څنګه کولۍ شو پر سرطان د اخته کيدلو چانس راښکته کړو؟

۹ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۵۹ ب.ظ -

سرطان يوازي يوه ناروغي نه ده، بلکه د اړونده امراضو مجموعه ده چي په بدن کي د بيلابيلو حجرو له کبله پيښيږي. سرطان هغه وخت پيښيږي، کله چي په بدن کي يوه حجره په غير نورمال ډول رشد او نمو شروع کړى. په ماليکيولى کچه، ساينسپوهانو موندلى چي په وراثت کي ناڅاپي بدلون د سرطان په انکشاف کي زياته ونډه لرى، خو دا ناممکنه ده چي و اټکل شي چي کله او چيرته به دا ناروغي پيښه شي.

هغه څه زده کړۍ چي د دي ناروغۍ د پيښيدلو خطر کموي:

د تمباکو او نورو دخانياتو څخه په کلکه ډډه وکړۍ: سګرټ وهل د سږي سرطان لپاره تر ټولو خطرناک تماميږي. د دخانياتو استفاده موږ ته د سرطان زيات ډولونه پيښولۍ شي . لکه : د خولي، د ستوني، د غاړي، د معدي، د تريخي او د مثاني سرطان. د سګرټ او يا کوم بل عمل پريښودل شايد اسان نه وي. خو په يو ښه پلان او حمايي ګروپ سره کولۍ شو بشپړ يي کړو.

  • تصميم ونيسۍ چي دا عمل پريږدۍ او يو پلان جوړ کړۍ. ډير خلک دا بهتره مومي چي ځان ته هغه دليلونه وليکي چي له امله يي غواړي دا عمل پريږدي.

يوه نيټه کيږدۍ چي تر هغي وروسته به دا عمل پريږدۍ. ځان پريښودلو ته اماده کړۍ او پلان ته مو ژمن واوسۍ.

  • حمايت را غونډ کړۍ، خپل فاميل او نيږدي ملګريو ته په دي اړه ووايۍ.
  • ځان پر تمرين او نورو داسي بيلابيلو فعاليتونو بوخت کړۍ چي په دخانياتو پوري اړوند نه وي.

يو صحي وزن وساتۍ: که چيري تاسو له ٢٠ زيات عمر ولرۍ او د (BMI) کچه کچه مو له ٣٠ څخه پورته وي، نو تاسي د زيات چاغوالى په ډله کي راځۍ. چاغوالۍ مو د بيلابيلو سرطانونو لکه : د تريخي، د پښتورګي او د تايرايد مرغيړۍ په دام کي غورځولۍ شي.

  • دوامداره تمرين وکړۍ
  • صحي غذا وخورۍ
  • له هغي غذا د خوراک څخه مخنيوۍ وکړۍ چي پوهيږۍ ډيره يي خورۍ.
  • ځان په دوامداره توګه وتلۍ.

د مسلکي غذايي رژيم پوه سره مشوره وکړۍ

4

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .