پوتین:په ۲۰۲۴کې له سیاست سره مخه ښه کوم

۲۰ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۶ ب.ظ -

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ویلي، چې په ۲۰۲۴ کې له سیاست سره مخه ښه کوي .

نوموړي له این بي اس تلویزون سره په تازه مرکه کې هیله ښودلې، چې د مارچ د ۱۸ مې ولسمشریزې ټاکنې به وګټي او د ولسمشرۍ د دې شپږ کلنې دورې له ختمیدو سره به سیاست هم پریږدي .

پوتین له ۲۰۰۰ میلادي کال څخه تراوسه پرله پسې د روسیې د ولسمشر او لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده .

د روسیې د اساسي قانون له مخې یو څوک له دوه ځلو څخه زیات پرله پسې ولسمشر کیدای نه شي، ځکه خو پوتین څو ځله خپل لومړی وزیر ولسمشرۍ ته ودرولی او بریالی کړی او دی ورسره لومړی وزیر پاتې شوی دی .

په ۲۰۲۴ کې به که پوتین ژوندی وی،دی به ۷۲ کلن او له سیاست سره به مخه ښه کوي .

te

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .