په ورڼي کې د کوچني د تړلو ګتې

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۹ ق.ظ -

9

لیکوال : ډاکټر وحدت الکوزی

په ورڼي کې د کوچني د تړلو دود له پیړیو راپدیخوا موجود دی، چه علاوه له میندو کوچنی په ولادي روغتونونو کې هم د طبي پرسونل ( نرسان او قابلې) پواسطه له زیږیدلو وروسته تړل کیږي.

پدی کې شک نشته چه د کوچني تړل ډیرې ګټې لري چې له څو مهمو څخه یې په لاندی ډول یادونه کوو.

تړل د کوچني د خوب د اوږدوالي سبب ګرځي:

په نورمال حالت کی یو نوی زیږیدلی کوچنی په یوه شپه او ورځ کی ۱۶ ساعته خوب ته ضرورت لري چه کوچنی نوموړی اندازه خوب په یو ځل نه بلکه په دری اویا څلورو دفعو کی پوره کوی، که چیری کوچنی نه وی تړل شوی نو د لاسونو او پښو حرکات یی د خوب د مغشوش کیدلو سبب ګرځی چه په نتیجه کی کوچنی بی خوبه کیږي. د کوچنی تړل د نوموړو حرکاتو مخنیوی کوی چه په نتیجه کی د کوچنی خوب زیاتیږي.

تړل کوچنی اراموي:

کله چه یو نارامه کوچنی وتړل شی په حیرانوونکی ډول یی ژړا او نارامی کمیږي، تجربو ښودلی چه تړل تر ۴۲٪ پوری د نارامه او ‌ژړیدونکی کوچنی ژړا او نارامی کموي.

تړل د کوچنیانو د ناڅاپی مړینی وقوعات کموي:

په طبیعی ډول په ستونیستغ وضیعت کی څملاستل د کوچنی وجود ته د هوا او اکسیجن په داخلیدو کی مرسته کوی او برعکس په پړمخی وضیعت کی له یوی خوا د هوا اوګازاتو تبادله په سمه توګه صورت نه نیسی اوله بله طرفه د تنفسی لاری د بندش سبب هم ګرځی چه بلاخره د کوچنیانو د ناڅاپه مړینی سبب ګرځي. له تړلو وروسته کوچنی عمومآ په ستونیستغ وضیعت کی پروت وی، له همدی امله یی د پړمخی څملاستلو او بالاخره د ناڅاپی مړینی وقوعات کمیږي.

تړل کوچنی له زخمی کیدلو ساتی:

دخوب په وخت کی د کوچنی د لاسونوحرکات ددی سبب ګرځی چه د خپلو تیرو نوکانو پواسطه خپل مخ اویا پزه غوڅه او زخمی کړی چه تړل ددی نوع زخمونو څخه مخنیوی کوي.

تړل کوچنی تر ډیره حده له غورځیدو او تصادماتو ساتی:

تړل شوی کوچنی ښه نیول کیږی او هم په اسانی له یو ځایه بل ځای ته انتقالیدای شی، که چیری کوچنی نه وی تړل شوی نو له یوی خوا یی په نیولو کی د لاسونو او پښو د بندونو د بی ځایه کیدو او ماتیدو اوله بلی خوا یی د غورځیدو چانس زیاتیږي.

والدینو ته یې ګټی:

کوچنی له تړلو وروسته ارام او ویده کیږی چه د والدینو د نارامۍ او خستګۍ د کموالی سبب ګرځي.

د یادونی وړ ده چه ځنی کوچنیان په ورڼی کی د تړلو څخه راضی نه وي او د تړلو څخه وروسته نارامه کیږي، پداسی وخت کی ضرور نده چه کوچنی وتړل شی ځکه چه پدی حالت کی د کوچنی تړل د هغه د نارامۍ او حتی په راتلونکی کی د روحی تشوشاتو سبب هم کیدای شي.

د کوچنۍ د تړلو په وخت کې باید دا لاندې ټکي هم په نظر کې ونیول شي:

له تړلو وروسته کوچنی په ستونیستغ وضیغت کی واچوی، پړمخی وضیعت د کوچنی د ناڅاپی مړینی سبب ګرځي.

کوچنی ته نازک (نخی یا کتان) لباس واغوندۍ، ګرم اولیلون لرونکی لباس د کوچنی د زیات ګرموالی او ناروغیو سبب ګرځي.

د کوچنی مخ په دسمال اویا کومه بله ټوټه مه بندوۍ ځکه د کوچنی د مخ بندول د مخ د ګرموالی او تنفس د بندش سبب ګرځي.

کوچنی مو له حده زیات ټینګ مه تړۍ ځکه چه د کوچني د زیات ګرموالی، عضلي شخۍ او حتی زړه ته د وینی په رسیدو د اخلال سبب ګرځي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .