پولیسو سرکوزي ته ویلي:قذافي ریښتیا پیسې درکړې وې

۲۹ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۳۰ ب.ظ -

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي د دغه هېواد قضایي پولیسو احضار کړی او په دې اړه پوښتلی، چې ریښتیا یې د ۲۰۰۷ په ټاکنو کې د لیبیا له وژل شوي واکمن معمر القذافي څخه پیسې اخیستې وې کنه ؟

پرسرکوزي دا تور په ځلونه- ځلونه پخوا پورې شوی، خو محکمې اوس د سپینولو لپاره ور غوښتی .

د سرکوزي د ځواب په اړه څه نه دي ویل شوي .

سرکوزي څه موده مخکې د فرانسې پرحکومت او په ټوله کې پردیموکراسۍ توندې نیوکې کړې وې او ویلي و، چې دیموکراسي د پیاوړو رهبرانو د زېږیدو مخه ځکه نیسي، چې اوږدمهاله واکمنۍ ته یې نه پریږدي .

q

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .