په هلمند کې د اوربند او سولې په ویاړمشاعره جوړه شوه 

۳۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۳۹ ق.ظ -

دهلمند ادبي بهیرلخوا د اوربند دغځېدو او سولې په ملاتړد روان (۱۳۹۷) کال دغبرګولي په ۲۷مه ځانګړې مشاعره په داسي حال کي ترسره سوه، چي د مرکزاو ولسواليو لسګونه شاعرانو او ګڼ شمېر د ادب مینه والو ګډون درلود. یاده مشاعره دکلام الله مجید دمبارکو ایتونوپه تلاوت سره پیل سوه. دهلمند د ادبي بهير سیدمحمد حیرت دمشاعري پرانیستونکې وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کي د افغان ولسمشراو طالبانو له مشرتابه څخه د اوسني اوربند له امله مننه وکړه. خو دمنني ترڅنګ يې دجګړې پر ښکېلو غاړو ږغ وکړ، چي یاد اوربند تر هغو وغځوي ترڅو د سولي بين الافغاني مذاکراتو ته زمينه برابره سي.

20180618_215403

همدارازنوموړي وویل: داچي سوله يوه اسلام اوملي وجيبه ده او د ټولني هروګړی مسؤلیت لري چي بايد د سولي لپاره هڅه وکړي اوخپل مسؤلیت په ښه دول ترسره کړي، خو د شاعرانو مسؤليت د عامو خلګو په پرتله زيات دی ځکه شاعر دټولني هنداره ده، څه چي حقيقت وي هغه بايد وښيي، دا چي شعر د احساس او عاطفې زېږنده دی نو طبعي خبره ده چي د اورېدونکو پر احساساتو ژور اغېزه پرېباسي او بل دا چي شعر د پيغام رسولو لپاره یوه ښه وسيله ده شاعران کولای سي د خپل هنر او خوږې ژبي په مرسته د سولي پيغام په اسانۍ سره وليږدوي. ورپسې دمشاعرې لړۍ پیل سوه، چي د مرکز او ولسواليو شاعرانو په يوه سلا په خپلو شعرونو او حماسي ترنمونو کې دهنرپه ژبه دسولي پیغامونو د وړاندي کولوترڅنګ، له حکومت او طالب وسله والو څخه داوسني اوربند د دوام او د دايمي سولې غوښتنې وکړې چې ورته ناستو ګډونوالو يې توده بدرګه وکړه، د مشاعرې په پای کې هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان وويل: د شاعرانو شعرونو سخت اغېزمن کړ او شاعران دي، چې د ملت درد تر ټولو ښه اوپه بې طرفه توګه بيانوي جنرال ياسين خان د حکومت په استازيتوب د سولې او اوربند د دوام غوښتنو ته د لبیک ډاډ ورکړ او هيله يې وښوده، چې وسله وال طالبان به هم د ملت او شاعرانو غوښتنو ته احترام وکړي او وبه يې مني.

یاده مشاعره دشپې ناوخته په هیواد کي دتلپاتي سولي په دعا سره پای ته وسېده

په درنښت

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .