پکتيکا: د یوه ښوونځي ودانۍ  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۴۴ ق.ظ -

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې په عمبرخېلو کلي کې د بي بي زینب په نوم د نجونو ښوونځي ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده وداني په افغانستان کې د سویډن موسسې له لوري په پاخه او اساسي ډول د نهه نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوې ده چې اته اداري او درسي خونې، پنځه تشنابونه، دوه دهلېزونه او څلور دېوالي لري.

21761822_388490688249967_6169444314613317592_n

د یادولو وړ ده چې د دغه ښوونځي ته ځمکه د ځايي خلکو لخوا په وړیا ډول ورکړل شوې ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .