چین عربي هېوادونو ته ۲۰ میلیارده ډالره پور ورکوي

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۵۱ ق.ظ -

چین په یوه بې ساري ګام کې عربي هېوادونو ته د ۲۰ میلیارده ډالرو د پور ورکولو ژمنه کړې .

د دغه هېواد ولسمشر پخپله پلازمېنه کې د ۲۱ عربي هېوادونو له استازو سره د ناستې پرمهال دا هم ویلي، چې د منځني ختیځ له هېوادونو؛ په ځانګړي له یمن، سرویې او اردن سره ۱۰۶ میلونه ډالره د دوی د اقتصادي ودې لپاره مرسته کوي .

له دې مرستو څخه ۱۵ میلونه یې فلسطینیانو ته ځانګړي شوي .

چین دا اعلان په داسې حال کې کړی، چې عربي هېوادونه او منځنی ختیځ په ټوله کې د امریکا د نفوذ سیمه ګڼل کیږي .

چین هڅه کوي، له داسې اقداماتو سره دلته د پام وړ نفوذ ترلاسه او د امریکا مقابله وکړي .

c

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .