څنګه کولی شو ژیړ غاښونه سپین کړو؟

۲۳ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۹ ب.ظ -

ډېری خلک له ماشوموالي د غاښونو ژېړوالی لري، چې دا نه پر مسواک سپینیږي او نه هم د غاښونو په بورس. د غاښونو مختلف قېمتي کریمونه استعمالوي خو بیا یې هم غاښونه د تېر په څېر ژېړ وي. د غاښونو د ژېړوالي لپاره یوه نوې او کامیابه طبيعي نسخه شته چې د ژېړو غاښونو لرونکي کولی شي د ژېړ غاښونو له اندېښنې خلاص شي. د غاښونو د سپینولو لپاره موږ باید له لاندو شیانو استفاده وکړو: ۱: لېمو ۲: د ووړو سوډا

اړوند مطالب:

دوه طریقې لري لومړۍ طریقه یې داسې ده چې یو لېمو به په منځ کې پرې کړو او د ووړو سوډا به یوه چمچه په یوه کاسه کې واچوو او د لېمو یو څو څاڅکې به په سوډا واچوو د یوې دقیقې لپاره به یې پرېږدو سوډا به لږه کلکه شي، وروسته د سوډا له کلکېدو نه به سوډا راواخلو په غاښو به یې کېدو د لس دقیقو لپاره به سوډا په غاښو کې پریدو بیا به خوله وینځو. دویمه طریقه یې داسې ده چې کله مو سوډا کې لېمو واچول نو سوډا به د غاښونو په بورس د کریم په څېر واچوو غاښونه به پرې بورس کړو. په لومړي ځل هم څه نا څه فایده کوي او تاسو یې په بدلون پوهېږۍ خو پورتنۍ نسخه باید د لسو ورځو لپاره استعمال شي وروسته له لسو ورځو به مو غاښونه د تل لپاره سپین وي او له ژیړو غاښونو به خلاص شۍ. د پام وړ: په پورتنیو دوه طریقو کې لومړۍ طریقه ډېره مفیده ده. ليکنه: ډاکتر هيلي صابری

۳۱۳ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of