څېړنه: د غوا شيدې د کوچنيانو قد (ونه) لوړوي

۱۶ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۳۴ ق.ظ -
يوې نوې کاناډايي څېړنې څرګنده کړې ده، چې هغه کوچنيان چې د غوا د شيدو د بديل په توګه «سويا» او يا د بادامو شيدې څښي، قدونه يې د هغو په نسبت ډېر ټيټ پاتې کېږي چې د غواګانو شيدې څښي. څېړنه د کاناډا په سان مايکل روغتون کې شوې ده او پايلې يې وړمه ورځ د خوراکونو په يوه امريکايي مهالنۍ کې خپرې شوې. څېړنه کې له ۵۰۰۰ د ډېرو کوچنيانو پر معلوماتو تکيه شوې چې عمرونه يې له يوه تر ۶ کلونو دي. څېړنو وښوده، چې په ګډونوالو کوچنيانو کې ۹۲ سلنه کوچنيانو د غوا شيدې خوړې او پاتې ۱۲ سلنه کوچنيانو د غوا د شيدو بديل سويا شيدې او د بادامو شيدې خوړې. پايلو څرګنده کړه، چې د دوو او شپږو کلونو تر منځ کوچنيانو ته د غوا شيدې ورکول د ونې يا قد پر لوړولو مثبت اغېز پرېباسي. پايلو کې معلومه شوه، چې د دې عمر پر مهال د هر هغه ګيلاس شيدو بدل کې چې کوچنی يې روزمره د غوا د شیدو پر ځای خوري، قد يې 0.4 سانتي متره ټيټ پاتې کېږي. څېړونکو وموندله چې کوم کوچنيان په درې کلنۍ کې هره ورځ د غوا درې ګيلاسه شيدې څښي، د هغو پر نسبت چې بديل شيدې څښي، يو نيم سانتي متر لوړ شوي دي؟ څېړونکو وويل، چې د څېړنې پايلو يې روښانه کړه، چې کوم کوچنيان د غوا د شيدو پر ځای نورې شيدې خوري، د هغو پر نسبت ټيټ قدي پاتې کېږي چې هغوی د غوا شيدې خوري. طبي راپورونه وايي، چې د غوا شيدې کوچنيانو ته د يو کال عمر له پوره کېدو وروسته ورکړل شي او له دې مخکې مناسب نه دي. روغتياپوهان دغه راز څرګندوي، چې د غوا شیدو کې شته غذايي توکي د پروتينو، غوړو او کلشيم پر مټ د دماغو او هډونو وده کې مرسته کوي. تميم ځاځی images (6)

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .