ډیپیکا او رنویر نور د خلکو اندیښنې ختموي

۲۱ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۲۹ ب.ظ -

۲

د بالیووډ دوه وتلي ستوري، رنویرسینګ او ډیپیکاپاډوکون چې یو د بل خواږه ملګري او عاشقان دي، نور د خلکو لپاره د اندیښنې څه نه پریږدي.

ځینې باوري سرچینې وايي، چې دوې دواړه د روان ۲۰۱۸ کال په نیمايي کې واده کوي.

سرچینه وړاندې وايي، چې د دواړو کورنیو د واده لپاره تیاري نیول پیل کړي او په څلورو میاشتو کې د ننه به واده راجوړ شي.

داسې خبرونه هم ورکړل شوي، چې د پاډوکون او رنویرسنګ واده به د ساحل په شګلنه غاړه کې د لمر تر وړانګو لاندې ترسره شي. یغنې د هوټل په ځای به واده، د ساحل په غاړه وي.

پاډوکون او رنویر سنګ دواړه د ساحل غاړه خوښوي.

بل پلو، رنویرسنګ د انډیا ټوډی ورځپاڼې ته دا ډول ګنګوسې بې اساسه بللي، خو منلې يې ده، چې د واده په اړه فکر کوي.

رنویر زیاتوي:

“دا هغه څه دي، چې زه يې په اړه فکر کوم. زه کوښښ کوم، چې د ژوند او کار ترمینځ مې انډول په پام کې ونیسم. څومره چې د کار په اړه فکر کوم، همدومره د واده په اړه هم فکر کوم؛ خو اوس مهال هیڅ خبره نشته.”

رنویر سنګ به په نژدې راتلونکي کې د عالیه بټ سره په ګډه په (ګولي بوای) فلم کې راڅرګند شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .