پوهنې وزارت وايي، د خيالي ښوونکو مخه نيسو

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۰۱ ق.ظ -

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، هڅې کوي چې د خيالي ښوونکو، ښوونځيو او ساختماني پروژو په نوم به د پيسو د ضايع کېدو مخنيوی وکړي.

په افغانستان کې د «پیک» په نوم یوه څېړنیز مرکز په وروستیو کې خبر ورکړ چې داسې پټ راپورونه ورته رسېدلي چې له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۳ هجري لمریز کال پورې د افغانستان په معارف وزارت کې د زرګونو خیالي ښوونکو، ډېرو ښوونځیو او ساختماني پروژو په نوم ډېرې پېسې ضایع شوې دي.

C813F972-E6B8-4506-A5F0-0989BF829636_w1023_r1_s

د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال سردار محمد رحیمي سې شنبه رسنيوته وویل چې دا د مخکنۍ ادارې کار دی او نوې ادارې د فساد پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې ده.

د افغانستان د پوهنې ورازت مرستیال وویل چې له اداري فساد سره مبارزه اسان کار نه دی، نو د ټولو چارو سمول وخت نیسي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .