څنګه یوه مینه ناکه اړیکه پیل کړو؟

۲۵ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۱۸ ب.ظ -

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که چېرې د یوازېتوب احساس کوئ، نو په احتمالي توګه له ځانه پوښتئ، چې څنګه یوه مینه ناکه اړیکه پیل کړو او دغه راز له ځانه پوښتئ، چې ولې مو پخوانۍ مینه ناکه اړیکه له ماتې سره مخ شوه. د یوې بریالۍ مینه ناکې اړیکې ټینګښت د ژوند هنر دی، یوه عاطفي ماتې په هېڅ ډول هیچاته خوند نه ورکوي، نو که څه هم نه شئ کولای، چې له هېڅ څیز څخه ډاډ تر لاسه کړئ، خو باید تر ډېره هڅه وکړئ، چې دا ځل ماتې ونخورئ، ځکه هره ماتې ستاسو د دنننۍ انرژۍ کچه ډېره زیاته را ټیټوي او دا امر به ستاسو اروایي روغتیا له ګواښ سره مخ کړي، نو له دې امله غوره ده، چې د اړیکې له پیل څخه مخکې، په ځانګړې توګه یوې بریالۍ اړیکې ته د رسېدو له پاره، کره او دقیق معلومات تر لاسه کړئ، که غواړئ، چې څنګه کولای شئ، یوه بریالۍ اړیکه پیل کړئ، نو د مهربانۍ له مخې لاندې لیکنه په غوره سره ولولئ:

څه وکړو، چې په ډېرې آسانۍ یوه مینه ناکه اړیکه پیل کړو:

How to start a romantic relationship

یوازېتوب تاسو خواشیني کړي یاست، اړ یاستئ، چې په یوازې توګه سینما ته لاړ شئ، یا په دې دلیل، چې یوازې یاست هېڅ لاړ نه شئ، خو که چېرې هوډ لرئ، چې یوه بریالۍ اړیکه جذب کړئ، نو اړینه ده، چې په یوه ټکي باندې پوه شئ، تاسو باید ومنئ، چې یوازې یاست پوهېږو، چې سختې او ستونزمنې ورځې تېروئ، خو سختې ورځې نه دي راغلي، چې پاتې شي، هغوی راغلي، چې لاړې شي، پایله دا چې تاسو به هم یوه مینه ناکه اړیکه پیل کړئ، که چېرې نور یوازېتوب نه شئ زغملئ، له یوازېتوب څخه د تېښتې په خاطر یوه مینه ناکه اړیکه مه پیلوئ، تاسو په بشپړه توګه د هغه څه وړ یاستئ، چې ورسره مینه لرئ. خپلې شاوخوا ته وګورئ، په یقیني توګه ډېر داسې کسان پېژنئ، چې له تاسو څخه په ټیټه سطحه کې دي، خو یوه مینه ناکه اړیکه یې پیل کړې ده، که چېرې ډېر غوښتونکي یاست، نو دغه راز ډېر غوښتونکي پاتې شئ، که چېرې لوړ قد درته ارزښت لري، نو په خپلو غوښتنو باندې ټینګار وکړئ، نو پوه شئ، چې آخر به ور ورسېږئ، توپیر نه کوي، چې ستاسو قد لوړ دی یا ټیټ، تاسو به د خپلې خوښې اړیکه پیل کړئ.

هغه ټکی، چې باید پرې پوه شئ، ترڅو وکولای شئ یوه مینه ناکه اړیکه پیل کړئ:

سمه ده، چې باید په خپلو غوښتنو باندې ټینګار وکړئ، خو که چېرې غوښتنې مو له بریده زیاتې وي، باید تاسو ته وویل شي، چې د مهربانۍ له مخې په خپلو تمو باندې له سره کتنه وکړئ. په احتمالي توګه له هغه چا سره د مینه ناکې اړیکې ټینګښت، چې لوړ قد ولري، ښکلی وي، ښه او ښکلی اندام ولري، شتمن وي، لوړې زده کړې یې کړې وي، له ښو اخلاقو څخه برخمن وي، کنجوس نه وي او په ضمن کې لوړ ماډل موټر هم ولري، لږ ستونزمنه ده. ښایي اړ واوسئ د دا ډول مینه ناکې اړیکې د پیل له پاره ډېره زیاته موده په تمه پاتې شئ، که چېرې تاسو هم په همدې وضعیت کې یاستئ، نو باید په خپل وړاندې هم داسې څوک ولرئ، چې ستاسو په څېر ځانګړتیاوې ولري. که چېرې دا ډول نه وي، له تاسو څخه غوښتنه کېږي، چې په خپلو غوښتنو باندې له سره کتنه وکړئ، په پام کې ولرئ چې ټول هر څه لري، لکه څنګه چې تاسو بشپړ نه یاست.

خپلې غوښتنې د یوه کاغذ پرمخ ولیکئ، لږ تر لږه ۲۰ غوښتنې، کولای شي، له دې څخه ډېرې هم وي، خو نباید کمې وي، وروسته د هغو لومړیتوبونو پر بنسټ یې یو په بل پسې ولیکئ، کوم چې په خپل ذهن کې یې لرئ، وروسته یاد کاغذ په داسې یوه ځای کې کېږډئ، چې له ویده کېدلو او یا بل هر وخت چې په غوره توګه د لومړیتوبونو په اړه فکر وکړئ، آیا لومړیتوبونه مو سم دي، ښایي وغواړئ، په لومړیتوبونو کې بدلون را منځته کړئ او یا په خپله لومړیتوب بندۍ کې بدلون را منځته کړئ، په هر صورت د راتلونکو ورځو په اوږدو کې، د دې موضوع په اړه ډېر زیات فکر وکړئ.

د یوې مینه ناکې اړیکې د پیل له پاره، اړینه ده، په بشپړه توګه پوه شو، چې څه غواړو:

ډېر ارزښت لري، چې موږ په پیل کې پوه شو، چې د څه ډول کس په لټه کې یو، موږ نه شو کولای، چې یوه مینه ناکه اړیکه پیل کړو، مخکې تر دې چې په بشپړه توګه پوه شو څه غواړو. د یوې مینه ناکې اړیکې په جذب او راښکون کې دا لومړنی درس دی. هغه ټکی چې د تصمیم نیونې په پړاو کې باید پرې پوه یو داده، د تصمیم نیونې پړاو په ځانګړې توګه چې په مهمو او کلیدي مسایلو پورې تړاو پیدا کوي، یو موقتي پړاو نه دی، بلکې یو تدریجي پړاو دی، چې باید خپل ځان ته وخت ورکړو، ترڅو وکولای شو، چې سم تصمیم ونیسو، هرڅومره چې ډېر فکر وکړو، نو سم تصمیم به مو نیولی وي، د یوې مینه ناکې اړیکې د پیل له پاره، باید یو اوږد مهالی لید ولرو، تل د دې احتمال لیدل کېږي، کومه اړیکه مو چې پیل کړې، په یوې مینه ناکې اړیکې باندې بدله شي. کله چې موږ د یوې موضوع په اړه په دومداره توګه فکر کوو، زموږ د مغز ژونکي ( حجرې ) حتا هغه مهال چې ویده هم یو هغې مسئلې ته د حل لارې د موندلو په لټه کې دي، سر بېره پر هغه څه چې باید په خپله یې ترسره کړئ، د مهربانۍ له مخې دا ټکی په پام کې ولرئ، چې ښایي اوسنی تصمیم مو په راتلونکې کې د ژوند کیفیت وټاکي. اروایي اړخونه یو له هغو لاملونو څخه دی، چې زموږ پر تصمیم نیونه باندې مستقیمه اغېزه کوي، نو یوې سمې ټاکنې ته د رسېدو په لاره کې د ارواپوهنې له مشاورینو سره مشوره کول اړین تر سترګو کېږي.

د جذب له قانون څخه په ګټه اخیستنې، د یوې مینه ناکې اړیکې د پیل له پاره، مناسبه لار:

آیا غوره ده، چې د پوهنتون په چاپېریال کې، د یوې مینه ناکې اړیکې د پیل په لټه کې واوسو یا په کاري چاپېریال کې، آیا کولای شو، چې د سړک پر سره یوه مینه ناکه اړیکه پیل کړو او یا دا چې غوره ده، مجازي فضا کې دا کار ترسره کړو، څنګه او چېرته د یوې مینه ناکې اړیکې د پیل په لټه کې واوسو، موږ هم د دې پوښتنو په ځواب نه پوهېږو، خو تاسو ته سپارښتنه کوو، چې د یوې مینه ناکې اړیکې د پیل له پاره، د جذب له قانون څخه ګټه واخلئ. د جذب قانون د یوې اړیکې د پیل له پاره یوه لاره ده، تاسو نباید د اړیکې په لټه کې واوسئ، تاسو باید وکولای شئ، چې دا اړیکه د ځان لور ته را جذب کړئ، هغه اړیکې چې جذبېږي، تل له هغو اړیکو څخه ډېرې زیاتې بریالۍ او ځواکمنې وي، کومې چې پیلېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .