ځينو ګوندونو د ټاکنو له کمېسيون سره د همکارۍ نه کولو خبرداری ورکړ

۲۶ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۱ ب.ظ -

ځينې ګوندونه او سياسي بهيرونه د هغه څه له امله چې دوی يې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او حکومت له خوا د خپلو وړانديزونو نه عملي کېدل ګڼي، نيوکه وکړه او خبرداری يې ورکړ چې که ددوی غوښتنې ونه منل شي، له کمېسيون سره به خپلې همکارۍ پرې کړي.

د جمعيت ګوند استازي محي الدين مهدي چې نن يې په کابل کې د پارلماني ټاکنو په اړه د سياسي ګوندونو او بهيرونو په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل چې حکومت او د ټاکنو کمېسيون د رڼو ټاکنو ترسره کېدو په اړه ددوی وړانديزونو ته پام نه دی کړی.

نوموړي وويل:” په دې وروستيو کې مو له ولسمشر او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مشرتابه سره ليدلي چې له بده مرغه زموږ غوښتنو ته يې پام نه دی کړی او که وضعيت همداډول دوام وکړي، موږ به له دغه کمېسيون سره پر خپلو همکاريو له سره غور وکړو. “

 نوموړي زياته کړه چې په ټاکنو کې د ګوندونو سيالي، د هغوی روڼتيا تضمينوي، ډيموکراسي د ګوندونو له شتون پرته ناشونې ده او په ټاکنوکې د ګوندونو ګډون د ټاکنو مشروعيت تامينوي.

مهدي له حکومت څخه وغوښتل چې ټاکنې دې رڼې او پر ټاکلي وخت ترسره کړي او سياسي ګوندونو ته دې د ټاکنو له ټولو پړاونو څخه د څارنې لا ډېر رول ورکړي.

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند استازي اسدالله سعادتي وويل:” که کمېسيون او حکومت زموږ غوښتنې په پام کې ونه نيسي، له کمېسيون سره د خپلو اړيکو په اړه به له سره غور وکړو او دا د ټاکنو مشروعيت داغي کوي.”

د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند په استازيتوب بشير احمد تينج د سياسي ګوندونو وړانديزونه مهم وبلل او يې ويل:”که زموږ غوښتنو ته پام ونه شي. د ټاکنو د ځنډېدو او تحريم په اړه به خپل دريځ روښانه کړو.”

د هغه په وينا، که حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د افغانستان د راتلونکې مصلحت په پام کې لري، بايد د ګوندونو له وړانديزونو څخه ښه ګټه پورته کړي.

ياد شوو ګوندونو په هغه پرېکړه ليک کې چې په ياده غونډه کې ولوستل شو، د نوماندانو د نوملړ په داخل کې د ګوندونو د رايو د لېږد غوښتنه وکړه او دغه راز يې ټينګار وکړ چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې دې د روان کال د تلې مياشتې تر لومړۍ نېټې ترسره شي.

دغو ګوندونو دغه راز غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې دې د ګډون لپاره کډوالو، کورنيو بېځايه شوو او هغو کسانو لپاره چې په نا امنو سيمو کې ژوند کوي زمينه برابره شي  او دغه راز دې ټولو هغو کسانو ته زمينه برابره شي چې د نوماندۍ پر شرايطو برابر دي او همدارنګه د ټاکنو له بهير څخه د ګوندونو د څارنې خونه دې رامنځ ته او د رايه ور کولو مرکزونه دې په عادلانه ډول ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد پرون ويلي و چې د ټاکنو په پروسو کې يې د سياسي ګوندونواو مدني بنسټونو له وړانديزو څخه کار اخيستی او  بايد ګوندونه او مدني بنسټونه هم د ټاکنو له کمېسيون سره همکاري وکړي.

د صياد په خبره، سياسي ګوندونه او مدني بنسټونه دې د رايه ور کوونکو د نوم ليکنې لپاره د خلکو هڅونه پيل کړي، څو هېڅ هغه څوک چې خپل قانوني سن يې بشپړ کړی دی، په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې نه شي.

د راتلونکو ټاکنو د رايه ور کوونکو نوم ليکنې پروګرام پرون د هېواد په مرکز او ولايتونو کې پيل شو.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه او د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې راتلونکی کال ترسره شي.

ګوندونه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .