په نړۍ کي هيڅ کار ناشونى نه دى

۱۴ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۳۴ ق.ظ -
د برياليتوب او وړاندي تلو لپاره هر انسان ته ښـايي چي دا خبره په خپل ذهن کي ځاى پرځاى کړي چي په نړۍ کي هيڅ کار ناشونى نه دى. که چيري کار او موخه معقوله او ممکنه وي، په هلو ځلو سره هرومرو ترسره کيږي. لوى څښتن تعالى چي په دې نړۍ کي هرڅه پيدا کړي دي، د هغه د لاسته راوړلو لپاره يې لاري چاري او اسباب هم پيدا کړي دي. رحمان بابا حمة الله عليه څه ښه ويلي دي: چي غوټې پسي وهې په لاس به درسي چا ويل چي په درياب کي ګوهر نسته انسان په ژوند کي تر هغه وخته پوري نه بريالى کيږي او خپلي موخي ته نه سي رسېدلاى، تر څو چي د ناشوني کلمه له ذهنه ونه باسي. ځکه وايي چي غرکه لوړ دى، لار پرسته. څوک چي غواړي يوه مقام ته ځان ورسوي او په دې لار کي هڅه او زيار ونه باسي، نو دا داسي معنا لري ، لکه د يوه ناشوني شي په لټه کي چي خپل وخت ضايع کوي. ځکه د هلو ځلو او زيار ايستلو پرته د شي لاسته راوړل امکان نه لري. او څوک چي د يوه شي د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوي، هغه به يې هرومرو ترلاسه کړي. يوه نامتو مقوله ده چي وايي: ” من طلب شيئاً وجدَّ، وجَدَ، ومن دَق باباً وَلَجَّ، وَلَجَ “. ژباړه: هر څوک چي د يوه شي په لاسته راوړلو پسي وګرځي او هلي ځلي پسي وکړي، وبه يې مومي. او هر څوک چي د چا دروازه په پرله پسې توګه ور وټکوي، ور ننه به وزي. دا خبره صحيح ده چي د يوې موخي د لاسته راوړلو لپاره به انسان يو ځل د ناکامۍ سره مخامخ سي، دوه ځله به مخامخ سي ، درې ځله به مخامخ سي، خو څلورم ځل هرومرو پکښي بريالى کيږي. د علامه تفتازاني رحمة الله عليه په اړه راغلي دي: ” دى د زده کړي په لومړيو وختونو کي ډېرکمزورى وو. د عضد الدين په درسي حلقه کي تر ده غبي زده کوونکى نه وو. خو ده به د علم د لاسته راوړلو لپاره ډېره هڅه کوله. ډېر کتابونه به يې مطالعه کول. يوه شپه دى يو سړى په خوب و ويني، چي ورته وايي: زما سره د تفريح کولو لپاره راځه. دى ورته و وايي: زه تر ډېرو هلو ځلو وروسته هم درس نه سم زده کولاى، نو ستا سره تفريح کولو ته څنګه ولاړ سم؟ هغه سړى ولاړ سي، تر څه مودې وروسته بيا ورته راسي او هغه هيله ځني وکړي. خو دى بيا له تلو څخه انکار وکړي. درېيم ځل چي بيا هغه ورته راسي، نو و وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم ته غوښتى يې.کله چي دى دا خبره واوري، نو ژر پورته سي او لڅي پښې د هغه سره رهي سي. دوى له ښار څخه دباندي ولاړ سي.که ګوري چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپلو صحابه وو سره د يوې غټي وني تر سيوري لاندي ناست دى. رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته و وايي: ما څو ځله ته را وغوښتې، خو ته رانه غلې؟ هغه ورته و وايي: اى رسول الله! زه نه پوهېدم چي تاسي ما غواړئ. بيا دى رسول الله صلي الله عليه وسلم ته د خپل ذهن د کمزورۍ په اړه يادونه وکړي. رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايي: خپله خوله خلاصه کړه. رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلي ناړي د هغه په خوله کي ورتو کړي او هغه ته دعا وکړي. د دې سره سم لوى څښتن هغه ته ذهانت ورکړي.تر دې وروسته کله چي دى خپل استاد ته ورسي، نو هلته څو مسئلې ورته حل کړي. نور زده کوونکي د دې په ليدو فکر وکړي چي دا مسئلې به بې معنا او غلطي وي، خو د ده استاد پوه سي او ورته و وايي: اى سعده! نن تا د پخواني سعد څخه ډېرتوپيرکړى دى“. دا هغه کمزورى زده کوونکى وو، چي لوى څښتن وروسته د ده د زحمت او هلو ځلو په نتيجه کي د ده پر مخ د علم دروازه پرانيستل او ده د شپاړسو کالو په عمر” تصريف زنجاني“ کتاب شرح کړ. تر هغه وروسته يې د ”مطول“ په شان ارزښتناک کتاب مطالعه کړ. بيا يې د ”مختصر المعاني“ کتاب ”شرح تلخيص“، ”تلويح“، ”شرح توضيح“، ”شرح عقايد“، ”تهذيب المنطق“ او داسي نور کتابونه شرح او وليکل“. يوه پوه ويلي دي: ” بِقَدر ِمَا تتعَنَّى، تنالُ مَا تتمنى“. ژباړه: ته چي هر څونه تر لاسه کول غواړې ، هغونه به هرومرو تر لاسه کړې. په يوه روايت کي راغلي دي چي امام ابو حنيفه رحمة الله عليه ابو يوسف رحمة الله عليه ته په خطاب کي وفرمايل: ” ته غبي وې، خو ستا هڅو او زيار ته له نورو څخه بېل کړې“. نو اى ځوانه! پاڅه او يو ځل ته هم ځان و ازمايه او په پاک نيت او هلو ځلو سره او زيار سره يوه کار ته لاس واچوه، بيا وګوره چي پايله يې څنګه کيږي؟ —————- یادونه: که غواړئ په ژوند کې بریالیتوبونه تر لاسه کړئ، پرمختګ وکړئ، وړاندي ولاړ سئ او په خپلو موخو کې د آسمان د ستوري په شان وځلیږئ، نو دا ټولګه هرومرو مطالعه کړئ. دا کتاب چاپ شوی، نن ټکی آسیا یې هره ورځ یوه یوه برخه خپلو لوستونکو ته نشروي، تر څو د لا زیاتي استفادې وړ وګرځي، تر اوسه نشر شوي / ټولي برخي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ: غواړم پرمختګ وکړم خو.. لیکواله: ډیوه «همت لور» hope-e1541307902186

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .