پټ اهداف او ښکاره جگړه!

ليكوال: ليکوال: نويد (خاموش) ۶ میزان , ۱۳۹۳ ,ساعت ۱۱:۲۶ ق.ظ -

په افغانستان کي د لښکرطيبه، پاکستاني طالبانو، حقاني شبکې او افغان طالبانو تر منځ کشمکش او تاوتريخوالى ورځ تر بلي مخ په زياتېدو دى. افغان طالبان نه غواړي نور د حقاني شبکې، لښکرطيبه او پاکستاني طالبانو سره په افغانستان کي يو ځاى جگړه وکړي، داځکه چي د پاکستاني طالبانو شبکه، لښکرطيبه او د حقاني طالبان په خپل سري ډول حملې کوي او تر ډېره د پاکستان منافعو ته ترجيح ورکوي. د افغانستان په جگړه کي لښکرطيبه او د حقاني شبکې غړي د بې گناه او ملکي کسانو په وژلو پروا نه لري، دوى هڅه کوي چي فقط پاکستان ته دا په ډاگه کړي چي دوى په افغانستان کي فعاله دي او د پاکستان د فرمايش او غوښتني سره سم جگړه کوي. حال داچي په افغانستان کي د دوى په بريدونو کي يوازي او يوازي ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اوړي. دوى د افغانستان په گڼ مېشتو سيمو کليو او شخصي کورونو کي جگړه کوي او د خلکو شخصي ځايونه د خپلو پټن ځايونو په توگه کاروي. حقاني شبکه او لښکرطيبه تقريباً د تگلاري له مخي يوه تگلاره تعقيبوي، په دې مانا چي حقاني شبکه هم په افغانستان کي د ملکيانو د وژلو پروا نه لري او د پاکستان لښکرطيبه هم د افغان ملکيانو د وژني پروا نه لري. په افغانستان کي د لښکرطيبه طالبانو او حقاني شبکې د عملياتو له امله په افغانستان کي څو چنده د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې. د حقاني شبکې او لښکرطيبه ډله ملکي کسان د خپلو موخو او اهدافو ښکار گرځوي او پر بې گناه افغان ملکي کسانو بريدونه کوي.

لښکرطيبه ډله فقط بې گناه ملکي کسان په شهادت رسوي.

لښکرطيبه ډله فقط بې گناه ملکي کسان په شهادت رسوي.

د تېرو څو کلونو راهيسي د حقاني شبکې او لښکرطيبه ډلي جنگياليو په افغانستان کي يو زيات شمېر ملکي او بې گناه انسانان په شهادت ورسول. ولسي وگړي هم په دې نظر دي چي د پاکستان طالبان او د حقاني شبکې غړي په کلي او بانډو کي پر انسانانو هيڅ ترحم نه لري. بې گناه انسانان وژني او په کليو کي د کليوالو خلکو څخه په زور عشر او زکات ټولوي او آن د شپې د خوب وعدې هم د سيمي له خلکو څخه په زور غواړي. په دې وروستيو کي د حقاني شبکې د غړو او د لښکرطيبې ډلي د غړو څخه افغان وسله والو طالبانو فاصله نيولې او له هغوى سره يې خپله همکاري ځنډولې ده. د وسله والو طالبانو ځيني مقامات وايي، چي نور نه غواړي د جگړې لپاره په افغانستان کي د حقاني د اورپکو او يا هم پاکستاني طالبانو لښکرطيبه حمايه کړي او يا هم مرسته ورسره وکړي. افغان وسله وال طالبان وايي، لښکرطيبه د پاکستانيو طالبانو وسله واله ډله او د حقاني شبکې غړي يوازي ملکي کسان د خپلو موخو نښه گرځوي. دوى وايي په تېرو څو کلونو کي ورته تجريبه شوې چي پاکستاني طالبان او د حقاني ډله په افغانستان کي يوازي او يوازي د پاکستان د موخو لپاره جگړه کوي او په افغانستان کي فقط بې گناه ملکي کسان په شهادت رسوي. د حقاني شبکې غړي او د پاکستان د لښکرطيبه ډله د تېرو څو کلونو راهيسي د افغانستان په مختلفو سيمو کي فعاليت کوي او بې گناه ملکي کسان په نښه کوي.

دا دوې ډلي له افغان وسله والو طالبانو سره څه فرق لري، دوى د پاکستان لپاره تر ډېره بريده کار کوي او دلته په افغانستان کي يوازي د خلکو په شهادت رسول د دوى هدف او ډپلماسي ده. افغان طالبان هم دا مني چي پاکستاني طالبان او د حقاني شبکې ډله په افغانستان کي بل هدف نه لري. دوى يوزاي د افغانانو د وژلو لپاره گمارل شوي او همدا پالېسي پر مخ وړي. افغان طالبان وايي چي په دې وروستيو کي د حقاني شبکې او حقاني ډلي په اغراضو پوه شوي او نور نه غواړي دوى حمايه کړي او يا هم مرسته ورسره وکړي. دوى وايي، هغوى ځان ته بېل او جلا پلانونه لري، چي هغه د افغان طالبانو د پلانونو او اهدافو سره هيڅ سر نه خوري، نو په همدې اساس اوس لښکرطيبه او د حقاني طالبان په يوازي سر بريدونه کوي او کله_ناکله هم جگړه کوي. دوى د پردويو له خوا تجهيز، تمويل او لمسول کېږي او بيا جگړې ته رااستول کېږي. د لښکرطيبه ډله او يا په بل مفهوم پاکستاني طالبان او حقاني شبکه يوازي او يوازي د عامه امنيت د گډوډولو، د پوهني د مخنيوي، د بيارغوني د مخنيوي، دښوونځۍ د سوځولو، د روغتونونو د له منځه وړلو او دېته ورته د بې گناه ملکي کسانو د وژلو ستراتيژي مخي ته وړي او همدا اهداف تعقيبوي. د دوى لپاره دا اهداف ځکه مهم دي چي دا ټول اهداف دوى ته د کاغذ پر مخ د نورو له خوا ورکول کېږي او بيا د دوى له خوا په افغانستان کي عملي کېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .