چين او پاکستان ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

۱۹ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۴۲ ب.ظ -
  د شاهین ۶ په نوم په دغو تمرینونو کې له ډېرو پرمختللو تجهیزاتو کار اخیستل کېږي. چینايي چارواکي وايي؛ د ګډو پوځي تمرینونو موخه دا ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پراختیا و مومي او پوځي ځواک یې لا زیات پیاوړی شي. چارواکي زیاتوي چې دا تمرینونه سولییز پیغام لري او د خپلو هیوادونو د امنیت په موخه ترسره کیږي. دغه پوځي تمرینونه په ۷ برخو ویشل شوي چې ۱۱ جنګي جیټونه، ۷ بم غورځونکې الوتکې او بیلابیل حمایوي الوتکې په کې شاملې دي. په دغو تمرینونو کې له لنډ او اوږد واټن ویشتونکو توغنديو هم کار اخیستل کیږي.
  چینايي چارواکي وايي؛ موخه یې دا ده چې چینايي ځواکونه لا پیاوړي شي او د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي اړیکې لا پراختیا و مومي.  
چینايي پوځي چارواکي شېن جېنک داسې وویل (( زموږ موخه دا ده چې خپل هوايي ځواک لا پیاوړی کړو او له دې ډول تمرینونو سره زموږ د پوځ ښه روزنه کیږي او د جګړې لپاره ښه چمتو کیږي. موږ په دې موخه دا تمرینونه کوو چې د خپلو هیوادونو او پولو امنیت وساتلی شو.))
چين او پاکستان ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

چين او پاکستان ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

د شاهین په نوم تمرینونه په لومړي ځل د چینايي ځواکونو له لوري په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوي و چې دا یې ۶ پړاو دی. راپورونه وايي دغه تمرینونه به د روانې سپټامبر میاشتې تر ۲۷ نیټې پورې دوام وکړي. د چین او پاکستان ترمنځ ګډ پوځي تمرینونه وروسته له هغې ترسره کیږي چې تیره اونۍ د بریکس په کنفرانس کې د چین په ګډون ټولو غړو هیوادونو پاکستان د ترهګرۍ ځاله و ګڼله او له هغوی يې وغوښتل چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي او په دغه هیواد کې د هغوی خوندي ځایونه ژر تر ژره له منځه یوسي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .