پکتيکا کې د جلغوزيو د پروسس مرکز جوړولو ژمنه وشوه

۱۲ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۳۷ ب.ظ -

پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د شنبې په ورځ د کرنې له وزیر نصیر احمد دراني سره د جلغوزیو د پروسس، بسته بندۍ، بازار موندنې او یو شمېر نورو مسایلو په برخه کې خبرې اترې وکړې.

ښاغلی وحدت وایي، پکتیکا د جلغوزیو پراخ ځنګلونه لري، هر کال زیات شمېر حاصل ورکوي خو په وینا یې د پروسس او بازار موندنې په برخه کې ډېر کار اړتیا لري.

29695243_492082767890758_3151260145100845779_n

د کرنې وزارت وزیر وایي، په نږدې وخت کې به د جلغوزیو د غوټو پرې کولو لپاره ځانګړي ماشینونه، د غوټو د پرانیستلو لپاره ترېشلونه او دغه راز به د پروسس مرکز جوړ کړي چې له مخې به یې جلغوزي په ښه بیه د افغانستان په نوم نورو هېوادونو ته صادریږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .