څېړنه:د برېښنا لوړ بل د زړه د حملې خطر زیاتوي

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۴۹ ب.ظ -

۲

د برېښنا بل ځینې وختونه دومره لوړ وي چې اکثره خلک په ځانگړي ډول هغوی چې مالي ستونزې لري وارخطا کوي او اوس طب هم ثباته کړې چې د بلونو ادا کولو کې ستونزې د زړه د حملې لامل گرځېدای شي.

دغه ادعا د سویلي افریقا یوې روغتیايي څېړنې د پایلو پر بنسټ شوې.

وېټ واټرزرنډ (Witwatersrand) پوهنتون دغې څېړنې په جریان کې روغتیايي څېړونکو سل هغه کسان چې د زړه حملې ښکار شوي ول تر څېړنې لاندې نيولي دي.

د څېړنې په جریان کې ثابته شوې چې ذهني فشار د زړه د حملې خطر زیاتوي چې له همدې امله له ذهني فشاره ځان ژغورل اړین بلل کېږي.

د څېړنې له شواهدو معلومه شوې چې مالي ستونزې یا د برېښنا لوړ بلونه ذهني فشار زیاتوي چې پایله کې يي د وینې فشار لوړېږي او د زړه د حملې خطر زیاتېږي.

څېړونکي وايي چې مالي ستونزې او فشارونه د زړه د حملې خطر دیارلس چنده زیاتوي.

څېړونکو د دغې څېړنې پایله کې ویلي چې د لوړو بلونو ادا کولو له امله پېښ شوی ذهني فشار د زړه د حملې خطر درې چنده زیاتوي.

له دې وړاندې څېړنو ثابته کړې وه چې ٪۹۶ د زړه حملې ښکار شوو کسانو کې د ذهني فشار د شتون شکایت عام وي او دغه فشار مختلف لاملونه لرلای شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .