څنګه کولی شو موثر پرېزنټېشن وړاندې کړو

۱۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۲۹ ق.ظ -
ژباړه: محمد نعیم پرېزنټېشن خبرې کول يا بیانیه ده، چې یوه منظم پلان ته ظرورت لري. پرېزنټېشن کیدای شي رسمي او یاهم د لېکچر بڼه ولري. پرېزنټېشن باید د اورېدونکو لپاره واضح او د معلوماتو درلودنکی وي. دری مهمې او اغېزناکې طریقې، چې د موثر پرېزنټېشن په وړاندې کولو کې درسره مرسته کولای شي. ۱ ـ پلان: په لومړۍ برخه کې د پرېزنټېشن هدف معلومول دي. کله مو چې د پرېزنټېشن هدف معلوم کړ، له هغې وروسته باید د پرېزنټېشن د ګډونوالو د تعلیم د کچې، احساساتو او د دوی د ژبې پر اړوند هر اړخیز معلومات ولرې. د معلوماتو راټولول: کله موچې د پرېزنټېشن هدف معلوم شو، نو هغې پرېزنټېشن د هدف اړوند معلومات دې راټول کړل شي. د معلوماتو په وړاندې کولو کې باید پراجېکتور، چارټونه او داسې نور کومکې توکې، چې موثر پرېزنټېشن پرې وړاندې کېدلی شي ، په نظر کې ونیول شي. د معلوماتو ترتیبول: کله مو چې معلومات راټول کړل، نو راټول کړل شويو معلوماتو ته باید ترتیب ورکړل شي. د معلوماتو په ترتیب کې د پرېزنټېشن وړاندې کولو وخت تعینول دي او د پرېزنټېشن اصلي مفهوم اخیستل دي. ۲ـ د پرېزنټېشن په دوهمه طریقه کې د پرېزنټېشن وړاندې کوونکی د خپل باور ساتلو لپاره باید منظم پلان او فکر ولري. یعنې د پرېزنټېشن په جریان کې د کره او واضحو لغاتونو استعمالول او د پرېزنټېشن پرمهال حرکت کول . ۳ـ بشپړول:د پرېزنټېشن اخري مرحله د پرېزنټېشن بشپړول دي، د پرېزنټېشن په بشپړولو کې د پرېزنټېشن موضوع باید له سره وکتل شي. د پرېزنټېشن او یا هم د وینا پرمهال تشویش څنګه له منځه وړلی شو. ۱ د موضوع اړوند زیات معلومات درلودل. ۲ پر موضوع زیات تمرین کول. ۳ خپله بریا د خلکو پر وړاندې ښودل ۴ د موضوع پیل کولو لومړۍ جمله په یاد ساتل. ۵ ‌ډېر ډاډه اوسېدل او ورخطایي له منځه وړل. د پرېزنټېشن او یا هم د وینا په جریان کې د پنځو مهمو طریقو څخه ګټه پورته کول، ترڅو اغېزناک پرېزنټېشن اویاهم وینا وړاندې شي. ۱ فصيحې او واضحې خبرې کول. ۲ خپلو خبرو ته داسې واضحات ورکول ، چې د پېچلو لغاتونو او جملو د استعمال مخه پکې ونیول شي. ۳ د وجود ژبې څخه ګټه پورته کول، یعنې دسترګو رابطه ساتل او په مناسبه توګه د لاسونو استعمالول. ۴ د پرېزنټېشن لپاره چارټونه ، پراجېکتور او داسې نور کومکي توکو څخه ګټه پورته کول. ۵ د مهمو لغاتونو او جملو تکرارول. iStock_000015742269_Medium_EDIT-640x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .