پوتین تراوسه سمارټ فون نه لري

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۴۱ ب.ظ -

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تراوسه پورې سمارټ فون نه لري .

نوموړي دا خبره په یوه غونډه کې هغه مهال وکړه، چې د روسیې یوه ټکنالوژیست میاخیل کوالچکوک د سمارټ فونونو په اړه وینا کوله او له دې پلوه یې د ۲۱ مې پېړۍ ښېګڼې بیانولې .

د دې وینا پرمهال نوموړي وویل، نن هر روسی د ۲۱ مې پېړۍ له دې اسانتیا څخه ګټه اخلي .

خو پوتین دغه مهال له ځایه پورته شو او ویې ویل، چې زه به یواززینی روسی یم، چې سمارټ فون نه لرم .

هغه د دې فون د نه لرلو دلایل ونه ویل، خو وېل کیږي چې د ډېر احتیاط له کبله به دا فون نه کاروي .

po

 

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .