په مزارشریف کې د سره صلیب دفتر وتړل شو

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۵۶ ق.ظ -
  سره صليب نړيوالې ادارې په مزارشريف ښار کې د يوې بهرنۍ کارکوونکې تر وژل کېدو وروسته خپل دفتر تړلى دى. پرون د بلخ ولايت يوه معيوب د تومانچې پر ډزو سره د سره صليب په دفتر کې پر يوې هسپانوۍ ډاکترې ډزې وکړې او هغه يې ووژله. په مزارشريف ښار کې د سره صليب د دفتر يوه کارکوونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي پ وويل چې سر له نن څخه د دوى دفتر تړل شوى دى.
  سرچينې زياته کړې، څو پورې چې د دوى د دفتر او کار کوونکو امنيت نه وي ټينګ شوى، د سره صليب فعاليتونه او دفتر به تړلى وي.  
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني  پژواک اژانس ته وويل چې د سره صليب ادارې تر اوسه ورته د امنيت په اړه رسمي شکايت نه دى کړى. هغه زياته کړه: ((دا زموږ د ټولو امنيتي ارګانونو مسووليت دى چې دسره صليب تر څنګ د ټولو کورنيو او بهرنيو ادارو امنيت ټينګ کړو.)) د يادونې ده، سره صليب د جګړې له  قربانيانو  او ټپيانو سره د نورو مرستو تر څنګ په مزارشريف ښار کې معيوبينو ته د مصنوعي لاسونو او پښو جوړولو په برخه کې هم فعاليت کوي.
په مزارشریف کې د سره صلیب دفتر وتړل شو

په مزارشریف کې د سره صلیب دفتر وتړل شو

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .