پکتیا:۷۵۰ حق الزحمه یي ښوونکي ټاکل کیږي

۲۳ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۴۸ ب.ظ -

په پکتیا کې د حق الزحمه ښوونکو د استخدام لپاره له ګڼ شمیر ګډونوالو څخه ازموینه واخستل شوه د پکتیاولایت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې د دې ازموینې په بایله کې به د ټولې پکتیا لپاره ۷۵۰ تنو وړ او با استعداده ځوانانو ته د کار کولو او چوپړ زمینه برابره شي.

د پوهنې رییس کوچي ځاځي د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د وړتیا له مخې به بریالي کسان په نښه او د کار جوګه شي.

د یادولو وړ ده چې سږ کال به ۲۵۰ تنه نجونې هم په حق الزحمه ډول د ښوونکي پر دنده وګمارل شي چې دا به ددې ولایت په دې برخه کې اړتیا یو څه کمه کړي.

۶۹ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of