څه ډول خپلو هیلو ته ورسېږو؟

۲۸ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۵۳ ب.ظ -
ژباړه: حمیدالله حمیدي هرڅوک هیلې لري، دغه هیلې کېدای شي لویې وي او یا هم کوچنۍ؛ د بېلګې په توګه لوړو زده کړو ته لار پیدا کول، د خپلې خوښې وړ دنده پیدا کول، د ډېرو پیسو لاسته راوړل، ښه واده او دې ته ورته نور کارونه سرته رسول یا څه لاسته راوړل. ډېری کسان خپلو هیلو او غوښتنو ته رسېږي، خو ځینې بیا نهیلي شي.
څه ډول خپلو هیلو ته ورسېږو؟

څه ډول خپلو هیلو ته ورسېږو؟

له کوچنيو هيلو پيل وکړئ. کله مو چې وړې هیلې پوره شي پر ځان مو باور زیاتېږي. هره بریا له ځان سره بله بریا راوړي. هیلې مو بايد روښانه او څرګندې وي. څومره مو چې هیلې روښانه او دقیقې وي په هماغه کچه به ورته رسېدل هم اسانه شي. هيلو ته د رسېدو هيله ولرئ. دا تر ټولو مهمه ده، داسې ښکاره کړئ چې ګواکې خپلو هیلو ته رسېدلي یاست؛ نه داسې چې غواړی ورته ورسېږی. د بېلګې په توګه؛ که غواړی ډېرې پیسې لاس ته راوړی، داسې فکر وکړئ چې همدا اوس هغه اندازه پیسې په لاس کې لری. پر ځان باور ولرئ. هېڅکله مو پر ځان باور له لاسه مه ورکوئ، په زړه کې مو شک او تردید ته ځای مه ورکوئ. هر کله مو چې پر ځان باور پیدا کړ پوه شئ چې هیلو ته مو رسېدلي یاست.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .