څلورکلن ماشوم اتیا کلن ښکاری .

۲۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۳ ق.ظ -

۲

زمونږ خبریال وایی له خوشحالۍ ډک وړکتوب او له ځوانۍ وروسته انسان ضرور بوډا او کمزوری کیږی او له ډول ډول مشکلاتو سره هم مخامخ کیږی .

خو په بنګلادیش کښې یو داسې بد قسمته ماشوم شته چې دهغه  ژوند له بوډاتوپ پیل شوی دی .

دبنگلادیش د دغه څلور(۴) کلن ماشوم چې  بایزید حسین نومیږی کمزور بدن او څیرې ته سړی وګوری نو داسې ښکاری چې ته به وائ چې هغه داتیا(۸۰) کاله عمر سړی دی .

دماشومتوب په دغه څلورکلن ژوند کښې دبنګلادیش ددغه ماشوم انداز او خویونه هم د بوډاګانو په شان شوی دی .

دبنګلادیش دغه ماشوم څلور (۴) کاله مخکې  په جنوبی ښار  مګوره کښې زیږیدلی  او د زیږیدا په وخت دهغې دمور عمر څوارلس (۱۴)کاله وو .

دبنګلادیش ددغه څلور کلن ماشوم بایزید حسین مور ترپتی وویل کله چې زما زوی وزیږید نو ډاکټران هم حیرانه شول .

هغه وایی زما نوزیږی ماشوم بالکل د یوه خلایی یعنی اسمانی مخلوق په شان ښکاریده او زیاته یې کړه زه هغه وخت ډیره واژیړدم  کله چې ډاکټرانو ماته وویل  دوې په خپل ژوند کښې له دې مخکې هیڅ کله داسې عجیبه ماشوم نه دی لیدلی .

دبنګلادیش ددغه ماشوم مور وویل کله چې زما نوزیږی ماشوم ددریو(۳) میاشتو شو نو په مخ یې ګونځې راووتې او پوستکی  یې  هم په خرابیدا شو او ورځ تر بلې زما دغه ماشوم په چټکې سره د بوډا کیدا په لور روان وو .

هغې وویل زما ماشوم له څیرې او پوستکې څخه هم دیوه بوډا په شان ښکاریده او دهغه دبدن غړی هم په کمزوری کیدا شول او دبدن غړی یې هم خوږیدل .

هغې وویل زما ماشوم په څلور کلنې کښې داسې ښکاری چې داتیا کلونو سړی دی .

دبنګلادیش دغه میرمنې وویل ډاکټران وایی چې زما ماشوم پروجیریا اینډ کیسټ لیکسا نومې مرض لری چې هیڅ معالجه او درملنه یې نشته .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .