په کندهار کي د کتاب مينه وال ولي کم سوي دي؟

۳ ثور , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۵۵ ب.ظ -

نعمت الله وفا د کندهار د ولايتي شورا غړى

ډېر ښه که څه هم موږ کي دا متل ډېر مشهور دى (يا ښه کتاب يا ښه ملګری!) ستاسو د سوال په اړه بايد څه درته عرض پر توکل کړم: لومړى مشکل دا چي روان حالات د پوره غربت سره لاس او ګرېوان دي، نو وايي فرض هغه چي ضرور وي. که نس موړ نه وي،

نعمت الله وفا د کندهار د ولايتي شورا غړى

نعمت الله وفا د کندهار د ولايتي شورا غړى

د مطالعې او کتاب سره هيڅکله مينه نه وي. دويم: دا چي ورو ورو حياء له مينځه په عمومي شکل مخ پرختمېدو ده، لامل يې د کشرانو فېسبوک استعمالول او ورسره د بې خونده فلمونو کتل دي چي د کتاب مينه يې د مينځه وړې. درېيم دا چي غربت سره سره په کندهار ولايت کي وحشت، وهم، ظلم او د خلګو سر په امن نه دى، نو د مطالعې او کتاب پر ځاى د خپل سر او عزت ساتل راته مهم او فرض دي. څلورم ښکاره ده چي د بيان د آزادۍ حق ټول لرو، اما هر څه جبرآ کنټرول او په شخصي لګښت دي، لا هم حق ويل ډېر کم او هغه هم د سر په قيمت تمامېږي.

انجنير عصمت الله زاهد

کتاب د انسان په ذهن او زړه کي د را ټوکېدلو احساساتو او تصوراتو مجموعه ده او د احساساتو او تصوراتو دغه نړۍ دومره پراخه او رنګینه ده چي پېړۍ وروسته به هم د دې رنګینیو په لټون پسې لوستونکی سرګردانه وي. اوس موږ په داسي پېرۍ کي ژوند کوو چي په اړه یې عموما دا فکر کېږي چي د ساینس، ټیکنالوژۍ او کمیپوټر نړۍ ده او د ژوند په اساسي اړتیاوو کي یاد کړی شوی موارد مهم ځای لري.

انجنير عصمت الله زاهد

انجنير عصمت الله زاهد

په پخوانیو ټولنو کي د کتاب د مطالعې دود په لوستې طبقه کي خورا زیات و، نو ځکه خوبه یې ځانګړي خوني جوړولې، د رڼا بندوبست به یې کاوه او کتابونه به یې ټولول. څومره لویي باچاهۍ چي تېري شوي دي، نو د ځان له پاره یې کتابونه یوه مهمه مشغلا ګرځولې ده، په دربارونو کي د هنر او شعر او شاعرۍ مراسم یې جوړول. ځانګړي اشخاص به یې د دې لپاره ساتل چي باچا ته کتابونه ووایي او یا یې هم مهم ځایونه ورته په نښه کړي. په پخواني روم، فرانسه، جرمني، انګلستان، هندوستان کي داسي ستر کتابتونونه وو چي د خپل وخت د مشهورو عالمانو او پوهانو کتابونه به په کي راټول کړای شوي وو. همدې میني او همدغه دود په پخوانیو ټولنو کي د علم د خورېدو او پراختیا له پاره ګتور کار کړی دی او نن هم موږ له داسي نظریو څخه ګټه اخلو چي پېړۍ پېړۍ وړاندي رامنځته شوي وې او تر ننه په کتابونو کي پاتي دي. خو په افغانستان کي په وروستۍ پېړۍ کي د جنګي کلتور د عام کېدو او د جنګ جګړو د پراخېدو له امله د فرهنګي برخي دغه اړخ ته دومره جدي پام نه دی شوی او نه هم تر اوسه داسي پرمختللي کتابتونونه جوړ شوي چي هلته دي خلک له کتابونو هر اړخیزه ګټه واخلي. په دې کي شک نه شته چي موږ د یوې نوي نړۍ د نویو لاس ته راوړنو په جال کي ګیر یو او باید د دغه وخت له تګلوري سره ځان اشنا کړو، خو مهمه پوښتنه دا ده چي د کتاب راتلونکی او حال څنګه دی؟ که د زمان سرعت ته وګورو، کاري فرصتونو ته وګورو او خپلي اړتیاوي چي په لږ وخت کي باید ډېر کار وکړل شي په پام کي ونیسو، نو ټیکنالوژیکي اسانتیاوي زموږ د لنډ او تنګ وخت په برکتي کولو کي پوره پوره مرسته راسره کوي؛ خو که بل لوری وګورو چي د علم سرچینې کمپیوټر نه، بلکي کتاب دی، نو له دغه ډېرو پرمختګونو سره سره بیا هم اړیو چي کتاب د خپل ژوند یوه برخه وګرځوو. کتاب د انسان په ذهن او زړه کي د را ټوکېدلو احساساتو او تصوراتو مجموعه ده او د احساساتو او تصوراتو دا نړۍ دومره پراخه او رنګینه ده چي پېړۍ وروسته به هم د دغه رنګینیو په لټون پسي لوستونکی سرګردانه وي. دا خبره چي لوستونکی کولی شي په انلاین نړۍ کي مطالعه وکړي او د کتاب تنده دلته ماته کړي تر یوه ځایه سمه ده؛ خو د مطالعې د روانشناسۍ له مخي د کتاب مطالعه او د برېښنایي پردې مطالعه د ځمکي او اسمان توپیر سره لري. په برېښنایي پردې لوست موږ له ځینو ستونزو سره مخ کوي، سترګو ته مو زیان رسوي، ذهن مو ګنګسوي او له فکري تمرکز څخه مو لېري کوي. د برېښنایي پردې پر مخ لوستونکی پر یو وخت بېلابېل کارونه ترسره کوي، له دوستانو سره په اړیکه کي وي، کار هم کوي او لوست هم؛ د لوستونکي ذهن څو ځایه بوخت وي، نو ځکه خو د برېښنایي پردې پر مخ مطالعه د لوستونکي په حافظه کي هم ځای نه شي خپلولی. تاسي تجربه کړى چي په کتاب کي لوستل شوى مطلب به مو ډېر وخت یاد وي، خو د کمپیوټر پر سکرین لوستى مطلب مو په اسانۍ ذهن کي ځای نه شی خپلولی. یوه بله خبره دا هم ده چي انټرنیټي نړۍ هم د همدغو کتابونو محصول دی، که په کتابونو کي مواد نه وي، نو په انلاین دنیا کي به تاسي هغه له کومه کړى؟ همدغه کتابونه د علومو خزانې دي، تاریخونه یې ساتلي او د پېړیو پېړیو تجربې په کي خوندي پرتې دي. له نوې ټیکنالوژۍ ګټه اخیستل کومه بده خبره نه ده، خو زما سپارښتنه او شخصي تجربه دا ده چي په ورځ کي یو ځانګړی وخت باید کتاب ته ورکړل شی، له دې پرته به ډېر ژر په ذهن کي د موادو د کمښت له بحران سره مخ شو. په پای کي د لوړو مقاوماتو څخه هیله لرم، تر څو ځوان قشر ته عامه کتابتونه جوړ کړي؛ مجلې، ورځپاڼي، جریدې، ټولګي او مقالې په وړیا شکل سره د ځوانانو تر مټ پوري په بېلابېلو لارو ورورسوي.

حاجي ظاهر جان، مدني فعال

تر ټولو دمخه باید د مطالعې سره د نه ذوق درلودلو عوامل و لټول سي او وروسته ومطالعې ته د تشویق لاري په کار واچول سی. د مطالعې سره د نه ذوق عوامل انټرنیټ او ګېمونه نن ورځ په کورنۍ مور او پلار کوچنیانو ته په موبايل کي ګېمونه راولي او بعضي ځوانان هم ګېمونه کوی. همدارنګه د انټرنیټ په استعمال سره ځوانانو خپل پام د مطالعې څخه اړولی دی.

حاجي ظاهر جان، مدني فعال

حاجي ظاهر جان، مدني فعال

که چېري د چا کم شى په کار سي د دې پر ځای چي کتاب ته مراجعه وکړي ګوګل ته ولاړ سي او هلته لټون پیل کړي. پلټنو دا ثابته کړې ده چي د انټرنیټ تر لټون د کتاب توري په مغز کي تر ډېره پاتېږي. په ټولنه کي د استاد، مور او پلار او د کورنۍ د نورو غړو د نه ټینګار او تشویق له کبله کوچنیان او ځوانان کتاب ته مراجعه نه کوي، په ټولنه کي د یوه کامل مجهز او عصري کتابتون نه شتون هغه څه دي چي اشخاص د مجبوریت پر اساس و انترنیت ته مخه کړی، نو مشران باید ځوانان مطالعې ته تشویق کړي، د تلوېزيون، راډیو او انټرنیټ دلاري داسي پروګرامونه جوړ سي چي ځوانان مطالعې ته و هڅول سي. پخوا د یو ښه کتاب درلودل یو موډ ګرځېدلي وو او ځوانانو به په ښه کتاب فخر کاوه.

احمدقيس مدني فعال 

ټول په دې ښه پوهېږي چي د انسان ښه ملګرى کتاب دى او کتاب یو داسي ملګرى دى که يې څوک په ملګرتیا باندي خبر سي، د ځمکي پر مخ به د هر انسان ملګرتیا ته د پاى ټکى کښېږدي، ځکه  کتاب د انسان په ذهن او زړه کي د راټوکېدلو احساساتو او تصوراتو مجموعه ده او د احساساتو د تصوراتو دغه نړۍ دومره پراخه او رنګینه ده چي پېړۍ وروسته به هم د دې رنګینیو په لټون پسي لوستونکي سرګردانه وي. والټر يو انګرېز عالم دى او دى وايي، چي د کتاب پاڼي یو داسي وزرونه دي چي زموږ ارواوي د رڼا پر لور الوزوي.

احمدقيس مدني فعال

احمدقيس مدني فعال

اوس موږ په داسي پېړي کي ژوند کوو چي په اړه یې عموماً دا فکر کېږي چي ساینس، ټیکنالوژۍ او کمپیوټري نړۍ ده او د ژوند په اساسي اړتیاوو کي یاد کړل سوي موارد مهم ځاى لري، چي زموږ د کتاب ارزښت يې کم کړى دى او ورځ تر بلي لا د کمېدو په حالت کي دي، ځکه زیات خلک دا فکر کوي چي د کتاب مطالعه یو منعوي سرمایه ده او هغه څه چي موږ ته ارزښت لري هغه مادیات دي. په پخوانیو ټولنو کي د کتاب د مطالعې دود په لوستي طبقه کي خورا زیات و، نو ځکه خوبه یې ځانکړي خوني جوړولې، د رڼا بندوبست به يې کاوه او کتابونه به يې ټولول. څومره لويي باچاهۍ چي تېري سوي دي، نو د ځان لپاره يې کتابونه یو مهمه مشغلا ګرځولې وه او په دربارونو کي به يې د شعر او شاعرۍ مراسم جوړول، خو په افغانستان کي په وروستي پېړۍ کي د جنګ جګړو د پراخېدو له امله د فرهنګي برخي دغه اړخ ته دومره جدي پام نه دى سوى اونه هم  تر اوسه داسي پرمختللي کتابونه جوړ سوي چي هلته دي خلګ له کتابونو هر اړخیزه ګته واخلي. په دې کي شک نسته چي موږ د یوې نوي نړۍ د نویو لاسته راوړنو په جال کي راګیر یو او باید ددې وخت د تکلاري سره ځان اشنا کړو. خو ددې تر څنګ ځیني نور موارد هم دي چي د کتاب ارزښت يې کم کړي دي  په ټولنه کي هغه ډول مطالعه چي خلګ یې غواړي نه هغه ډول  محیط اونه هم ډول  د دوې د شوق او علاقي کتابونه  موجود دي. فقر او بيکاري ده، چي زموږ ټولنه يې  په ذهني رنځ اخته کړې چي نسي کولاي کتاب ولولي زموږ د ټولني زیات ځوانان يې د زده کړي مساعد ژوند لري ولي هغه د فرهنګي یرغل له امله په اخلاقي فساد اخته دي. د علم او کتاب  خاوندانو ته مادي او معنوي حقوق نه ورکول کیږي نو ځکه د کتاب څخه لیري پاته کیږي. فرهنګي ضربه : لیکنه په یو کړی کي را چاپیره سوي ده  چي د بعضو اشخاصو د جودیت څخه  د ناخوالو په وړاندي مبارزه  په حقیقي ډول نسي څرګندوالای

رحمت رشيد، مدني فعال

کتاب يو داسي هستي ده، چي انسانان د روښنايي او پرمختګ پر لوري بيايي، د تيارو څخه رڼا جوړولاى سي او د انسانيت په چوکاټ کي د کتاب ارزښت په خوله نسي بيانېدلاى او نه هم انسان دومره توان لري چي د هغه ښيګڼي خطکي کړي. په مجموعو کي که يو شخصيت لوړي رتبې ته رسېدلى وي او د تعليم سطحه يې اوچته وي يقيناً هغه شخص به د کتاب سره مينه لري او يا هم د کتاب سره بې زياته علاقه وي. د کتاب مينه وال ولي کم سوي دي؟ دا يو داسي پوښتنه ده، چي ډيري ناخوالي او ستونزي راولاړوي، په وروستيو کي داسي کسان ډير زيات ليدل کيږي،چي د کتاب سره مينه نلري چي هغه مطالعه کړي، او هغه ته خپل په ورځني ژوند کي ځانګړى وخت ورکړي.

رحمت رشيد، مدني فعال

رحمت رشيد، مدني فعال

دا ستونزه عامه سوې ده او دا عامول يې د ټولني په زيان تمامېدلاى سي. دا چي د کتاب مينه وال ولي کم سوي دي؟ ډير علتونه لري. هغه کسان، چي د کتاب مطالعې ته زړه نه ښه کوي او کتاب ويلو ته يې زړه نه کيږي، او يا هم مينه نه ورسره لري لاملونه يې زيات دي، چي د هغوى څخه يې په لږ اندازه يوڅه نقاط ذکر کول غواړم؛ • بې ځايه ناسته ولاړه؛ • بې تعليمه اوسېدل؛  د تعليم څخه نفرت؛ • د رسنيو څخه ناوړه استفاده(فيسبوک، انټرنيټ،تلويزيون…) • د ډول ـ ډول ګېمونو استعمال( کلش افکلينس، تيمپتي، اېټبالپول، حکم، لوډو …) • د اذهانو بې ځايه مصروفه کول؛ • اقتصادي ستونزي؛ • د کورنۍ لخوا بې توجه يي؛ • دحوصلې کموالى؛ دا هغه مادې دي، چي زموږ د ټولني ځوانان، نجوني، خلک او تعليم يافته اشخاص يې د کتاب د ويلو، مطالعه کولو او ميني څخه بې برخي کړي دي. په کندهار کي پراخه او په ښه ډول کتابخانې شتون لري،اما بدبختانه چي ځوانان مو ددې ښه چانس څخه بې برخي دي او د هغه څخه په ښه ډول استفاده نه کوئ دا ځکه، چي هغه د کتاب ويلو حس په موږ کي خورا ضعيف دى، دا اصل په موږ کي هغه وخت ښه قوي کېداى سي، چي تعليم ته پوره توجه وکړو او د اکاډميکو خلکو سره اړيکي ټنګي کړو تر څو دا حس را ژوندى سي. د کتاب سره مينه نه درلودل، علاقه نه لرل، او نه مطالعه کول ددې يو اساسي علت دا هم کيداى سي، چي بغيره د خپلي مورنۍ ژبي څخه په نورو ژبو کتابونه نه سو مطالعه کولاى او دقيقا نه په پوهيږو، په دې برخه کي چي په نورو ژبو زموږ خاص ځوانان پوهيږي، خو البته دا اقليت اشخاص زه د خپل فکر په ټال استثناء ته اچوم. د کتاب سره علاقه زياتول پکار دي، ددې لپاره چي څنګه ځوانان د کتاب مطالعې ته مخه کړي، مينه او علاقه يې ورسره ډيره سي نو ګډو فعاليتونو ته ضرورت دى، د ټولني د رائس خلکو ته په کار ده، چي د کتاب سره د ميني په هکله ځانګړي او خاص سمينارونه او ورکشاپونه ارائه کړي، تر څو د ټولني نوى نسل او ځوانان مو ددې با کيفيته روښنايې څخه خبرداره سي، او ټولنه مخ د ترقۍ پر لوري بوزي. د کتاب مطالعه پر دوه ډوله ده. 1 – جبري مطالعه. 2 – ازاده مطالعه. ډيرى کسان سته، چي د جبري مطالعې څخه ځان کاږي سر في نظر کوي يې، چنداني علاقه نه ورسره لري. او پاته سوه ازاده مطالعه هغه ټول کسان يې هواداره دي چي هر وخت په هر ځاى کي د هغه څخه استفاده وکړي، او دا ازاده مطالعه په شوق و ذوق پوري مربوط ده؛ نو خلاصه داده کوم کسان چي د کتاب سره مينه نه لري هغه بالکل د کتاب په ارزښت نه پوهيږي، او دا کسان که وپوښتل سي حتما بې د جبري کتابونو څخه نفرت وي او دا نفرت ددوى په لوړ زيان تماميږي، او د ټولني د وروسته پاتي سبب کيږي.

 آحمدشاه قادري د کندهار ښار اوسېدونکى

په کندهار ولایت کي د مطالعې مینه لکه څنګه چي مخکي وختونو کي وه، اوس هغه رنګه نه لیدل کېږي. دلته څو رقمه ستونزي موجودي دي چي دغه لړۍ یې پیکه کړې ده. اول د کندهار اوسېدونکو له پاره نوي کتابونه او کندهارۍ لهجې ترجمې ډېر په کمه اندازه لیدل کېږي. معلومه خبره ده هغه کتاب او یا ژباړه ،چي په محلي لهجه نه وي حتما یې پر مطالعه باندي تاثیر لوېږي او مطالعه کوونکى په ځینو مواردو کي له ستونزو سره مخ کوي او یا یې بل کتاب ته مجبوره کوي ،چي دا د مطالعه کوونکي پر ذهن باندي فشار لوېږي،

آحمدشاه قادري د کندهار ښار اوسېدونکى

آحمدشاه قادري د کندهار ښار اوسېدونکى

چي زموږ ځیني ځوانان دا حوصله نه لري او د مطالعې څخه بې برخي پاته سي.  هغه ټولني او یا کتابخانې ،چي د کتاب عرضه کونکي او کتاب درلودونکي وظیفه مخته وړي د دوی له لوري داسي ګټور پروګرامونه نه دی ترسره سوي ،چي د کتاب او مطالعې دود ته دي وده ورکړي . 3. دنوي تکنالوجي په راتک سره د کتاب پرمطالعې باندي په مستقیمه توګه تاثیرلویدلي دي او زموږ ځوانان د دې پرځای ،چي مطالعه وکړي کتاب خریداري کړي ویي وایي ټوله ورځ په سوشل میډیا( face book tweeter YouTube Google) کي ګرځي او خپل وخت پرې ضایع کوي کاشکي زموږ ځوانانو هغه رنګه استفاده ځني کولای لکه نړیوال چي یې ورڅخه کو ي هم پیسې مصرفوي او هم وخت ضایع کوي خو نتیجه یې صفر ده . 4. بله عمده ستونزه همدا ده ،چي په ښار کي عامه کتابخانې بیخي نسته هرڅه کتابخانې ،چي وجود لري هغه شخصي ، دولتي او تعلیمي ادارو پوري مربوط دي هغه د خپلو اوصولو مطابق کتابونه ورکوي په عامه ډول هرڅوک نه سي کولای ،چي استفاده ورڅخه وکړ ي همدا یو بل لوی لامل کیدای سي ،چي زیات کسان د هغو شرایطو ته ځان برابر نه بولي ترڅو د دوی څخه د مطالعې له پاره دکتاب غوښتنه وکړي .د دې له پاره ،چي مطالعه زیا ته سي او شته ستونزي له منځه ولاړي سي زموږ لیکوالان او ژباړونکي باید د دې ټولني له پاره په خپله مورنۍ لهجه کتابونه ولیکي او یا یې وژباړي ترڅو هغه ستونزه ،چي اوس موجوده ده له منځه ولاړه سي ،بله د حل لاره یي داده ،چي کتابداران او کتا پلورونکي باید داسي پروګرامونه طرحه کړي چي زموږ د ټولني کسان مطالعې ته واه داره کړي او ځوانان مو د سوشل میډیا څخه داسي استفاده وکړي ،چي ګټه ورته ولري او مطالعه هم پری نه ږدي او د دولت او عامه تجارانو له لوري باید کتابخانې جوړي کړي.

 

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .