څومره پاکستانیان ټلیفون کاروي، څه پرې کوي ؟

۱۷ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۱۴ ب.ظ -

په یوه تازه څېړنه کې موندل شوې، چې ۹۰ سلنه پاکستانیان له ګرځنده ټلیفونونو څخه استفاده کوي او په دغه هېواد کې ورځ تربلې د اړیکو ټیکنالوژي د پراختیا په حال کې ده .

په ۲۰۱۲ کې شوې سروې ښودلې وه، چې په پاکستان کې د ګرځنده ټلیفونونو د کارونکو شمېر ۱۱۸ میلونه ده، خو اوس تازه شمېرې څرګندوي چې دا کچه ۱۸۴ میلونه تنو ته رسیدلې ده .

له دې شمېرو سره پاکستان په سویلي اسیا کې هغه هېواد دی، چې ډېر وګړي یې د اړیکو له وسایلو څخه ګټه اخلي .

په دغه هېواد کې اپراتور موبولینک، تلنور، یوفون، زونگ او وارید شرکتونه د ګرځنده ټلیفونونو د بازار په ګټلو کې سخت رقابت کوي .

د معلوماتو له مخې موبولینک  شرکت په دې سیالۍ کې لومړی مقام لري، ځکه ۳۵،۷ میلونه خلک یې له تولیداتو څخه ګټه اخلي .

د دغو شرکتونو ترڅنګ انټرنیټي کمپنۍ هم سرسخته رقابت کوي ترڅو له یو بل څخه زیات مشتریان ولري .

په وروستیو کلونو کې د درېیم او څلورم نسل انټرنیټ په پاکستان کې په چټکۍ سره ډېر مینه وال خپل کړي .

د دې رقابت ګټه خلکو ته دا ده، چې هم ارزانه او هم چټک انټرنیټ یې په برخه شوی .

خلک په انټرنیټ کې فیسبوک او واټساپ ټولنیزې شبکې زیاتې کارکوي، د دې ترڅنګ ټویټر او انسټاګرام هم زیات کارونکي لری .

paa

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .