په هيواد پالنه کي د ځوانانو مسؤلیتونه څه دي؟

۲۵ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۲۸ ق.ظ -

حافیظ الله پوپل د کندهار د ځوانانو چارو آمر

popal

که څه هم په هیواد پالنه کي رول د ټولو انسانانو او یا هیوادوالو مهم دی، د ځوانانو، ښځينوو، نارینه وو، سپین ږیرو او کوچنیانو څخه نیولې، تر بل هر چا چي د دې هیواد د آب وهوا څخه استفاده کوی، خو پر نورو لارو چارو سربېره بیا هم ډېر رول وځوانانو ته پکي ورکول کېږی او ډېر رول باید دوی ځکه پکي ادا کړي، چي دوی د نوي او تازه فکر خاوندان دي. په هیواد پالنه کي د هر ځوان رول خورا مهم ځکه دی، چي موږ او تاسي د دغه هیواد په سرمایه، د خوار او غریب او یا که ووایو، په بیت المال روزل سوي او تربیه سوي کسان یو، موږ د دې هیواد د یو اوسېدونکي په حیث دلته مفت تعلیم کړی، د دې هیواد اوبه او نور امکاناتو څخه په وړیا ډول استفاده کوو. نو مسؤلیت مو هم دا دی، چي د خپل هیواد د ملي سرمایې څخه لکه: سړک، امنیتي ځواکونو، عامه تاسیساتو، پارکونو، روغتونو او نورو ځایونو څخه د ښه استفادې، نظافت او ساتنه کي رول ولوبوو، د خپلو خلکو او دولت تر شا ودرېږو. په هیواد پالنه کي د خپلو مشرانو ملاتړ کول، د خپلو امکاناتو مطابق، د سرسبزي په برخه کي همکاري کول او که هغه هم نه سي کولای، نو د ښاروالۍ لخوا د ایښول سوو نیالګیو څخه ساتنه، د یو ځوان لخوا د څو ځوانانو اړایستل او هڅول، تر څو نور هم تعلیم او زده کړو ته وهڅوي، د ښار د امنیت او پرمختګ په موخه لاس سره یو کول او هڅي کول، تر څو ټول د ښه او آرام ژوند څخه برخمن سو. زموږ یو مهم مسؤلیت دا هم دی، چي د دې هیواد دننه او دباندي، چي مو د دې هیواد د امکاناتو څخه په استفاده زده کړي کړي دي، تر نورو ورسوو او نور هم ترې برخمن کړو. داسي ونه کړو، چي د دې امکاناتو مو استفاده کړې، خو بل هیواد ته ولاړ سو، ګټه هم هغو ته ورسوو، ځکه دا یو ډول امانت دی او باید بیرته د دې هیواد ځوانانو ترې برخمن سي، د پارکونو، فابریکو، تعلیمي مرکزونو په جوړولو او داسی نورو کي لازمه همکاری او یا سرمایه ګزاري وکړو.

بسم الله پښتون مل لیکوال او ژباړن

pashtonmal

د هر بل مسؤلیت په څېر په هيواد پالنه کي هم د ځوانانو برخه لویه او درنه ده، که وګورو د هيواد راتلونکي رهبران او مشران همدا ځوانان دي او ځکه یې نو پر وړاندي د دوی مسؤلیت هم د مشرانو او ماشومانو په نبست ستر دی، دوی کولای سي، چي هم خپل هیواد وران کړي او هم یې جوړ کړي، ځکه کاري ځواک ټول له ځوانانو سره دی. که جګړې کوي هم ځوانان دي، که خدمت کوي هم ځوانان دي. د افغانستان غوندي هیوادونو کي، چي د نفوسو ۶۵ فیصده یې ځوانان تشکیلوي، د تعلیم یافته قشر لویه برخه ځوانان دي، په تکنالوژي پوه خلک ځوانان دي او تر ټولو مهم جګړه کوونکي ځوانان دي، د دوی دې ټولنیز، عملي، پوځي او اقتصادي برخو ته په کتو ویلای سو، چي که ځوانان خپل مسؤلیت په سم ډول درک او ترسره کړي، نو زموږ د هیواد موجوده بدمرغۍ او ناخوالي به تر ډېره حده راکمي سي او په راتلونکي کي به موږ هم د نوري نړۍ په څېر د سوله ییز ژوند خاوندان واوسو. ځوانان که د هيواد پالني په اړه خپل مسؤلیت درک نه کړي، تر ټولو زیاته قرباني به هم دوی ورکوي، لکه څنګه چي موږ د فرصتونو په اړه ځوانان یاد کړل، همدا شان ځوانان قرباني هم دي، په جګړو کي تر ټولو زیات یا که ووایم تقریباً ټول دوی وژل کېږي، په نشه يي توکیو اخته کسان هم تقریباً ټول ځوانان دي، د بې روزګارۍ له امله ځوانان ځورېږي، د کورنۍ مسؤلیت د ځوانان پر غاړه او په غیرقانوني ډول هم دوی له هیواده وتلو ته مجبوره کېږي، زندانونه په ځوانانو ډک دي او همداسي ګڼي نوري ناخوالي. اوس نو دا په افغان ځوانانو پوري اړه لري، چي د خپل هیواد او تر دې مهم د خپل ځان په اړه کومه لاره انتخابوي، ښه که بده؟ تر کومه ځایه چي موږ اوس وینو افغان ځوانانو په هغه ډول خپل مسؤلیت د هیواد پالني په برخه کي څومره چي لازم و نه دی ترسره کړی. امنیتي سرتېري دلته مستثنی بولم، خو عامو ځوانانو هم فرصتونه له لاسه ورکړي، هم یې ستونزي زیاتي کړي او زه هیله من یم چي تر دې وروسته به ځوانان له دې حالته ځان وباسي او د ځان، ټولني او هیواد شرایطو، ستونزو او امکاناتو ته په کتو به سمه لاره وټاکي.

 

نجيب الله آزاد مدني فعال

azad

د اتلسمي پېړۍ د فرانسوي قانون پوه او فیلسوف مانټسیکیو د تیوري په اساس: “ځوانان باید سیاسي شعور ولري” دا په دې مانا که چېري د نن ځوانان او د سبا د نسلونو پلورنه غواړي چي د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره هوساه ژوند خپل کړي، نو باید ټولنیز، اقتصادي او سیاسي آزادي ولري او دا هغه مهال شوني دي، چي د نن ځوان حق او باطل وپېژني. سلیقوي برخورد باید له منځه یو سي، هر هغه څوک چي الهي او انساني حقوق یې تر پښو لاندي کړي وي (لکه د جهاد په نوم جنایت او د دېموکراسي په نوم فساد) د هغه په وړاندي ږغ پورته کړي. دوهم دا چي د دین په نوم روان سیاست (که د تراهګر لخوا تپل سوی او یا د مجاهد او یا هم تر دې چتر لاندي چارواکي ممثلین یې تمثیلوي) باید څېړني او فکر ته راسي، چي دا کار یوازي ځوانان نه، بلکي سیاسيون اجرا کولای سي. ځوانان باید پر تحقیقاتو تکیه وکړي، علمي، منطقي او پر روان حالت فکر وکړي، نه هغه څه چي د ده کلي، ملک، ملا او یا هم د ده پلار ورته ویلي. په ټوله کي، د نن ځوان، د نن له عصر په اساس خپله راتلونکې ټاکي، نه په افسانوي او د فساد او منافقته ډک انځور، چي ده ته وړاندي سوی.

شېراحمد صابر د لوی کندهار د ځوانانو د شورا غړی

sabir

په هیواد پالنه کي د ځوانانو مسؤلیتونه خورا ډېر دي، ځوان د ټولني د ملا د تیر په حیث دی، هر ځوان مکلف دی، تر څو ځان د هیواد او د ټولني د خدمت مصدر وګرځوي، ځوان ته په کار ده، چي ځان د ټولني او د هیواد د اوږو بار ونه ګرځوي، په دې ځای کي بیا زموږ دولت هم مکلف دی او باید ځوانانو ته ډېري اسانتیاوي برابري کړي او د هیواد په جوړښت کي باید ځوانانو ته اولیت ورکړي، دا چي زموږ ځوانان زیاتره د تعلیم اوپوهي څخه بې برخي دي، لویه ستونزه د هیواد همدغه ده او دوهمه دا چي زیاتره ځوانان مو کوم چي د پوهي څخه برخمن دي د کارونو د نه شتون له کبله او د دولت د نه پاملرني له کبله پر کور ناست دي او ځای یې نورو بې سوادو او یا هم کوم څوک چي په واسطه راغلي وي، هغو نیولی دی. له دې کبله مو هم زیاتره ځوانان و زده کړو ته زړه نه ښه کوي او پر ځای یې کسب ته اولیت ورکړی دی. دولت ته لازمه ده، چي پر ځوانانو کار وکړي، ځوانانو ته پاملرنه وکړي او هغه ځوانان چي لسانسه وي، د کار غم ورته وخوري او دولتي ادارې مو باید د علمي خلکو څخه ډکي وي. که موږ او تاسي وګورو، په ځينو محدودو ریاستو او ادارو کي یو څه عمر تر مخه ځوانان مقرر سوي دي او فعالیت یې هم ښه سوی دی. که چېري داسي په هره اداره کي مو د پوهي برخمن ځوانانو ته موقع ورکړل سي، نو لېري به نه وي، چي دا هیواد او دا اړ ټولنه به په ډېر لږ وخت کي ډېر پرمختګ وکړي.

 

نثار احساس مدني فعال

ahsas

بلکل لکه څنګه چي ځوانان د ټولني د ملاتیر بلل کېږي، په همغه اندازه ځوانانو ته مسؤلیتونه هم ډېر راجعه کېږي. نو په همدې اساس ویلای سو، چي په هیواد پالنه کي د ځوانانو رول ډېر مهم دی او هر ځوان مسؤلیت لري، چي د هیواد په بیارغونه، پرمختګ، سوله او امن راوستلو کي ډېري هڅي وکړي او په خاص ډول په ملي مسایلو کي. يو ځوان باید هیوادپاله، رښتينی او اخلاص مند واوسي او په خاص ډول هغه ځوانان چي لوستي وي، هغه باید په هیواد پالنه کي تر بل هر چا ډېر مسؤلیت لري او هم کولای سي چي په اساني سره راتلونکي نسلونه زده کړو ته وهڅوي او په هیوادنۍ مینه یې سمبال کړي او همدا ځوانان دي چي کولای سي په هره برخه کي خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او که په ټولو ځوانانو کي د هیواد پالني روحیه پیدا سي او ځوانان مو خپل مسؤلیتونه وپېژني، نو هيوادوال به مو د نورو ناخوالو شاهدان نه وي.

 

عثمان غني مدني فعال

osman

دا چي د ټولني زیاته برخه ځوانان تشکیلوي، نو باید مسولیت یې ھم زیات وي. هو! دا باید ومنو چي ځوان د ټولني تر بل هر فرد زیاته انرژي لري، طاقتوره وي، ځوانان د ټولني مهم ترینه برخه ده، ځوان باید متوجه سي، چي دی خو په ټولنه کي زیات اهمیت لري، په خپل قدر پوه سي او په خپل بدن کي د درلودونکي انرژې په قدر پوه سی، ځوان د ټولني آهم مسؤل کس دی، خو که په خپل موقف پوه سي. د ځوان فکر سالم وي، په بدني لحاظ سالم وي، صحتمنده وي او همدا راز ځوان زیاته حوصله لرونکی وي، نو په همدې لحاظ، هر ځوان باید ځان د خپلي ټولني په وړاندي مسؤل وبولي او د خپل هر کار په مقابل کي د ټولني خیر په نظر کي ولري.

خو! که هر ځوان په شهوت عادت سو، نو وبوله چي نور د ناکامۍ خواته روان سو! که هر ځوان په غفلت عادت سو، نو وبوله چي نور د ناکامۍ خواته روان سو! شهوت او غفلت هغه څه دي، چي د يو ځوان د کامیابۍ په لاره کي خنډ گرځي. لکه څنگه چي ځوان په کور کي ځان مسؤل بولي، نو په ټولنه او هیواد پالنه کي هم همدغسي مسؤلیت لري.

(5)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .