پکتیکا: یاران ادبي دېرې د شاعر نصیر احمد شهاب په نوم ځانګړی ماښامی ولمانځه.

۵ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۲۳ ب.ظ -

یاده ادبي غونډه او مشاعره چې تېره پنج شنبه د هڅاند شاعر نصیراحمد شهاب په ویاړ د یاران ادبي دېرې او د پکتیکا ولایتي ادارې په ګډو هڅو ترتیب شوې وه پکې د غزني، پکتیا، خوست، کابل،میدان وردګ  او د پکتیکا د مختلفو سیمو فرهنګ پالو او شاعرانو ګډون کړی و.

IMG_3040

غونډه د ولایت د مېلمستون په تالار کې د ذاکري صاحب له لوري د کلام الله په مبارکو ایتونو پیل  شوه.

وروسته دادمحمد ناوک د دېرې په استازیتوب برخوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته يې کړه چې یاران ادبي دېرې تر دې وړاندې د پکتیا د نوموتي شاعر نوید زېري په نوم دا ډول غونډه ترتيب کړې وه. دده په وینا، اوسنۍ غونډه د کابل د ځوانکي شاعر نصیر احمد شهاب په ویاړ ترسره کوي نو له دې نه دا درک کولای شو چې یاران ادبي دېره سیمه او قومیت نه پالي بلکې ادبي ذوقونه او ارزښتونه یې له لومړیتوبونو څخه دي. ناوک د پکتیکا له والي ښاغلي محمد الیاس وحدت نه ځانګړې مننه وکړه چې تل یې د دا ډول پروګرامونو د جوړولو په برخه کې ورسره د یو فرهنګي ملګري په توګه ملتیا او همکاري کړې.

شاعر شفیق طبیب بیا د نصیر احمد شهاب په بیوګرافۍ وغږېده، هغه زیاته کړه : شهاب په کال ۱۹۹۶م کې د مهاجرت په مهال د تیرا په ګل رېزه سیمه کې پیداشوی ،په دوه کلنۍ کې خپل پلرني ټاټوبي د کابل د سروبي ولسوالۍ کوټګۍ سیمي ته وکوچېد. منځنۍ زده کړي یې په خپله سیمه کې ترسره کړي او پاتي زده کړې يې د خوشال خان په عالي لېسه کې پای ته رسولي او اوس مهال د خوست د شېخ زاهد پوهنتون د پښتو ادبیاتو څانګي د دریم کال محصل دی.

په ورته مهال د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت په خپلو خبرو کې د یاران ادبي دېرې له ملګرو نه مننه وکړه چې خپل فعالیتونه یې روان او معیاري ساتلي او وخت نا وخته د دا ډول ناستو له لارې وړ هستۍ ستایي.

ده زیاته کړه شاعران هغه څوک دي چې د شعر له لاري ټولني ته یا فکر ورکوي او یا خوشالي چې دا دواړه یې د ټولني سره احسان دی.

ښاغلي وحدت یاران ادبي دېرې ته د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ددېرې ملګري کولای شي د ټول هیواد او تر هغه اخوا د ګاونډیو هېوادونو له شاعرانو او فرهنګیانو سره د شعر له لارې خپل افکار شریک او په دې برخه کې هر راز فاصلې له منځه یوسي.

له غزني نه راغلي مېلمه او د کلیوال ملګري ټولنې مشر ښاغلي انعام الله ګوهر په خپلو خبرو کې له یاران ادبي دېرې او ولایتي ادارې مننه وکړه چې وخت ناوخته دا ډول غونډې او ادبي محفلونه جوړوي چې د مختلفو سیمو شاعران او فرهنګیان پکې برخه اخلي. ګوهر زیاته کړه موږ د هنر په مزي سره  راټولېږو او هنر داسي شی دی چې هیڅ پولې او حدونه نه مني، ده د نصیر احمد شهاب شاعري ځانګړې وبلله او کړه يې چې شهاب د خپل عمر نه لوړه او پخه شاعري کوي.

وروسته د نقیب یون او وارث بریمن په ویاندويۍ د مشاعرې برخه پیل شوه چې په مېلمنو شاعرانو سربېره د پکتیکا ګڼ شمېر شاعرانو خپل شاعرانه احساسات څرګند کړل چې د برخوالو په ګرمو شاعرانه جذبو سره بدرګه کېدل.

پاتې دې نه وي چې د مشاعرې تر برخې وروسته د موسیقۍ بنډار هم په پام کې نيول شوی و، چې ووړکو پکې ګېډۍ څڼې ميدان ته واچولې.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .