هندوستان تاریخي اړیکو ته په کتو موږ وپتېیله چې د دوی د لومړنۍ ټېسټ لوبې کوربه توب وکړو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .