څنګه با شخصیته ماشومان وروزو؟

۲۱ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۳۲ ب.ظ -

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که چېرې له روزنیزو مهارتونو، لکه: بېلګه اوسېدل، معلومات ورکول، خبرې اترې، پرځای ملاتړ، د چار چوکاټ ټاکنه او هغه ته ژمن اوسېدلو څخه ګټه واخلئ او دا زده کړئ، چې خپله غوسه په سمه او سالمه بڼه سړه کړئ، نو هرومرو خپلو غوښتنو او موخو ته رسېږئ.

په ماشومانو کې د درنښت او ادب د رامنځته کېدو له پاره پنځلس تګلارې:

۱ ـــ له خپل ماشوم او نورو سره په چلند کې د مهرباني وکړئ او ډېره زیاته مننه له جملو څخه ګټه واخلئ.

۲ ـــ کله چې یو څوک خبرې کوي، توپیر نه کوي، چې  ماشوم وي او یا هم ستر، نو د خبرو په منځ کې یې مه ور غورځئ، که چېرې اړ شوئ، چې خبره یې پرې کړئ، نو هرومرو د وبښئ له کلمې څخه کار واخلئ.

۳

۳ ـــ د سینما په صالون کې د فلم د خپرېدو پرمهال خبرې مه کوئ.

۴ د موټر چلونې پرمهال مخامخ موټرو ته لاره ورکړئ ( که چېرې نور تاسو ته دا ډول درنښت کوي، نو ترې مننه وکړئ).

۵ ـــ د پرنجي یا ټوخي پرمهال، خپلې خولې او پوزې ته دستمال ونیسئ.

۶ ـــ خواړه په تړلې خوله وژوئ؛ په ډکه خوله خبرې مه کوئ، لومړی مړۍ تېره کړئ، بیا وروسته خبرې وکړئ.

۷ ـــ هېڅکله پر ځمکه باندې کثافات مه تویوئ.

۸ ـــ کله چې رسټورانټ ته ځئ، نو د خوړو له خوړلو وروسته خپل مېز منظم کړئ.

۹ ـــ هغې کوټې ته له ننوتلو څخه مخکې کومه چې ور یې پورې وي، دروازه وټکوئ.

۱۰ ـــ کله چې نورو ناستي ته رابلئ، نو د مهرباني وکړئ له کلمې څخه کار واخلئ.

۱۱ ـــ په مټرو او ملي بس کې خپله څوکۍ هغه چاته پرېږدئ، کوم چې درېدل ورته ستونزمن وي.

۱۲ ـــ کله چې نور تاسو ته مینه او ډالۍ درکوي، نو ترې مننه وکړئ. پرېږدئ هغه شخص چې تاسو ته یې مینه درکړې، پوه شي چې د هغه د مهربانۍ له کبله منندوی یاستئ.

۱۳ ـــ ژاولې پرته له شور ماشور څخه وژوئ او کله مو چې وغوښتل ژاولې لرې وغورځوئ، نو هغه په یوه دستمال کې تاو او په کثافات داني کې یې واچوئ.

۱۴ ـــ ډېری کسان د سګرټو له دود، شور ماشور، د رنګ بوی او د موټر له دود سره حساسیت لري، نو د هغوی حالت په پام  کې ونیسئ او مراعات یې کړئ، حتا که چېرې دا څیزونه  تاسو نه ځوروي.

۱۵ ـــ د خپل ماشوما له پاره بېلګه واوسئ. که چېرې تمه لرئ، چې کوم کار ترسره کړي، نو په پیل کې یې خپله ترسره کړئ، ترڅو د خبرې اغېز مو زیات وي او له هغه څخه غوښتنه مو منطقي تر سترګو شي ( هغه پلار، چې خپل ماشوم ته وایي، چې درواغ ویل بد کار دی، خو خپله درواغ وایي، نباید دا تمه ولري، چې ماشوم یې یو رښتیا ویونکی فرد را منځته شي ).

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .