په ولایتونو کي د سولي د پرلت خېمې څنګه ارزوی؟

۱۹ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۳۹ ق.ظ -

تاج لودین – سیاسي فعال

TATJ LODIN

په ولایتونو کي د سولي پرلت خېمې هغه ځای چېري، چي ښځینه او نارینه افغانان په ګډه د سولي آواز بدرګه کوي او په جګړه کي ښکېل طرفونه دېته هڅوي، تر څو ډز بندیز وکړي او د سولي خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي. نن سبا د سولي تږو افغانانو ټولي هیلي همدې د سولي خېمو ته دي، په هر ولایت او ځینو ولسوالیو کي د سولي خېمې درېدل او هلته په لویه پېمانه د افغانانو ګډون هم د دې ښه ښکارندويي کوي، چي افغانان له دې خېمو ستري هیلي لري. دا خېمې د سولي لپاره خورا ګټوري دي، ځکه د سولي ولسي ږغ او اراده تمثیلوي او د جګړې ښکېلو غاړو ته له جګړې څخه خپله زړه توري ثابتوي. د دې خېمو دوامداره کول او نوري ولسي غوښتني پراخول ضرور دي. د سولي خېمې باید په هر اړخیزه توګه پیاوړي سي او د ولسي ملاتړ تر څنګ یې په بشپړه توګه د جګړې ښکېلي غاړي هم ملاتړ وکړي او د سولي ږغ ته غاړه کښېږدي. په ټوله کي دا خېمې د دیموکراتیکو مبارزو له پیاوړتیا او پرمختګ سره مرسته کوي او خلک د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کوي.

 

محمدقاسم افغان – د پوهنتون استاد

AFGHAN

څه موده کېږي، چي په ټول افغانستان کي د موجوده ناورینونو د له منځه وړلو لپاره ځوانان راپورته سوي دي او غواړي، چي نور په افغانستان کي جنګ او جګړه ختمه سي او ټول افغانان لاسونه سره ورکړي. زما په نظر، دا پرلتونه به هله کامیاب سي، چي کاملاً بې طرفه او په هیڅ کومي ډلي پوري مربوط نه وي او نه هم د کومي ډلي له خوا حمایه سي. دوهم دا چي دا ځوانان باید د موجوده ناورینونو د ختمولو تر څنګ، د راتلونکي نظام او حکومت په اړه صحیح تګلاره ولري او د افغانستان د ټولني په نظر کي نیولو سره په افغانستان کي د اروپايي او امریکايي نظامونو تقلید (چي د ځينو ځوانانو غوښتنه ده، چي موږ باید یو ډيموکراټيک دولت ولرو او یا هم د ډيموکراسۍ طرفداره دي کوم، چي یو غیراسلامي نظام او نظریه ده) هیڅ ګټور او مفید تمام نه سي، بلکي د موجوده پرلتونو د ناکامۍ سبب به هم وګرځي. بناً د دې پرلتونو او ځوانانو باید لومړنۍ غوښتنه او پلان دا وي، چي موږ سوچه او کاملاً اسلامي نظام غواړو، موږ ته چي هر څه بدبختۍ راپېښي سوي دي، د موجوده دولتونو او نظامونو پايله ده، چي پر خپلو خلکو باندي د اسلامي قوانینو پر ځای بشري قوانین تطبیق کوي. د اسلامي شریعت د غوښتنو پر ځای د خلکو غوښتنو ته ترجېح ورکول کېږي. بله اساسي او مهمه نقطه چي ځوانان باید ورته متوجه سي، هغه دا چي موږ باید تنها د یو قوم یا د یو ولایت او یا هم د یو ملت په نامه ږغ راپورته نه کړو، چي د دوی منافع او ګټي غواړو، بلکي زموږ د ځوانانو غوښتنه باید دا وي، چي د نړۍ ټول مسلمانان د اروپايي او غربي هیوادونو له خوا په غیرمستقیم ډول استعمار سوي دي او موږ باید په دې ټولو هیوادونو کي حرکتونه تشویق کړو او ورسره اړیکي ولرو او د هغوی پر ضد پلان جوړ نه کړو. مثلاً داسي باید ونه سي، چي یو افغانی ځوان د ایراني پر ضد او یو ایرانی ځوان د افغاني پر ضد موقف ونیسي، بلکي ټول باید د اسلامي ورورګلوۍ پر اساس ځانونه وروڼه وګڼي او ټول اسلامي اُمت د یو بدن حیثیت لري او ټول د کفري  هیوادونو پر ضد ځانونه یو کړي. نه دا چي د اسلامي هیوادونو تر منځ موجوده اختلافات نور هم زیات سي او د مسلمان ځوانانو ځوانه انرژي بې ځایه او د یو بل پر ضد مصرف سي. مننه

 

حافیظ الله پوپل د کندهار د ځوانانو چارو آمر

POPAL

که د اوسنيو شرايطو مطابق وکتل سي، چي پر پښتنو کوم ظلم روان دى، دې خوا ته څه ورسره کېږى او د ډيورنډ ها خوا ته څه حال ورسره روان دى او تر څنګ يې د سولي په اړه د ځوانانو منسجم والى او د دې ټولني د ټولو افرادو وجيبه دا ده، چي ټول د سولي په راوستلو په ياده برخه کي د کار کولو او د پرلت خېمو وهل، په اوسني کړکېچنو حالاتو کي بهترينه لار ده او که خداى مه کړه دا لار هم کاميابه نه سوه، نو د سولي په برخه کي به بل هيڅ ښه چانس زما په نظر وجود ونه لري. د خېمو وهل د خلکو د منسجم کېدو او لويو او وړو پر اتحاد او اتفاق ښه تاثير درلودلاى او که د اوسنيو ۳۲ ولاياتو، چي يادي خېمې پکي وهل سوي، ځوانان يې سره يو سوي او هر لوري ته چي مخ کې، نو حتماً به د سولي په برخه کي د لاسته راوړنو شاهدان واوسو.

 

حکمت الله د پیوند مدني ټولني مشر

HIKMATULAHH

سوله چي د الله ج یو ستر نعمت دی او د هر افغان او هر انسان فطرتي غوښتنه هم ده، نو بناً افغانان چي د ډېر وخت راهیسي د تپل سوي جنګ قرباني ورکوي، نور يې حوصله خلاصه سوې ده، نور ستړي سوي دي، د دې جنګ څخه، ولس اوس نور د کومي ډلي او طرفینو خبري ځکه نه مني، چي هر یو جلا جلا امتحان سوی دی، نو اوس ولس فیصله کړې، چي په هر قیمت وي، د طرفینو څخه به سوله غواړي او د منځګړو په حیث به وظیفه مخ ته وړي، چي خوشبختانه دغي لړۍ اوس خورا زور اخیستی دی، ځکه چي د خلګو ارادې پاکي دي. د افغانستان په زیاتو مشهورو ولایتونو او ولسوالیو کي د خلکو لخوا خېمې درول کېږي او د شکایت په ډول خپل مجلسونه جوړوي او سولي ته حل لاره لټوي. زه یقیني یم، چي دغه هڅي به رنګ راوړي او زموږ خواري به بې ځایه نه ځي. افغان ولس نور ویښ سوی دی او موږ به دغه حرکت څخه یوه منظمه اجماع رامنخ ته کړو، تر څو دواړي غاړي طالب او حکومت ته د اعتبار وړ وي، د دې حرکت د لا ښه والي لپاره موږ بېلابېلي کمېټې جوړوو لکه د علماءکرامو، سپین ږیرو، ځوانانو او خوېندو کمېټې دي، چي هره کمېټه به خپلي چاري مخ ته وړي. موږ د دې خېمو د تقويې لپاره مالي مسؤل هم لرو، چي خلک به د خپل توان په اندازه کومک ورسره کوي، تر څو مو دغه سپېڅلی حرکت د سیاستونو ښکار نه سي.

 

عاطف نصیر وهابزی ـ مدني فعال

WHABZI

 لومړى بايد ووايو، چي پرلت يعني د مظلوم ملت ږغ چارواکو او مرورو وروڼو ته رسول دي، خو دغه کومي خېمې چي په ولايتونو کي وهلي سوي دي، د دوی تر شاه د هغو کسانو لاس دى، کوم چي غواړي د مظلوم ملت نه يو ځل بيا ګټه پورته کړي او ځانونه پرې غټو چوکيو ته ورسوي. همدارنګه د پرلت خېمې وهل بايد په هغو ولايتونو کي ووهل سي، په کومو ولايتونو کي چي د مافيايي کړيو جنګ نه وي، بلکي د حکومت او مرورو وروڼو تر منځ جنګ وجدال وي، خو اوس ويلاى سو، چي د ننګرهار پرلت د نورو پرتلونو په شان نه دى، بلکي تر شاه يې يو ډله خلک سته، چي ځان پرې غټو چوکيو ته رسوي او دا خوار ملت به بيرته خالي لاس پرېږدي !. دغه خېمې، چي په ځينو ولايتونو کي لګېدلي دي د اخلاص د وجهي نه دي لګېدلي، بلکي د ولسونو تر منځ نفاق پيدا کوي او له ولسونو نه غلطه استفاده کوي او غلط يې استعمالوي. همدارنګه د ولس په سترګو کي خواري اچوي. تر ننه موږ او تاسو نه دي اورېدلي، چي يوه خېمه دي، د درې مياشتي، دوه مياشتي يا لاس ورځي، شل ورځي لپاره ووهل سي. د دغو خېمو نه د حکومت پر خلاف مبارزې هم کوي، هغه داسي چي هغه کسان چي اوس يې دولت د نيولو يا ګوښه کولو هوډ او پلان لري، نو د دولت پر خلاف د همدغه ځايه غلط تبليغات کوي، تر څو پر دولت د ولس باور ختم سي.

 

احمدشاه قادري مدني فعال

QADRI

د څه کم دوو لسيزو راهیسي د جګړې څخه د افغانستان خلک، په خاصه توګه پښتانه ډېر په تنګ سوي دي او نور غواړي چي دې ناپایانه جګړې ته په سوله ییزه لاره د پای ټکی کښېږدي. دا چي اوس په ځینو ولایتونو کي د پرلت (سولي) خېمې درول سوي دي، ګډونوال او بنسټ ایښودونکي یې هم عام ولس دي، دا هغه نارې او بوغاري دي، چي د ډېر وخت څخه یې د افغانستان هر وګړی وهي، د دې بدخته جګړې څخه د افغانستان هر وګړی متاثره سوی دی، هر وګړی د دې غوښټونکی دی، چي په افغانستان کي سوله او آرامي راسي، ورور وژنه بس سي، زموږ هیواد پرمختګ وکړي، د فقر او غربت څخه خلاص سي، خلک هوسا او آرام ژوند وکړي، همدا د دې خېمو د دروونکو نظر دی، خو د دې خېمو د درولو وروسته زیاتو کسانو دا فکر کوی، چي دا به د دولت او یا په جنګ کي د ښکېلو ډلو له لوري یو هدف وي، وروسته دا معلومه سوله چي پرلت کوونکي تر دا مهاله عام ولس دی، د ولس له منځه څخه راپورته سوی ږغ دی. ما ته د دې خېمو درولو وروسته درې مهمي نقطې ډېر د پام وړ وبرېښېدې: دغه خلک د ولس له منځه راپورته سوي دي، چي تر دا وخته هیڅ نه ده اورېدل سوې او نه لیدل سوې ده، چي یا دي د طالب، یا د حکومت او یا د خارجي هیوادو پر ضد دوی شعارونه ورکړي وي، د دوی د خولو څخه تر دا مهاله د سولي ږغونه پورته کېږي، د هیچا په مقابل کي یې تر دا مهاله څه نه دي ویلي. د دې خېمو دروونکي نه طالب او نه د حکومت کوم لوړپوړي چارواکي دي، د دې خېمو په رهبري کي ټول هغه ځوانان دي، چي د جګړې او ظلمونو څخه ستړي سوي دي او غواړي خپل راتلونکي ژوند په سوله او آرامي کي تېر کړي. که چېري د دولت او یا طالبانو غړي پکښې وای، بیا نو ممکن زیاتو کسانو یې غندنه کړې وای. تر دا مهاله یې نه دولت او نه طالبانو غندنه کړې، ځکه هم دولت او هم طالبان پوهېږي چي دا د عام ولس ږغ دی او رهبري یې هم د عام ولس له خوا ترسره کېږي. دغه درې مهم ټکي د دې وړ دي، چي د دې خلکو سره ملاتړ ترسره سي، چي دا به د سولي د پروسې سره تر ډېره همکاري هم وکړي. زما په نظر، دغه خېمې چي ولایتونو کي جوړي سوي دي، د دوی تر منځ باید یو همږغي ترسره سي او خپل هدف چي سوله ده، په یوه خوله هم د طالبانو څخه او هم د دولت څخه وغواړي.

 

نذيراحمد رښتينى محصل

RISHTIN

په هلمند کي د سولي غوښتني ولسي خېمه ودرول سول، عام خلک ورته راغلل، هیڅ سپنسر او فانډ يې نه درلود. دا ږغ هورې د هلمند په ناوه کي هم بدرګه سو. ما (رښتیني) دلته په کندهار کي د کندهار پوهنتون د بېلابېلو ولایتونو محصلینو ته ست وکړ، هغوی مي راوبلل، لويه غونډه مو جوړه کړه. د دې ډول غونډو او خېمو هدف په ټوله افغانستان کي سوله غوښتنه ده. افغانان که د روسيې یرغلګرو په ښکیلاک کي په میلیونو شهیدان سول، تر یو میلیون زیات په دې اوسنۍ جګړه کي وژل سوي دي. دا چي هغه وخت د یوه سیاست په وجه مقابل لوري خپل سیال په خلکو کي بدرا کاوه، نو يې دا حقیقت وسپړی او دا کار يې ښه و، خو نن به د افغانستان درنې پرګنې هم د خپلو شهیدانو، ټپیانو او معلولینو حساب پخپله کوي او دې بدرنګ، وژونکي او بربادوونکي جنګ ته به – نه – وايې او نور دي د داسي خېمو څخه پخپل ایمان او وجدان دفاع وکړي او د سولي غوښتني دا خدایي حق دي ځان ته وغواړي. خلک دي نور خپل دا پنځوس کلن سکوت مات کړي، نور دي خلک راووځي او په جهان کي دي سترګي ورغړوي. زموږ سوله په موږ کېږي، نه په پینټاګون او نورو متحدینو، حکومت او وسله وال طالبان که پر ولس حکومت کوي، نو ولس دوی ته نور د جنګ اجازه نه ورکوي او نه هم نور د ملکي وګړو تلفات د زغم وړ دي. او که د خپلو چوکیو پر سر سره، سر و ښکر دي، هم يې دا کار ناکام او د لسو نورو نسلونو د وژلو سبب کېدای سي. دا خېمې چي د پولي پر ها غاړه (پاکستان کي) پرلت بلل سوی د یوه انسان ږغ دی، د خدای ورکړي حق ږغ دی.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .