څوقدمه د سندرو او موسيقۍ په رنګين واټ کې !؟-عزیزتحریک

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۵۵ ب.ظ -
 
له مشرانو ، پوهانو او صاحب نظرانو څخه مې پلا پلا اورېدلې دي ؛ چې «موسيقي د روح غذا ده !» همدارنګه مې دا ولسي اصطلاح هم ډېره اورېدلې ده : « خندا د ژوند مالګه ده !» که چېرې دغو دواړو منل شوو تکيه کلامونو ( جملو ) ته په خلاصو سترګو وګورو ، نو له هر ډول شک څخه پرته د دوی تر منځه يو ډيالکټيکي پيوند او نه بېلېدوونکی تړاو شته دی !! هغه پر دې معنا چې انسان له درس ويلو ، کار کولو ، خوب کولو ، تخليق او سوچ کولو څخه هم ستړی کېږي ؛ نو د دې لپاره چې زړه ، دماغ ( ذهن ، حافظه او ماغزه ) ، وجود او روح بېرته عادي او نورمال حالت ته راشي ؛ نو انسان په زړه پورې موسيقۍ اورېدلو او د کورنۍ له غړو ، دوستانو ، ملګرو ، يارانو ، اشنايانو او قريبانو سره يوې خولې خندا ، ټوکو ، کيسو او د زړه خوالې ( آزاد بنډار ) ته اړتيا لري ؛ چې د خوږ مجلس ( بنډار) په ترڅ کې يوه خوله خندا هم ورته لکه د انځر ګل او کېميا بوټی پيدا کېږي ؛ روح ، زړه او ذهن يې نورمال حالت ته ور ګرځي !! تاسې پوهېږې چې هره خوږه او په زړه پورې موسيقي او خوږې سندرې د هُنرمند انو د ګوتو ، خولو ، ژبو او خوږو آوازونو ثمر او مولود دي ! نو بده به نه وي ، چې ووايم : په هرې انساني ټولنې کې موسيقي غږوونکی ( مُطرب ) او سندرې ويوونکی ( سندرغاړی ) کس ( نر ، ښځه ) د هم هغې بشري ـ انساني ټولنې د ټولو وګړو مُشترک مُلکيت دی ! داځکه چې د هغې ټولنې ټول وګړي ( نر ، ښځې ) يې له څېرې ، آواز، نڅا ، تمثيل ، پنځ او هُنر څخه خوند ، کيف او لذت اخلي !! خو اصلي او ډېره مُهمه خبره داده چې آيا ټول سندرغاړي او هُنرمندان ( سازيان ، نڅاکوونکي ، سندرې ويوونکي ، لوبغاړي ، شاعران ، ژورنالستان ، رسامان ، مجسمه جوړوونکي ، ليکوالان ، ژباړوونکي ، فنکاران او …) له خپل ځان سره ، په خپل ګرېوانه کې دا هوډ لري ، چې د خپل ټول هېواد او ټولو هېوادوالو هُنرمند او سندرغاړی و اوسېږي !؟ او يا نه !!؟؟ زما په پوهې ، ګومان او تجربې د افغانستان د پښتو ژبې ټول هُنرمندان ، سازيان ، سندرغاړي په دوو سترو کټګوريو وېشل کېږي : TH ۱. هغه کسان چې د نالوستۍ ، يا د لږې پوهې ، لږې تجربې ، يا د سيمه ايزو برلاسو افکارو ـ شرايطو او سياسي ـ اقتصادي ـ کلتوري ځان مننو ، ځان ِغوښتنو ( خود خواهۍ) په پايله کې د يوې سيمې ، ديوه قوم ، د يوه تنظيم ، ګوند او سياسي ډلې د برلاسۍ او کلتوري ملوک الطوايفۍ د دامونو په لومو کې ښکېل او مُنحصر وي ! بېلګې يې خورا ډېرې زياتې وې او زياتې دي ؛ لکه : ـ سردارعلي « ټکر» چې له غني خان « غني » څخه يو څپک ها خوا ، دېخوا نه کېږي ! ـ کرن خان چې ټول آهنګونه يې د يوه تون او آهنګ لروونکي دي او اورېدوونکی ډېر ژر ستړی کوي ! ـ رحيم « غمزده » چې اکثراً به يې خپل شعرونه زمزمه کول ! ـ ګل زمان استاد چې تل خپل شعرونه زمزمه کوي ! ـ حکيم نور « اکاخېل » چې تل يې يواځې خپل شعرونه زمزمه کول ! ـ عبدالحميد « کندهاری» او ولي محمد « کندهاری» چې له سيد عبدالخالق « کندهاري» څخه بل خوا يو قدم نه تلل ! ـ عبدالله « مُقری» چې يواځې خپل شعرونه زمزمه کوي ! ـ فضل الرحمن « مُبارز ـ وحدت » چې تل يواځې خپل شعرونه سندرې کوي ! ـ لطيف « ننګرهاری » چې يواځې له دوو ننګرهاريو شاعرانو سره قراردادي دی ! ـ جاوېد « امير خېل » چې يواځې په درې تنو پکتياوالو شاعرانو باندې مين دی ! ـ ګودر « ځاځی » چې تل خپل شعرونه ( په پښتو او دري ) زمزمه کوي ! ـ بريالی « صمدي » چې د دوه تنو ننګرهاريو شاعرانو ټيکه دار دی ! ـ برېښنا « امېل » هم يواځې د يوې سيمې ستاينه کوي ! زما په نظر دغه کټګوري سندرغاړي او هُنروال غېر شعوري د سيمه ايزو او لهجوي تعصباتو په ډنډونو کې لامبو وهي !! دوی به هېڅکله هم ( د هېواد په کچه ) ټولمنلي سندرغاړي نه شي او تل به يوه ولايت ، يوې سيمې ، يوه زون او يوې سيمه ايزې لهجې پورې محصور او منسوب و اوسېږي ؛ دوی به تل ولسي هُنرمندان پاتې شي ، نه هېوادنيز سندرغاړي !!؟؟ ۲. دويمه کټګوري سندرغاړي او هُنروال بيا د تعصب او تنګ نظريو په دغو تورو سيمه ايزو او لهجوي دامونو ، تلکونو ، جالونو او تورونو کې نه دي نښتي ! هغوی تر ډېره بريده پورې خپلواک او ازادخياله دي ( ملي ، هېوادنيز ، د افغانيت ، اسلاميت او انسانيت په ارت او ستر ډګر کې تبارز کوي او خپل هُنر ټولو هېوادوالو ، د سيمې او نړۍ د هېوادونو ولسونو ته وړاندې کوي !) دغه دويمه کټګورۍ هُنروال او سندرغاړي ډېر زیات مينه وال او اورېدوونکي لري ؛ د بلګې په ډول : ـ استاد اولمير استاد محمد الدين « زاخېل » ـ ډاکتر صادق « فطرت ـ ناشناس » ـ خيال محمد استاد ـ هدايت الله استاد ـ مېرمن ګلنار بېګم ـ مېرمن کشور سلطان ـ مېرمن قمر ګله ـ مېرمن رخشانه ـ احمد ظاهر ـ مېرمن ګلشن ـ مېرمن ښاپېرۍ « نغمه » ـ مېرمن نازيه « اقبال » ـ غزاله « جاوېد » ـ ګل پاڼه ـ غزال « عنايت » ـ پاينده محمد « منګل » ـ استاد شاه ولي « افغان » ـ فرهاد « دريا » ـ هارون پاچا ـ ماسټر علي حيدر ـ سيتا « قاسمي » ـ آريانا «سعيد » ـ فرزانه « ناز» ـ بخت زمينه ـ شمع « اشنا » ـ طاهر «شباب » ـ هارون « عبرت » ـ حاجي محمد « کامران » ـ عبدالمنان « ملګری » ـ سعيد « اورکزی» ـ امان « اشکرېز » ـ زلمی « آرا » ـ مرتضی « بايقرا » او داسې نور ګڼ شمېر سندرغاړي او هُنروال !! دا دويمه کټګوري سندرغاړي او هُنروال په ټولې نړۍ کې مينه وال ، پلويان ، ليدوونکي او اورېدوونکي لري ؛ هُنر يې تر ډېر اوږده زمان پورې ژوندی او دوی خپلو خلکو ته ډېر ګران او منلي پاتې کېږي !!!

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .