په هېواد کې ١٦ ځنځيريز درملتونونه جوړېږي

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۲۱ ب.ظ -
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د لومړي ځل لپاره د درملو د کيفيت لوړولو، د بې کيفيته درملو د توريد مخنيوي، دندو موندلو او درملو د بيې کنټرول په موخه ځنځيريز درملتونونه جوړوي. د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز نن په کابل کې د (د ځنځيریز درملتونونو د فعاليت اجازې شرطپاڼه) معرفي مراسمو ته وويل چې دغه طرحه د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې له لوري تنظيم شوې، ارګ تاييد کړې او پر بنسټ يې په هېواد کې په راتلونکو پنځلسو کلونو کې ١٦ ځنځيریز درملتونونه جوړېږي. هغه زياته کړه چې له دې ډلې به اووه ځنځيریز درملتونونه د عدل او مساواتو اصل ته پام سره په ټول هېواد کې چې لرې ساحې هم په کې دي، د وګړو شمېر او اړتياوو ته په پام سره په نوي کال کې جوړېږي. د عامې روغتيا وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي زياته کړه: ((د درملتونونو عادلانه وېش، په هر درملتون کې د يوه فارمسيسټ شتون، د ډاکتر له نسخې پرته د درملو د پلور مخنيوى، د ځنځيريز درملتونونو د هر واحد نه مخکې له مخکې د پنځلس ميليونه افغانيو اخيستل، په مناسبه بيه د غوره خدمتونو او درملو وړاندې کول، په هېواد کې د خورا زياتو درمليزو برنډونو مخنيوى، د درملو پر بستو د درملو د بيې درج، د قاچاقي او تقلبي درملو له توريد او لګښت مخنيوى، د درملو د وېش غوره تنظيم او کنټرول او د ملي عوايدو د کچې لوړول د دې شرطپاڼې له عمده مواردو څخه دي.))  
هغه څرګنده کړه چې متقاضيان کولاى شي د راتلونکي کال د غبرګولي تر ٢٢ مې نېټې پورې خپلې پيشنهادي طرحې د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې ته وړاندې کړي.
  د هغه په خبره، د دې شرطپاڼې له مخې هر متقاضي مکلف دى چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ٥٠٠ درملتونونه په ځنځيریز ډول په ټول هېواد کې جوړ کړي. فيروز په ډاګه کړه: ((په انفرادي ډول د هېواد ټولو درملتونونو پلټنه د روغتيايي سکتور لپاره يو ستونزمن او وخت نيوونکى کار دى، د ځنځيريز درملتونونو په جوړولو سره کولى شو چې ټول درملتونونه په ښه ډول وپلټو او دغه طرحه داسې طراحي شوې چې تر هر ځنځير لاندې لږ تر لږه ٥٠٠ درملتونونه (٣٠ سلنه نوي درملتونونه او ٧٠ سلنه شته درملتونونه) تر پوښښ لاندې راولي، د هرې ځنځيرې مسوول به  د درملتون د هر ډول سرغړونې پر وړاندې د عامې روغتيا وزارت ته ځواب وايي.)) د فيروز د معلوماتو له مخې، ټول ځنځيريز درملتونونه به د يوه واحد او پرمختللي سيستم له لوري مديريت او څېړل کېږي، پر دې سربېره به د پرمختللو برېښنايي سيستمونو او مسلکي درمل جوړوونکو په لرلو سره خلکو ته  د نړۍ د معتبرو کمپنيو درمل وړاندې کړي.  
د عامې روغتيا وزير په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې اوسمهال څه باندې ١٤زره درملتونونه په انفرادي ډول چې ځيني يې غير معياري دي، د هېواد په کچه فعاليت کوي، د شمېرو له مخې د هرو لسو زرو کسانو لپاره يو درملتون شته، خو د ځنځيريز درملتونونو په جوړولو سره به د هرو ١٦٠٠ کسانو لپاره يو درملتون رامنځته شي.
  فيروز وويل چې د عامې روغتيا وزارت د درملو او روغتيايي محصولاتو تنظيم د ملي ادارې له جوړېدو وروسته توانېدلي چې د هېواد بازارونو کې د درملو د کنټرول په موخه بنسټيز بدلونونه راولي چې له دې ډلې په مرکز او د هېواد څلورو حوزوي ولايتونو کې د درملو او روغتيايي محصولاتو د کيفيت کنټرول لپاره د معياري لابراتوارونو رامنځته کول، له دوايي تاسيساتو څخه غوره او زياته څارنه او پلټنه، د درملو د قاچاق د مخنيوي په موخه اړوندو سکتورونو ته د طرحې وړاندې کول او همغږي او د درملو د نوعيت او روغتيايي محصولاتو د ثبت پروسې پيلول د يادونې وړ دي. د افغانستان د متشبثينو مشورتي عالي بورډ مديره پلاوي حاجي رحم الدين حاجي اغا د درمليزو توليدوونکو د سکتور په استازولۍ وويل چې اوسمهال په کابل، هرات، کندهار او ننګرهار کې ٢٢ درمل توليدوونکې کارخانې ١٢٢ ډوله درمل توليدوي، خو دولت ترې استفاده نه کوي. نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه: ((دولت داسې کوم فرهنګ نه دى عام کړى چې له داخلي توليداتو کار واخيستل شي، په داسې حال کې چې خپله هم د لوړ کيفيت لرونکي درمل توليدوم.)) د هغه په خبره، سره له دې چې ولسمشر محمد اشرف غني لارښوونه کړې چې کورنيو توليداتو ته دې ٢٥ سلنه لومړيتوب ورکړل شي، خو نه پلي کېږي.   هغه زياته کړه: ((که چېرې دغه شرطپاڼه د مافيا لاس ته ونه لوېږي، موږ ترې ملاتړ کوو؛ ځکه چې د ټولو افغانانو ته په ګټه ده.)) فېروز الدین فېروز    

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .