په لوګر کې څلورو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۵ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۳۱ ب.ظ -

د لوګر سیمه ییز چارواکی وایي چی د مرکز اړوند سیمه کې د ماین چاودنې له امله څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والی ویاند سلیم صالح وايي، چاودنه نن سهار مهال شاوخوا نهه بجې د ولايت د مرکز پل علم اړوند د کمال خېلو په سیمه کې د پولیسو پر رنجر موتر شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي، چې کابل ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

د کمال خېلو د سيمې يو تن اوسېدونکي جاوېد پژواک ته وویل چې په چاودنه کې رېنجر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.

local_police_640x360_bbc_nocredit

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .