ډېرټلویزون مه ګورئ، وژني مو!- ژباړه : ټاټوبی نیوز

۲۰ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۱۹ ب.ظ -

نوې علمي څېړنې ښيي، چې د تلویزون پرله پسې او ډېره ننداره د وژونکو ناروغیو سبب کیږي .

د یورو نیوز د راپور له مخې په تازه څېړنو کې راغلي، چې د نړۍ خلک هره ورځ په منځنۍ کچه ۲۰۰ دقیقې تلویزون ګوري .

د امریکا په شمال کې دا کچه د هر کس په سر ۳۰۰ دقیقو  ته رسیږي، خو په ختیزه اسیا او سویل ختیزه اسیا کې بیا دا کچه ۱۵۰ دقیقې ده .

دلته د هغو ناروغیو لنډه یادونه کوو، چې د تلویون د ډېر لیدو له کبله رامنځته کیږي : د زړه ناروغۍ : د ټلویزون زیاته ننداره د زړه ناروغۍ پیدا کوي، د علمي څېړنو له مخې د تلویزون زیاته ننداره د زړه د سکتې ترڅنګ د مغزي سکتې ګواښ ۲۰ سلنه زیاتوي . د زړه ناروغۍ د نړۍ په کچه د مرګونو نیږدې درېیمه برخه جوړوي . چاغوالی په نړیواله کچه له عامو ناروغیو څخه یوه هم اوس د چاغوالي ستونزه ده . دا ناروغي د تلویزون له زیات لیدو سره مستقیم تړاو لري، هرکال میلیونونه کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه کیږي . چاغوالی که خپله ظاهراً جدي ناروغي نه وي، خو جدي ناروغۍ رامنځته کوي، دا ناروغي د زړه د ناروغۍ ترڅنګ نورې ناروغۍ پیدا کولای شي او خپله له ډېرې ناستې، بې کنټروله خوراک څخه پیدا کیږي . د وینې د جریان خرابوالی د وینې په جریان کې خرابوالی د نورو لاملونو ترڅنګ د تلویزون له زیاتې نندارې څخه هم سرچینه اخلي . دا ستونزه هم د ګڼو ناروغیو زمینه په وجود کې مساعدوي . د غټو کولمو سرطان د نوو څېړنو له مخې په ورځ کې له څلورو ساعتونو څخه د تلویزون زیاته ننداره په نارینه وو کې د غټو کولمو د سرطان ګواښ ۳۵ سلنه زیاتوي . دا سرطان هرکال نیږدې ۳ سوه زره تنه د نړۍ په کچه وژني .  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .