په IOS کې ایراني اپلېکېشنونه بند شوي دي

۱۹ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۵ ق.ظ -

څه موده وړاندې اپل شرکت اعلان کړی و، چې له دې وروسته به له اپل سټور څخه ډېری اپلېکېشنونه لرې کړي او خلک به یې د کارولو اجازه نه لري. اوس تازه دغه شرکت ډېری ایراني اپلېکېشنونه له منځه وړي دي، چې له دې ډلې ځینې مشهور یې سنپ، فون في، سېب اپ او داسې نور دي. د اپل له دې پرېکړې وروسته هغه کسان ډېر سرګردانه او له ستونزو سره مخ دي، چې دغه اپلېکېشنونه یې کاروي. د دغو اپلېکېشنونو ډېری یې په ایران کې مشهورو شرکتونو کارول، چې ډېری کاروونکو یې له دغو شرکتونو سره د همدغو اپلېکېشنونو له لارې په اړیکه کې وو، چې اوس یې دغه اړیکه پرې شوې ده. ډېری کسان په دې اند دي، چې ګواکي د اپل دغه پرېکړه به پر ایران د امریکا له لوري له بندیزونو سره کومه اړیکه لري. خو اپل شرکت وایي، دغه کار یې د چا په خوښه او فرمایش نه دی کړی. دغه شرکت وایي، هڅه یې دا ده چې د خپلو توکو امنیت خوندي کړي او د هغو اپلېکېشنونو د نصب او کارولو مخنیوی وکړي، چې له مخې یې په یو ډول نه یو ډول د دغه شرکت او نورو اپل توکو کاروونکو ته زیان رسوي.

 حمیدالله حمیدي

۷۷ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of