ډيپلوماټ مجله: وچکالي د افغانانو لپاره لوی ګواښ دی

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۵۴ ب.ظ -

په ډيپلوماټ مجله کې په خپاره شوي مطلب کې لیکوال وايي، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په دې وروستیو کې زرګونه کسان د اوبو د کمښت له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د لیکوال په خبره د وسله والو طالبانو د جګړو له امله دومره کسان نه دي بې ځایه شوي لکه د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله چې بې ځایه شوي دي.

 په مطلب کې وړاندې راځي چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د اوبو کچه په افغانستان کې ټيټه شوې ده او له څلور دېرشو ولایتونو ۲۲ یې د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

43596082_2056618317693096_6203139072823656448_n

 ليکوال وايي افغانستان نږدې پنځه لوى سيندونه لري او په طبيعي ډول د اوبو له تنگسې سره مخ نه دى، خو د شته اوبو ناسم مديريت په دغه هېواد کې د اوبو کړکېچ پېچلى کړى دى.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .