پکتيکا والي: پولیسو ته باید اعاشه په خپل وخت ورسیږي

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۲۴ ب.ظ -

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د پولیسو اعاشه باید با کیفیته او په خپل وخت اجرا او دوی ته ورسیږي.

دغه څرګندونې د چهار شنبې په ورځ پکتیکا والي د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د اعاشوي مووادو د قراردادیانو او د قوماندانۍ د مسؤلینو سره په ناسته کې وکړې.

د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې لارښوونه د پولیسو د اعاشې د وېش په برخه کې د نظارت په موخه یو هئیت هم ټاکل شوی څو له یادې پروسې پر وخت او سمه څارنه ترسره کړي.

24775223_430690900696612_181620870493846849_n

ښاغلي وحدت د ټاکل شوې هئیت او قراردادیانو د خبرو له اورېدو وروسته یو ځل بیا د پولیسو لپاره د اعاشې د وېش پروسې پر شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې ورته ستونزې د منلو وړ نه دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .